تازه خبرونه

د ظاهر شاه مرسدس بنس د امریکا په موټر نندارتون کې تر ټولو لوړه جایزه وګټله

Published

on

(Last Updated On: )

د امریکا پبل‌ بیچ کانکورز دالیګانس نندارتون څرګنده کړې، چې د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه مرسدس بنس د سږني کال د پخوانیو موټرو په نندارتون کې تر ټولو لوړه جایزه وګټله.

دې نندارتون د یکشنبې پر ورځ (د اسد پر ۲۹ ) په خپره کړې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په نړۍ کې د ۱۹۳۷ ز. کال مرسدس بنس ۵۴۰ – K سپیشل رود ستار موټر یوازې درې بېلګې پاتې دي.

د موټر ځانګړې مجلې کارسکوپس په خپل راپور کې ویلي، چې دا موټر د ۱۹۳۷ ز. کال په سپتمبر کې د افغانستان د پخواني پاچا لاس ته ورغی او بیا هغه دغه موټر پر ۱۹۵۰ ز. کال خپل بریتانیایي میشتي زوم ته ډالۍ کړ.

د دغه راپور پر بنسټ په ۱۹۵۳ ز. کال کې د ظاهر شاه مرسدس بنس یوه امریکايي کلکسیونر واخیست، چې له هغه وروسته پېنځه ځلې پېر او پلور ته وړاندې شوی دی.

د دې موټر اوسنی څښتن یو امریکایي کلکسیونر جیم پترسن دی، چې تېر کال یې په ۹.۹ میلیون دالرو اخیستی دی.

پبل‌ بیچ کانکورز دالیګانس د پخوانیو موټرو نندارتون دی، چې په ځانګړي توګه له نړیوالې جګړې څخه د مخکې پېر موټر راټولوي او له ۱۹۵۰ ز. کال راپدیخوا هر کال په کالیفورنیا کې ترسره کیږي.

محمد ظاهر شاه د ۱۹۳۳ او ۱۹۷۳ کلونو ترمنځ د افغانستان ټولواک و.

Trending

Exit mobile version