سوداگري
د مسو عینک کان د پروژې پیل له ستونزو سره مخ دی – چینايي شرکت
د غبرګولي پر ۳۱ نېټه د د لوګر ولایت د مسو عینک کان کېندونکي چینايي شرکت “MJAM” د دې کان تر څېرمه پرتو ۳۰۰ اړمنو کورنیو ته د مرستو د وېش پروګرام پر مهال ویلي؛ د مسو عینک کان د استخراج پروژې چارې د یو لړ ستونزو له کبله پیل شوې نهدي، چې اسلامي امارت یې باید حل کړي.
د دغه شرکت مرستیال جان جې کای ويلي، ځینې ستونزې لکه د مسو عینک کان د شاوخوا ځمکو استملاک د دې پروژې د کار د نهپیل پر وړاندې ستر خنډ دی، چې شرکت یې په یوازې ځان حل کولی نهشي.
نوموړي زیاته کړې، چې د مسو عینک کان قرارداد دې بیا وکتل شي او اسلامي امارت باید پر تعدیلاتو له دغه شرکت سره خبرې وکړي.
جان جې کای ټینګار کړی: هیله من یوو، چې اسلامي امارت او شرکت د خبرو له لارې ګډ ټکي پیدا کړي؛ اختلافات له منځه یوسي او له حل کولو سره یې د سیمې د خلکو پر ګټه د پروژې ودانیزې چارې پیل کړو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي مرستیال عتيق الله عزيزي په دغه پروګرام کې ويلي، چې دوى د مسوعينک کان د لرغونو اثارو د لېږدونې او پاتې شونو د خوندي کولو طرحه جوړه کړې ده.
هغه زیاته کړې: مونږ د اړوند سیمې د لرغونو اثارو د لېږد او پیاوړتیا لپاره له یوه شرکت سره د همغږۍ په حال کې یوو او هڅه کوو، چې د دغې پروژې عملي کار پیل کړو.
د کانونو او پترولیم وزارت استازي شکرالله ويلي؛ وزارت هڅه کوي، چې د مسو عینک کان عملي کار پیل شي.
نوموړی وایي، چې دا وزارت د دغې پروژې په اړه د شته اختلافاتو د حل لپاره له چینايي شرکت “MJAM” سره خبرې روانې ساتلي دي.
د کانونو او پترولیم وزارت استازی ټینګار کوي: دا وزارت د دغې پروژې په اړه د اختلافاتو د حل لپاره خبرې اترې کوي او هڅه کوو، چې د دې کان د استخراج عملي چارې پیل شي.
چینایي شرکت “MJAM” د ۱۳۸۷ لمریز لېږدیز کال په غویی میاشت کې د مسو عینک کان قرارداد ترلاسه کړ؛ خو له هغه وخت راپدیخوا د امنیتي ستونزو او د کانونو په سیمه کې د لرغونو اثارو د شتون له کبله یې د کان کیندنې څخه ډډه کړې ده.