Connect with us

تازه خبرونه

د ماشومانو د دماغ پر وده او پراختیا د یوې ۷ کلنې نجلۍ وینا، رسنیزه شوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: زمری ۱۷, ۱۴۰۰)

په ټډ ټاک پروژه کې د یوې اووه کلنې آسټرالیایي نجلۍ بې سارې وینا، چې ټاکل شوې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ماشومانو د دماغي ودې او پراختیا په اړه د پالونکیو او والدینو د روزنې لیدلوری بدل کړي؛ رسنیزه شوې ده.

په دې وینا کې ځوانانو ته سپارښتنه شوې، چې له ماشومانو سره څه راز چلند وکړي.

د نړۍ په تاریخ کې پر لومړي ځل یوې آسټرالیایي اووه کلنې نجلۍ مولي رایټ د ماشومانو د روزنې او پالنې د سپارښتنو په اړه مور او پلار او پالونکیو ته بې سارې وینا وکړه.

د سترو نندارتونونو او فلمی تولیداتو مشر مایکل ګریسي په دې اړه ویلي؛ دې اووه کلنې ماشومې د ژوند بدلولو ساده لار ښیي، چې مونږ ټول یې د ماشومانو په وده کې د مرسته کولو لپاره کارولی شو.

د افغانستان په روغتیایي مرکزونو کې به د مولي وینا د بیات بنیاد لخوا میندو او پلرونو ته تشریح شي.

په آسټرالیا کې دا څرګندونې د رامسي روغتیایي مرکز لخوا په ډاګه کیږي.

د مینډرو فونډیشن مشرې نیکولا فارسټ ویلي: دغه پروژه ماشومانو ته ډاډ ورکوي، چې په هره سیمه کې زېږېدلي وي؛ د پرمختګ مساوي حقونه  لري.

فارسټ په دې زیاته کړې؛ مونږ باور لرو، چې هر ماشوم کولی شي او باید وکولی شي.

ساینس پوهان وايي، چې د ماشوم د دماغ حجم تر پېنځه کلنۍ پورې ۹۰ سلنه وده کوي.

د مینډرو فاونډیشن مشرې زیاته کې: مولي دغه نړیوال حقیقت په خورا غوره لارښوونه لېږدوي. دا د ماشوم د نن او راتلونکي ژوندانه د بدلون لپاره یو ډېر اړین پړاو دی.

په دې اړه هغې زیاته کړې؛ مونږ غواړو له والدینو سره د ماشومانو په بریالي کېدو او پوهېدنې کې مرسته وکړو.

د ټډتاک پروژې مشر ویلي، چې د مولي پیغام به په ټوله نړۍ کې خپور شي.

هغه په دې اړه ویلي: زه په رښتیا دا وینا خوښوم؛ دا یو لړ اندونه دي، چې له هرې خوا راټول شوي او یوې ماشومې پرې هر اړخیزه وینا کړې ده. حیرانوونکې ده او ډېر لیدونکي به راجلب کړي.

د لومړنۍ آزموینې له مخې؛ د والدینو، پالونکیو، روغتیايي څانګوالو، په آسترالیا کې د ماشومانو د روغتیايي څانګې مشر پروفیسور دزیره سلوا، د بیات بنسټ مشرې مریم بیات او اجرائیه مشر جاسټین ګراهام

(M&C Saatchi AUNZ)  هم خپل مثبت نظریات ورکړل.

نیکولا فورست څرګنده کړې؛ د مولي خبرې  پر لوبو کولو، وینا کولو، روغتیایي کور او ټولنې راڅرخېدلي ، چې د ماشومتوب په لومړیو پېنځه کلونو کې باید ترسره شي. د نوموړي پر اند دا هر څه د دماغ پر ودې او د ماشومانو پر ژوند اغېزه لري.

دغه راز زیاتوي؛ دا معلومات نه یوازې والدینو او پالونکیو ته، بلکې د نړۍ مشرانو ته هم  وړاندې کیږي.

په آسټرالیا کې د ماشومانو د روغتیایي مرکز مشر پروفیسوره دزیره سلوا ویلي؛ مونږ فرصت لرو، چې دا فلم د زیږنتون د برخې ناروغانو ته وړاندې کړو او دا به ښه وي که د والدینو مرکز ترې برخمن شي.

دزیرا سلوا زیاته کړې: له پېنځه کلنو ماشومانو سره د لوبو او چلند څرنګوالی د هغو د دماغ د ودې او ژوندانه  لپاره ډېر اړین دی.

سلوا وایي، چې والدین دغه ویډیو زړه راکښونکې او ښوونیزه بولي.

هغې ویلي؛ د مولي وینا کولی شي په نړیواله کچه د ماشومانو روغتیایي وړتیا لوړه او پراخه کړي.

د بیات بنیاد مشرې مریم بیات په ډاګه کړې: بیات بنیاد د خپل کار له پیله د میندو او ماشومانو روغتیا ته پاملرنه کړې او د ماشومتوب پېر او پړاو ته یې لومړیتوب ورکړی دی. په افغانستان کې به له مینډرو بنسټ سره د مولي د وینا په اړه، چې ښوونیز او روزنیز اړخونه لري؛ همکاري رامنځته کړې، چې دا یو ځانګړی امتیاز او په هېواد کې یوه اړینه اړتیا ده.

مریم بیات زیاته کړې: د ژوندانه په لومړنیو کلونو کې د مور او ماشوم د مثبت او دوه اړخیزه عمل په اړه د مولي د خبرو اترو او اړینو درسونو وړاندې کول؛ د افغانستان له میندو، پلرونو او کورنیو سره په انتقادي فکر، ولولیزې پوهې او د ستونزې د حل مهارتونو رامنځته کولو کې مرسته کوي.

مریم بیات ويلي، چې د مولي دا وینا به په افغانستان کې د زرګونه ماشومانو د ودې او پراختیا لپاره ډېره ګتوره شي.

هغه وایي: مونږ ډاډه یو، چې په افغانستان کې به د مولي دغه وینا په زرګونه افغان مولي راپیدا کړي؛ دوی به تکړه، ډاډمن، زړه سوانده، مثبت او د ولولو له مخې د هېواد راتلونکي ډاکټران، پروفیسران، حقوقدانان، مشران او د افغانستان یوه ستره زیرمه شي، چې د افغان ـ آسترالیا  په زړه پورې خیریه اغېزې به رامنځته کړي. د دې وینا له برکته زمونږ ماشومان کولی شي په نږدې او منځنۍ موده کې پر ننګونو بریالي شي.

اجرائیوي مشر جوسټین ګراهام (M&C Saatchi AUNZ) ویلي؛ زه ویاړم، چې په آسترالیا کې د مادرینو له بریالي شرکت سره همکار یم.

هغه په دې اړه ویلي؛ مادرینو یوه ټولنه ده، چې نړیوال بدلون رامنځته کوي او مونږ خوښ یو، چې ورسره ونډه واخلو او د تخلیقي فکر کولو له لارې به مو خوبونه رښتیني او پلي شي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!