تازه خبرونه
طالبانو اوس هم له القاعده سره ژورې اړیکې ساتلي
د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمیتې موندنې ښیي، چې د سولې خبرو اترو بهیر ته له کتو سره، سره القاعده شبکه اوس هم له طالبانو سره نږدې اړیکې لري؛ پوځي او مذهبي روزونکي یې ورته چمتو کړي دي.
په دې راپور کې دا هم راغلي، چې القاعده شبکې اوس له طالبانو مالي ملاتړ زیات کړی او دا د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو د پیلیدو پر وړاندې یو خنډ دی.
له القاعده شبکې او نورو توند لارو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرېکون په قطر کې د دوحې د خبرو اترو مهمه برخه ده؛ خو د ملګرو ملتونو ټولنې د بندیزونو کمیتې موندنې ښیي، چې د امریکا او طالبانو خبرو اترو ته په کتو طالبانو اوس هم په افغانستان کې له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې نږدې ساتلي دي.
د دې راپور له مخې؛ القاعده اندېښمنه ده، چې طالب مشرانو د سولې پر خبرو ډېر راوڅرخیدل او هڅه کوي، چې له طالبانو د مالي ملاتړ په زیاتولو پرینږدي، چې دا ډله له افغان حکومت سره خبرو اترو ته چمتو شي.
د افغانستان د سولې او جګړې د مطالعاتو انستیتوت مشر تمیم عاصي ویلي: امریکایانو د طالبانو طرحه لوستې؛ جنرال سکات میلر یو لړ تازه وړاندیزونه، غوښتنې او اړتیاوې طالبانو ته وړي دي.
بلخوا طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي چې د طالب مشرانو سلا مشورې د امریکا په دې وړاندیز پایلې ته نه دي رسیدلي چې له دې ډلې د اوږد مهال لپاره د تاوتریخوالي بندېدل غواړي. خو ځینو بهرنیو رسنیو بیا ویلي چې طالانو له امریکا سره سلا کړې که د سولې هوکړه لیک لاسلیک کیږي، په امریکایي ځواکونو به بریدونه دریږي او په افغان ځواکونو به کمیږي.
د طالبانو په واکمني کې لوی څارنوال جلالالدین شینواري ویلي؛ طالبانو له امریکا سره هوکړه کړې، چې پر امریکایي ځواکونو بریدونه ودروي او پر حکومتي ځواکونو هم بریدونه کم کړي؛ خو طالبانو تر دې دمه په رسمي بڼه څه ندي ویلي.
ټاکل شوې زلمی خلیلزاد په بروکسل کې د ناتو له چارواکو سره له خبرو وروسته اسلام آباد ته ولاړ شي او بیا به کابل ته راځي او له افغان چارواکو سره به د تاوتریخوالي د کمولو طرحه شریکوي. هغه طرحه، چې ولسمشرۍ ماڼۍ یې نه مني؛ خو اجرائیه ریاست ترې ملاتړ کوي.
د ولسمشرۍ د ویاند مرستیاله درانۍ وزیرۍ څرګنده کړې، چې په افغانستان کې اوربند تلپاتې او باعزته سولې ته د رسیدو یوازنۍ لار ده. که څه هم د طالبانو او امریکا تر منځ د اوربند پر ټینګښت یا د تاوتریخوالي پر کمیدو خبرې روانې دي؛ خو په وروستیو ورځو کې د افغان پر خاوره جګړو زور اخیستی. لکه، چې په څو وروستیو ورځو کې له طالبانو سره په نښتو کې لسګونه دولتي سرتېري او ملکي وګړي وژل شوي دي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ