تازه خبرونه
عمران خان او ترمپ د افغانستان د سولې په اړه پر خبرو ټینګار کوي
په پام کې ده، چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به د دوشنبې پر ورځ( د چنګاښ۳۱ / د جولای ۲۲) په واشنګتن کې د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ سره د افغانستان د سولې په اړه وګوري.
عمران خان د پاکستان د لومړي وزیر په توګه له ټاکل کیدو وروسته د لومړي ځل لپاره تېره ورځ امریکا ته په سفر تللی؛ خو لوړ پوړي امریکايي چارواکي يې هرکلي ته ندي ورغلي.
ارګ له احتیاطه ډکه هیله مندي ښودلې، چې ګواکي دا ځل به د امریکا فشارونه وکولی شي د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست له بدلون سره مخ کړي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، چې پاکستان تر دې دمه له خبرو پرته د افغان سولې په برخه کې هیڅ عملي ګام ندی پورته کړی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د مرکزونو د تړلو تر څنګ باید یو لړ هغه کارونه هم تر سره شي، چې د افغانستان امنیت ورسره تړلی دی.
امریکا او پاکستان د افغان سولې او جګړې په اړه ډېر څه کولی شي؛ خو بیا به هم پر خپلو ځانګړیو ګټو ټینګار وکړي.
پخواني پوځي محمداګل مجاهد وایي، چې د امریکا او پاکستان هڅې د افغانستان د سولې په اړه اغېزمنې دي؛ خو بیا به هم دواړه د خپلو ګټو لپاره کار کوي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه ویلي، چې د افغان سولې په اړه یوه بل ماموریت ته ځان چمتو کوي.
د ولسي جرګې غړی کمال ساپی وایي، چې د پاکستان ملکي برخه له مونږ سره (د تاریخ) یوه پاڼه لولي او د ورځ تر بلې زیاتیدونکې جګړې پای ته رسیدل غواړي.
امریکا او طالب استازي په ځينو برخو کې هوکړې ته نږدې شوي او اوس هڅې پر دې راټولې دي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل او اوربند رامنځته شي.
خبریال: باعث حیات
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
نړۍ21 hours ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ