Connect with us

سیمه ییز خبرونه

روسيه به د ۲۰۱۲ع کال تر پایه ۲۱( مى- ۱۷ ډوله) چورلكې افغانستان ته وسپاري

خپور شوی

د

روسيه وايي: په پام کې ده، چې د روان عيسوي كال ترپايه افغانستان ته د ۲۱(مى- ۱۷ډوله)  چورلكو(څرخكيو) د وركولو لړۍ پيل او د ۲۰۱۲ ع کال ترپایه به ټولې هغه هليكوپتر افغانستان ته وركړي، چې روسيې يې له امريكا سره ژمنه كړې ده. روسي چارواكو ويلي، چې: دا د هغه تړون له مخې افغانستان ته وركول كيږي، چې روسيې له امريكايي چارواكو سره لاسليك كړى و. د روسیې د فډرالي خدماتو د ادارې رييس ویچیسلاو ژېرکالي، چې د دې هېواد د تخنیکي و پوځي همکاريو چارې تنظیموي وايي: دا چورلكې له روسیې سره د امریکا د دفاع وزارت د توافق پربنسټ افغانستان ته ورکول کېږي. په دې اړه هوكړه د روان کال په مى میاشت کې شوې وه. ژېرکالي وویل: په جولای کې یوه امریکايي پلاوي په کازان کې د دې چورلكو د تولید له فابریکې څخه ليدنه  وکړه؛ دا فابریکه يې په دقت وکتله او د فابریکې د چارو له نظم او کیفیت څخه هك پك شول. د روسیې د فډرالي خدماتو د ادارې رييس ويلي، چې: دوی په دې اړه له امریکايي چارواکو سره منظمې اړيكې لري او یوه گډه کاري ډله یې هم جوړه کړې ، چې د توافق پرعملي کولو څارنه وکړي. د فډرالي خدماتو د ادارې رييس ویچیسلاوژېرکالي ژمنه كړې، چې: په توافق کې یوازې افغانستان ته د یادو شویو چورلكو استول نه، بلکې په هغو کې د بدليدو وړ تجهیزاتو د برابرولو او ترمیم شرط هم شامل دی. د دې هوكړې له مخې  افغانستان ته د دې روسي هیلیکوپټرو د دوهمې جوپې ورکول او د هغو د ترمیم لپاره د شرایطو برابرول هم په پام کې نیول شوي دي. د دې چورلكوو د صادروونكي شركت چارواكو ويلي، چې افغانستان ته د دې چورلكو د استولو کار به بشپړ شي او په دې برخه کې د امریکا او روسیې ترمنځ د نورو همکاریو امکانات هم شته.
Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

تازه خبرونه

د پاکستان په کورمه کې ۷ ورځني اوربند رامنځته شو

د منځګړي پلاوي غړی او د خیبر پښتونخوا ایالت ویاند محمد علي سیف رسنیو ته په خبرو کې ویلي؛ دواړو لوریو پر ۷ ورځني اوربند هوکړه کړې، چې په بهیر کې به یې د ښځو او ماشومانو هم په ګډون زندانیان خوشې او مړي هم تبادله شي.

Published

on

د خیبر پښتونخوا د کورمې په اړوند  سیمه کې شیعه او سني مذهبي ډلو د سیمه‌ییزو حکومتي ادارو او قومي مشرانو پر منځګړیتوب پر اووه ورځني اوربند هوکړه وکړه.

د منځګړي پلاوي غړی او د خیبر پښتونخوا ایالت ویاند محمد علي سیف رسنیو ته په خبرو کې ویلي؛ دواړو لوریو پر ۷ ورځني اوربند هوکړه کړې، چې په بهیر کې به یې د ښځو او ماشومانو هم په ګډون زندانیان خوشې او مړي هم تبادله شي.

ویل کیږي، چې دا جګړې پر مسافر وړونکیو موټرو د ناڅرګندو وسلوالو له برید وروسته پیل او په کې له ۶۷ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

ایران د جمعې پر ورځ په جنیوا کې له درې اروپایي هېوادونو سره خبرې کوي

د جاپان کیوډو خبري سرچینې د یکشنبې پر ورځ ( د لیندې څلورمه ) راپور ورکړې؛ ایران څو ورځې وروسته له هغې، چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د تهران پر ضد پرېکړه لیک تصویب کړ؛ نو ایران و پتېیله، چې د خپل اټومي پروګرام په اړه د لیندۍ پر نهمه / د نومبر پر نهه‌ویشتمه په جینوا کې له درې اروپایي هېوادونو سره خبرې وکړي.

Published

on

د جاپان خبري سرچینې په جنیوا کې له درې اروپایي قدرتونو سره د ایران له خبرو اترو خبر ورکړی دی.

د جاپان کیوډو خبري سرچینې د یکشنبې پر ورځ ( د لیندې څلورمه ) راپور ورکړې؛ ایران څو ورځې وروسته له هغې، چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د تهران پر ضد پرېکړه لیک تصویب کړ؛ نو ایران و پتېیله، چې د خپل اټومي پروګرام په اړه د لیندۍ پر نهمه / د نومبر پر نهه‌ویشتمه په جینوا کې له درې اروپایي هېوادونو سره خبرې وکړي.

ایران له دې پرېکړه لیک څو ورځې مخکې غبرګون وښود او د غني کولو لپاره یې د نورو سنټرفیوژونو د فعالولو اعلان وکړ.

د ایران یوه لوړ پوړي چارواکي د راتلونکې جمعې پر ورځ د دغې غونډې د ترسره کیدو له تائیدولو سره زیاته کړه: تهران تل پدې باور دی، چې اټومي مسئله باید د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي. ایران هیڅکله له خبرو اترو ‌‌ه نده کړې.

د جوبايډن د ولسمشرۍ پر مهال د ايران او امريکا ترمنځ د اټومي مسئلې په اړه په غير مستقيم ډول خبرې اترې شوې وې؛ خو دا خبرې تر اوسه کومې ځانګړې پايلې ته رسېدلې ندي.

په ۲۰۱۸ کال کې د ټرمپ ادارې له شپږ سترو قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال له اټومي هوکړې ووت او د ایران پر حکومت یې سخت بندیزونه ولګول، چې تهران یې په ځواب کې د دغه تړون د یورانیمو د غني کولو په ګډون د سنټرفیوژونو د شمېر د پراخولو له ځینو محدودیتونو سرغړونه وکړه.

په هرصورت، ټرمپ، د JCPOA د ویجاړونکي په توګه په سپتمبر کې د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي وه، چې مونږ باید یوې هوکړې ته ورسیږو؛ ځکه، چې پایلې یې د منلو وړ ندي او باید هوکړه وکړو.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د پاکستان په تازه مذهبي نښتو کې ۴۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی سیکرټر ندیم اسلم چوهدري ویلي؛ په قبایلي ضلع کې د وژنو وروستی پړاو د جمعې پر شپه هغه مهال پیل شو، چې وسلوالو د دې ولسوالۍ پر یوه کلي برید وکړ.

Published

on

د پاکستان د شمال لویدیځ په مذهبي تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی سیکرټر ندیم اسلم چوهدري ویلي؛ په قبایلي ضلع کې د وژنو وروستی پړاو د جمعې پر شپه هغه مهال پیل شو، چې وسلوالو د دې ولسوالۍ پر یوه کلي برید وکړ.

دغه ایالتي چارواکي زياته کړې: د تېرې شپې دا وژنه په پاراچنار سيمه کې د وسلوالو د بريد په غچ کې رامنځته شوې، چې له کبله يې لسګونه کسانو ته مرګ او ژوبله هم واوښته. په دغه ځوابي برید کې د پټرولو پمپ ته چاودنه هم ورکړ شوې، چې په کې عامه شتمنیو ته هم زیان اوښتی دی.

چوهدري ويلي؛ لوړ پوړي دولتي چارواکي به د دواړو غاړو له قومي مشرانو سره خبرې وکړي، چې روانې شخړې ورسره پای ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې پنجشنبې راپدېخوا ۵۸ کسان وژل شوي دي. تېره اوونۍ په پاړه چنار کې د شیعه‌ګانو پر یوه بس د برید له کبله د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۴۰ کسان وژل شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!