تازه خبرونه
د پاکستان دفاع وزیر د افغانستان پروړاندې د بریدونو ګواښ وکړ
د اسلامي امارت ویاند دبیح الله مجاهد ویلي، چې ټيټيپي د پاکستان داخلي مسله ده او اسلامآباد باید دا ستونزه له افغانستان سره ونهتړي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، اسلامآباد به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د نویو پوځي عملیاتو د یوې برخې په توګه پر افغانستان خپل بریدونه روان وساتي.
له بي بي سي سره په یوه مرکه کې اصف ویلي؛ پاکستان هغه ډلې پر نښه کوي، چې پاکستان پرې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو د بریدونو تور پورې کوي.
اسلامآباد په تېرو وختونو کې افغانستان د ټيټيپي په څېر ډلو ته پر پناه ورکولو تورن کړی؛ خو د افغانستان اسلامي امارت پر ځلونو ویلي: هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي، چې له افغانستان څخه د بل هېواد امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
اصف بي بي سي ته دا هم ویلي؛ دا سمه ده، چې مونږ په افغانستان کې عملیات کړي او بیا به یې هم ترسره وکړو. مونږ یې پر کیک او خوږو خدمت نهکوو؛ مونږ به پرې ځوابي برید وکړو.
سربېره پردې هغه ویلي، چې پاکستان اسلامي امارت ته د احتمالي بریدونو خبرداری ندی ورکړی. دا کار د حیرانوونکي ناڅاپي برید عنصر له منځه وړي. ولې موږ هغوی ته ووایو: چمتو شئ، چې مونږ راځو؟
اصف زیاته کړې، چې اسلامي امارت د اسلام آباد له غوښتنو سره-سره د TTP پر وړاندې اقدام کولو کې زړه نازړه دی.
اسلامي امارت د پاکستان بریدونه د خپل هېواد پر ملي حاکمیت تېری او بې مسوولیته څرګندونې بولي..
د اسلامي امارت ویاند دبیح الله مجاهد ویلي، چې ټيټيپي د پاکستان داخلي مسله ده او اسلامآباد باید دا ستونزه له افغانستان سره ونهتړي.
ذبیح الله مجاهد د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې د دواړو هېوادونو د اړیکو او وضعیت د خرابېدو لامل بولي.
ویل کیږي، چې پاکستان په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي او بریدونو د مخنیوي لپاره د پوځي عملیاتو په اړه د ولس له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
اړوند خبرونه:
په پکتیکا او خوست کې د پاکستان هوایي بریدونه پر افغان خاورې ښکاره تېری دی – مجاهد
امریکا په افغانستان کې له هوايي بریدونو وروسته له پاکستان څخه د زغم غوښتنه وګړه