تازه خبرونه
د نړۍ جي ۷ هېوادونو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولوغوښتنه وکړه
د نړۍ د اووه ځواکمنو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د هدفي وژنو او بریدونو د درولو غوښتنه کړې.
په بریټانیا کې د جې اووه ډلې د افغان سولې بهیر، سیاسي هوکړې او د استانبول ناستې د جوړېدو لپاره د هڅو له ملاتړ څرګند کړی دی
د جي اووه ډلې غړیو د دوحې خبرو د دوام ملاتړ کړی او د استانبول ناستې د ژر جوړېدو غوښتنه یې کړې ده.
د جي ـ۷ هېوادونو په اعلامیه کې راغلي: یو تلپاتی سیاسي جورجاړی، سولې ته د رسېدو یوازنۍ لار ده او د ټولو افغانانو په ګټه ده. مونږ په دوحه او استانبول کې د سولې د لوړې کچې د خبرو له دوام ملاتړ کوو. مهمه ده، چې د سیمې هېوادونه د سولې له هڅو ملاتړ روان وساتي.
د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال جاوېد لودین ویلي: د سیمې هېوادونه په څرګند ډول ګډې ګټې لري؛ خو اوس یې هم د سولې بهیر په تړاو اجماع ماتېدونکې ده او امریکا باید د سیمه ییزې اجماع لپاره له خپل نفوذه کار واخلي.
د جې اووه ډلې په اعلامیه کې ویل شوي، چې د جګړې ښکېل لوري دې له وژنو او تاوتریخوالي لاس واخلي او د خبریالانو، ښځو او د بشري حقونو د فعالانو وژنه باید ودریږي؛ ځکه، چې سولې ته د رسېدو لپاره یو هر اړخیز اوربند ته زمینه برابره شي.
کارپوهان هم د هېواد د سیاسي حالت په تړاو په اوس وخت کې د نړیوالې ټولنې رول مهم بولي.
د ملګرو ملتونو پخوانی سلاکار بارنت روبین وایي: اوس امریکا پر دې کار کوي، چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي؛ خو له دې هېواده به ډیپلوماتیک ملاتړ هم روان وي. اوس د افغانستان ټولنې ډېر بدلون کړی او له نړیوالې ټولنې سره نښلول شوې او دا به د سیاسي حالت په بدلون کې ډېر مهم رول ولوبوي.
د امریکا د دفاع پخواني وزیر رابرت ګیټس ویلي، چې د افغانستان جګړه به د بهرنیو ځواکونو له وتو سره د رضایت وړ پای ونلري.
نوموړی زیاتوي: د دفاع وزیر آسټین او د لوی درسیتز له وړاندیز سره موافق یم، چې دوه سوه پنځوس کسیزه وړه ډله په افغانستان کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره پاتې شي؛ خو حقیقت دا دی، چې طالبان به بیا هم وکړای شي د هرې ورځې په تېرېدو ډېرې ساحې ونیسي.
د بهرنیو ځواکونو د وتو بهیر له یوې اوونۍ را پدیخوا پیل شوی او تر اوسه د بهرنیو ځواکونو څو اډې افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي؛ خو بلخوا ویل کیږي، چې په څه باندې ۲۱ ولایتونو کې جګړې؛ ځکه سختې شوي، چې طالبانو امریکایان د دوحې له تړونه پر سرغړونه تورن کړي دي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ