Connect with us

تازه خبرونه

د ننگرهار شاهي ماڼۍ د غصب تر گواښ لاندې ده

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

قصرپه ننگرهار کې له پارکونو، جوماتونو، ښوونځیو او دښتو وروسته اوس شاهي ماڼۍ د غصب له گواښ سره مخ ده.

د شاهي ماڼۍ ترڅنگ دولتي ځمکه، چې په کې تازه ودانيزې چارې پيل شوي؛ چارواکي یې ننداره کوي.

د ننگرهار ولایتي شورا غړی ذبیح الله زمری وايي، د سلیم خان کندوزی له راتگ سره د دولتي ځمکو غصب، په اداروکې فساد او ناامنۍ ډېرې شوي، چې له کبله یې خلک له حکومت څخه سخت خواشيني دي.

ځايي استوگن بیا وايي، په غصب کې تردېره ولسي استازي لاس لري او همدوی دي، چې ناقانونه لاس وهنې کوي.

يوه ميرمن، چې ځان جمیله بولي، وايي كور يې غصب شوى او ولایتي شورا ته په شکایت راغلې ده.

هغه زیاتوي، د شورا د یو شمېراستازیو په همکارۍ یو زورواکي مې کورغصب کړی. که څه هم د کورټول اسناد لرم؛ خو هیڅوک یې عږ نه اوري.

دا زیاتوي، که کور یې حکومت له غصبه خلاص نه کړي؛ ځان ته به اور ورته کړي.

د ولایتي شورا منشي د ولايتي شورا د ځینو غړیو له خوا غصب نه ردوي؛ خو وايي د هغو غړیو پرضد له حکومت سره دریږي، چې غصب او په حکومتي چارو کې ناسمې لاسوهنې کوي.

د ننگرهاروالي سلیم خان کندوزی   یادې ستونزې نه ردوي؛ خو په ډاگه کوي، چې ترخپله وسه یې اقدامات کړي.

هغه په دې اړه د ولایتي شورا دا څرگندونې ستايي؛ خو ترې د بشپړې همکارۍ هیله کوي.

د رسمي شمېرو له مخې په ننگرهارکې له سل زره جریبو ډېره ځمکه غصب شوې او دا لړۍ اوس هم روانه ده؛ خو تر اوسه هيڅ غصبوونكى د قانون منگولو ته نه دى سپارل شوى.

خبریال: رحمت الله زیارمل.  

 

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!