Connect with us

تازه خبرونه

سیاسي ګوندونو په ټاکنو کې د خپلو استازیو د څارنې پر مناسبه ونډه ټينګار کړی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کابل کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو استازیو په راروانو ټاکنو کې د سیاسي ګوندونو د ونډې د  زیاتیدو غوښتنه وکړه، چې په دې توګه د ګوندونو استازي ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو ته لار ومومي.

دوی وړاندیز وکړ، چې ټاکنې باید د تلې پر لومړۍ نېټه تر سره شي. دغه راز د ټاکنو له ټول بهیر څخه د سیاسي ګوندونو څارونکیو ته د څارنې زمینه برابره او د سیاسي ګوندونو د کاندیدانو رایې نورو ته د لیږد وړ وبلل شي. کډوالو او بیځایه شویو ته په ټاکنو کې د ونډې زمینه برابره او په ناامنو سیمو کې د ټاکنو فرصت مساعد کړي.

د راټولو شویو ګوندونو استازیو ګواښ وکړ، چې که غوښتنې یې ونه منل شي؛ د ټاکنو له خپلواکو کمیسیونونو سره به خپله همکاري وځنډوي.  

د جمعیت ګوند د رهبرۍ شورا غړی محی الدین مهدي وایي: ولسمشر او کمیسیون مو خبرو ته غوږ نه دی نیولی؛ مونږ ترې ګیله او یا پرې نیوکه لرو. کله، چې له مونږ سره خبرې کوي وایي: وړاندیز مو ستونزه نه لري؛ خو کله، چې ولسمشر ته وړاندې کیږو څرګندوي، چې وړاندیز مو عملي ستونزه لري. له دغه راز دوه ګوني چلند سره مونږ له کمیسیون سره خپله همکاري ځنډوو.

د حزب اسلامي غړی عبدالستار خواصي وایي: په کمیسیون کې کمزوري دومره ده، چې ځواکمن ټکي یې له منخه وړي دي. د دارالانشا د رییس ټاکنه کومه غټه خبر نده؛ خپله کمیسیون دې خپلې غوښتنې، چې د حکومت په صلاحیتونو کې دي له ولسمشره وغواړي. دا کار، چې کولی نشي؛ نو بیا ترې د سترو کارونو یا د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو هیله څنګه وشي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې سیاسي ګوندونو ته به له ټاکنو د څارنې زمینه برابره شي؛ خو راروانې ټاکنې به د تېر په پرتله شفافې او رڼې وي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر حفیظ الله هاشمي وایي: د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو پراخ، روڼ او پاک نوملړ جوړ کړی، چې خلکو ته به په ټول افغانستان کې د رای ورکوونکیو بشپړ شمېر ښکاره شي. دا بهیر نه یوازې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د ډاډ وړ دی، بلکې د ولسمشرۍ ټاکنو ته هم پراخ رڼښت لري.

د نوملیکنې لومړی پړاو د حمل له ۲۵ پیل شوی او د ثور تر ۲۲ پورې روان ساتل کیږي، چې په دوه یم او درېیم پړاو کې به د نوملیکنې بهیر ولسوالیو او کلیو ته وغزول شي.

که څه هم امنیتي ستونزې او ګواښونه پخپل ځای دي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مهالوېش له مخې به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان کال د تلې پر اته ویشتمه تر سره شي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!