تازه خبرونه
د وري په میاشت کې له زر ډېر ولسي وګړیو او پوځيانو ته مرګ و ژوبلې اوښتي
په وري یا حمل میاشت کې له زرو ډيرو پوځیانو او ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د اریانا نیوز موندنې ښيي چې د حمل په میاشت کې څلور سوو دوه شپیتو ملکیانواو پنځه سوه پنځه اویا پوځيانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د اریانا نیوز موندنې ښيي چې په وري میاشت کې ځانمرګي بریدونه کم شوي خو چاودنې په بیساري توګه ډيرې شوي دي. امنیتي بنسټونه هم مني چې جګړه سخته شوې؛ خو ټينګار کوي چې په دغه جګړه کې یې وسلوالو مخالفینو ته ډيره مرګژوبله اړولې ده.
یوازې د وري په میاشت کې دري سوه نهه څلويښت افغان سرتیري د وسلوالو طالبانو په بریدونو او چاودونو کې وژل شوي او دوه سوه دوه څلوېښت نور ټپیان شوي دي.
د حمل په تیره میاشت کې د ملکیانو مژکژوبله هم لوړه وه. په دغه میاشت کې یو سلو دوه ولسي وګړي په افغان سرتیرو او وسلوالو طالبانو په جګړو کې او ماین په چاودنو کې وژل شوي او درې سوه شپیته نور چې ماشومان او ښځې هم پکې دي، تپیان شوي دي.
په دې هکله آریانا نیوز ته د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نصرت رحیمي و وېل: “موږ په دې وروسیتو کې د ملي دفاع وزارت سره او د کشف او اسخباراتو سره او د هغوی له ځواکونو سره په ګډه د دښمن پر وړاندې په کلکه درېدلي یو په دوي مو تهاجمي او تعارضي عملیات زیات شوي دي البته د افغانستان په ګوټ ګوټ کې چې ښې پایلې یې لرلي دي“
همدا راز د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیالزبیر عارف و وېل: “د سولې خبرې روانې دي، دښمن کوښښ کوي چې د جګړې له لارې امتیاز تر لاسه کړي، دوی هڅه کوله چې ډېری ولسوالي تر خپلې ولکې لاندې راولي؛ اما د دفاعي او امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره سره په لوړه کچه له تلفاتو وروسته په شاه وتمبول شول“
دغه راز د حمل په میاشت کې د جګړو په ترڅ کې د د باغیس بالامرغاب او د بدخشان ارغجخواه ولسوالۍ هم د ښکیلو خوا تر منځ لاس په لاس شوې. یو شمیر پوځي کارپوهان وايي چې حکومت باید د پوځي او ولسي تلفاتو د مخنیوي لپاره جدي تدبیرونه ونیسي.
د وري په میاشت د نړیوالو سرتیرو لپاره هم مرګونې وه. په دغه میاشت کې پنځه امریکايي سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. جګړې او وژنو په داسې حال کې زور اخیستی چې د سولې لپاره هم هڅې روانې دي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
نړۍ23 hours ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ