تازه خبرونه

د ښځو د حقونو په اړه د م.م وروستی راپور د ذهنونو د خرابولو یوه بله هڅه ده

فرحان الحق د دې ټولنې په مرکزي دفتر کې یو خبري ناستې ته ویلي، چې ملګري ملتونه د دوحې په غونډه کې د افغانستان له واکمنو سره د افغانستان د قانوني او رسمي حکومت په توګه چلند نه‌کوي.

Published

on

(Last Updated On: )

اسلامي امارت په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي استازي ریچارډ بینټ وروستی راپور د دوحې د غونډې په څنډه کې د ذهنونو د خرابولو یوه کرکجنه هڅه یاده کړې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې په ملګرو ملتونو کې ځینې عُقدیي کسان تل هڅه کوي، چې د افغانستان ناسم انځور نړۍ ته وړاندې کړي او ستر پرمختګونه د محدودو مسایلو تر شعاع لاندې راولي.

په خبرپاڼه کې بیا هم ټینګار شوی، چې د افغانستان اسلامي امارت په ملګرو ملتونو کې د ځینو هېوادونو د ملاتړي دریځ ستاینه کوي او حقیقت دا دی، چې له اسلامي امارت سره باید مثبت او رغنده تعامل ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال په افغانستان کې جنسیتي تبعیض یوه اساسي ستونزه وبلله او د افغان ښځو حقونو ته یې د درناوي غوښتنه وکړه.

فرحان الحق د دې ټولنې په مرکزي دفتر کې یو خبري ناستې ته ویلي، چې ملګري ملتونه د دوحې په غونډه کې د افغانستان له واکمنو سره د افغانستان د قانوني او رسمي حکومت په توګه چلند نه‌کوي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بنیټ د دې ټولنې د بشري حقونو د شورا په شپږپنځوسمه غونډه کې خبرداری ورکړی و، چې د اسلامي امارت تر واک لاندې د افغان ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی پیاوړی او پراخ شوی دی.

 

ورته خبرونه: 

 

په افغانستان کې د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي

 

اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره خپلې ژمنې پوره کړې ندي – مارټین ګریفیټس

Trending

Exit mobile version