تازه خبرونه

د ښځو له بشپړې ونډې پرته افغانان موخې ته رسېدلی نشي – کاناډا

ټاکل شوې د دې غونډې په درېیمه ورځ د ملګرو ملتونو، مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د فعالانو د استازو ترمنځ غونډه جوړه شي؛ خو د ښځو غوښتنه دا ده، چې باید په اساسي غونډو کې یې ګډون کړی وای.

Published

on

(Last Updated On: )

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د دوحې په درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت له غړیو پرته نورو افغانانو ته د بلنې په نه ورکولو خواشیني څرګنده کړې ده.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د دوحې په بهیر کې د افغان ښځو بشپړ، مساوي او معنا لرونکي ګډون نه یوازې یوه کلیدي اجنډا ده، بلکې د یوه سوله‌ییز، باثباته او ټولګډونه افغانستان د ترلاسه کولو لپاره هم بنسټیز اړخ لري.

د دوی په باور د دوحې په درېیمه ناسته کې د مدني ټولنو او میرمنو نه ګډون بېلا بېل غبرګونونه درلودلي دي.

د کاناډا بهرنیو چارو وزارت وايي، چې له اسلامي امارت څخه پرته د نورو افغانانو نه بلنه د خواشینۍ وړ ده.

د دوی په خبرپاڼه کې راغلي: کاناډا په ژوره توګه خواشینې ده، چې ملګرو ملتونو د دوحې په مهمو غونډو کې د ښځو د مدافعینو، مذهبي او توکمیزو لږکیو او د بشري حقونو د ډلو په ګډون غیر طالب افغانان له ګډون څخه ایستلي دي. غونډه نه یوازې دا، چې سوله او امنیت د ښځو د اجنډا لپاره یو بنسټیز اصل دی، بلکې دا د یوه سوله‌ییز، باثباته او ټولګډونه افغانستان د لاسته راوړلو لپاره هم حیاتي ده، چې د ښځو له ګډون پرته هیڅ یو هدف ته رسیدل ممکن ندي.

ټاکل شوې د دې غونډې په درېیمه ورځ د ملګرو ملتونو، مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د فعالانو د استازو ترمنځ غونډه جوړه شي؛ خو د ښځو غوښتنه دا ده، چې باید په اساسي غونډو کې یې ګډون کړی وای.

د دوحې د دریمې غونډې په پرانستونکې ناسته کې یو شمېر ګډونوالو هم د ښځو د بشري حقونو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې، چې د اسلامي امارت د مذاکره کوونکي پلاوي مشر یې په ځواب کې ویلي، د دوی اندېښنې د درک وړ دی؛ خو دا موضوع په کور دننه د حل وړ ده.

د دوحې غونډې ته د اسلامي امارت د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد ويلي، دوی د هېوادونو اندېښنې درک کوي او د حل په لټه کې يې دی؛ خو د اختلافاتو په بيه نه.

ملګري ملتونه وايي، د دوحې خبرې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام یوه پروسه ده. دا به معلومه شي، چې آیا په راتلونکې غونډه کې به ښځې د پام وړ شتون ولري او که نه؟

اړوند خبرونه:

 د دوحې د غونډې استازي دې د ننګونو په حل کې مرسته وکړي – ذبیح الله مجاهد

ملګري ملتونه په افغانستان کې د ښځو له بشري حقونو څخه سرغړونه ارزوي

Trending

Exit mobile version