تازه خبرونه

د ویانا د ناستې ګډونوال سرګردانه خلک دي – ذاکر جلالي

د دې غونډې ځینو ګډونوالو د حل یوازنۍ لار د بین الافغاني خبرو او مذاکراتو د بیا پیلولو لپاره دا یوه وروستۍ هڅه یاده کړې ده.

Published

on

(Last Updated On: )

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي په اتریش کې د اسلامي امارت د مخالفانو د ناستې د ترسره کېدا په غبرګون کې ويلي؛ هغه خلک، چې له طرحې او ولسي ملاتړ پرته یې سترګې د بهرنیانو ملاتړ ته نیولي؛ له ناکامۍ سره مخ دي.

د بهرنيو چارو وزارت درېيم سياسي مشر ذاکر جلالي پرته له دې، چې د کوم ځانګړي کس نوم واخلي وايي: هیڅوک پر ازمویل شويو ناکامو څېرو پانګونې ته چمتو ندي او هغو، چې له طرحې او د خپلو خلکو له ملاتړ پرته یې د بهرنیانو ملاتړ ته سترګې نیولي؛ ماته یې خوړلې ده.

نوموړي په ایکس پاڼه کې د ویانا غونډې کډونوالو ته د سرګردانې ډلې خطاب کړی دی.

د بهرني چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي ویلي: هغوی، چې نه خپله طرحه لري او نه هم ولسي ملاتړ او نه هم له نړیوال سیاست څخه کوم درک لري؛ سره له دې یې بیا هم سترګې د بهرنیانو ملاتړ ته نیولي، ماته یې خوړلې ده. دغه سرګردانه ډله نه پوهیږي، چې د سیاست په بازار کې کوم خریدار نلري  او هیڅوک حاضر ندي، چې پدې ازمویل شویو څېرو حساب وکړي.

د ویانا غونډه پرون په اتریش کې د اسلامي امارت د مخالفانو او مدني څېرو په ګډون جوړه شوې وه.

د دې غونډې ځینو ګډونوالو د حل یوازنۍ لار د بین الافغاني خبرو او مذاکراتو د بیا پیلولو لپاره دا یوه وروستۍ هڅه یاده کړې ده.

دا غونډه د دوحې د درېیمې ناستې په څنډه کې، چې د ملګرو ملتونو پر کوربتوب به جوړه شي؛ د ۷۰ سیاسي او مدني څیرو له‌خوا د یوه ولسواک افغانستان لپاره د ویانا کنفرانس تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.

اړوند خبرونه:

د موجوده نظام په ساتلو کې باید بې پروايي ونه‌شي

هیڅوک د اسلامي امارت د سقوط په لټه کې نه‌دي – ملګري ملتونه

 

Trending

Exit mobile version