لوبی
د ۲۰ اوریز نړیوال جام د نیمه پایلوبې مهالوېش تائید شو
لومړۍ نیمه پایلوبه: افغانستان د سویلي افریقا پر وړاندې؛ چهارشنبه د جون شپږویشتمه (په سیمهییز وخت ۸:۳۰ بجې). دا لوبه به د پنجشنبې پر ورځ د کابل پر وخت د سهار پر ۵ بجو د برایان لارا کرکټ اکاډمۍ تروبا، ټرینیډاډ او ټوباګو کې پیل شي.
د افغانستان او سویلي افریقا تر منځ د سیالیو لومړۍ نیمه پایلوبه به په ټرینېډاډ او ټوباګو کې ترسره او هند او انګلینډ به له ګویانا څخه په دوهیمه ناک آوټ سیالۍ کې سره مخ شي.
د ۲۰ اوریز نړیوال جام د ناک آوټ پړاو لپاره نېټې، لوبډلې او ځایونه تائید شوې دي.
سویلي افریقا او افغانستان به د پنجشنبې پر ورځ د کابل پر وخت د سهار پر ۵ بجو د ټرینېډاډ او ټوباګو په برایان لارا کرکټ اکاډمۍ کې له افغانستان سره مخ شي.
افغانستان د سې شنبې پر سهار د اته غوره لوبډلو په وروستۍ لوبه کې د سنټ وینسنټ پر کوربتوب بنګله دیش ته ماتې ورکړه او د وروستيو څلور لوبډلو لوبو ته یې لار پیدا کړه.
افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې له ۱۱۵/۵ منډو جوړولو وروسته د باران له کبله د بنګله دېش لوبډلې ته په ۱۰۵ منډو ماتې ورکړه او د ۸ منډو پر توپیر یې بریا خپله کړه.
دوهیمه نیمه پایلوبه به په ګویانا کې ترسره شي او د شل اوریز نړیوال جام سیالیو اتله هند له انګلستان سره لوبه کوي.
هندوستان د دوشنبې پر ورځ له اسټرالیا سره پر زړهراکښونکې بریا نیمه پایلوبې ته ډاډمن شو.
د نیمه پایلوبې مهالوېش:
لومړۍ نیمه پایلوبه: افغانستان د سویلي افریقا پر وړاندې؛ چهارشنبه د جون شپږویشتمه (په سیمهییز وخت ۸:۳۰ بجې). دا لوبه به د پنجشنبې پر ورځ د کابل پر وخت د سهار پر ۵ بجو د برایان لارا کرکټ اکاډمۍ تروبا، ټرینیډاډ او ټوباګو کې پیل شي.
دوهیمه نیمه پایلوبه: هند د انګلستان پر وړاندې، پنجشنبه د جون اووه ویشتمه (د سهار ۱۰:۳۰ بجې) د ګویانا ملي لوبغالی.
د افغانستان مینهوال کولی شي، چې د پنجشنبې پر ورځ د کابل پر وخت د مازدیګر پر ۴:۳۰ بجو دغه لوبه پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.
اړوند خبرونه:
افغانستان بنګله دېش ته پر ماتې ورکولو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه