تازه خبرونه

د کندهار له مرکزي زندان څخه د ۳ بندیانو د تېښتي مخه ونیول شوه

محب الله ګرمسیري زیاته کړې؛ د زندان هغه ساتونکي، چې د دې تېښتي مخه نیولې؛ نغدي جایزه ورکړ شوه او د نورو همکاریو ترڅنګ نورو ساتونکیو ته هم پر زندان د ښې پاملرني او خوندي امنیت رامنځته کولو لپاره ځانګړي لارښووني وشوې.

Published

on

(Last Updated On: )

د کندهار د رسنیو مقام د دې ولایت د مرکزي زندان د رییس محب الله ګرمسیري د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ درې بندیانو غوښتل، چي له مرکزي زندان څخه وتښتي؛ خو د زندان امنیتي ساتونکي یې مخه ونیوله.

محب الله ګرمسیري زیاته کړې؛ د زندان هغه ساتونکي، چې د دې تېښتي مخه نیولې؛ نغدي جایزه ورکړ شوه او د نورو همکاریو ترڅنګ نورو ساتونکیو ته هم پر زندان د ښې پاملرني او خوندي امنیت رامنځته کولو لپاره ځانګړي لارښووني وشوې.

دغه راز د نوموړي د څرګندونو له مخې: دوه پایوازانو، چي غوښتل یې یوه اندازه نشه‌يي توکي او یو میل قلم ډوله تومانچه زندان ته دننه کړي هم کشف او ونیول شوه.

ویل کیږي، چې په دې پلټنه کې د دې وسلې لېږدوونکي هم نیول شوي او دوسیې یې د بشپړو څېړنو لپاره اړوند ادارې ته وسپارل شوې.

Trending

Exit mobile version