تازه خبرونه
د چین او ترکمنستان چارواکو د سیمې د بهرنیو چارو وزیرانو پر راتلونکې غونډه خبرې وکړې
د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د ترکمنستان او چین د اړیکو پر وضعیت او د دغو اړیکو د پراختیا په اړه هم خبرې وکړې.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یاو ژیائوونګ د ترکمنستان د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر احمد قربانوف سره وکتل او دواړو لوریو د افغانستان له ګاونډ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د راتلونکې غونډې په اړه خبرې وکړې.
د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د ترکمنستان او چین د اړیکو پر وضعیت او د دغو اړیکو د پراختیا په اړه هم خبرې وکړې.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ټینګار کړی، چې ترکمنستان په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت لپاره څو اړخیز نړیوال پلاتفورمونه د ګاونډ هېواد د ټولنیز- اقتصادي وضعیت د دوامدارې ودې د هڅولو لپاره مهم عامل ګڼلي.
دواړو لوریو ټینګار کړی، چې ترکمنستان او چین به د دوستۍ او ښه ګاونډیتوب پر اصولو ولاړ وي او د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښهوالي په برخه کې به خپل بشپړ ملاتړ روان ساتي.
د يادونې ده، چې د افغانستان د ګاونډ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو پېنځمه ناسته به د ترکمنستان پر کوربتوب په روان کال کې ترسره شي.