بی بی سی پښتو
د طالبانو واکمنۍ کې ژوند – “نارینه محرم دې چېرې دی؟”
کابل کې د تلاشۍ یوه پوسته کې طالب وسلوال له یوې ځوانې مېرمنې پوښتنه کوي چې نارینه محرم یې چېرې دی. دا مېرمن د یوه ښاري ټکسي د شا سیټ کې سفر کوي. پر ټکسي هم د طالبان بیرغ لګېدلی.
طالب وسلوال مېرمنې ته وایي چې مېړه ته دې زنګ ووهه. مېرمن ورته وایي چې تیلیفون یې ورسره نشته.
طالب وسلوال دا مېرمن یو بل ټکسي ته سپاري. موټروان ته وایي، کور ته یې بوځه او له مېړه سره یې یو ځای بېرته دلته راوله.
همداسې کېږي. لږ وروسته مېرمن له خپل مېړه سره د تلاشۍ هماغې پوستې ته راځي او ستونزه حل کېږي.
که د کابل ښار ظاهري بڼه وګورئ نو هر څه عادي ښکاري، ژوند روان دی، بازارونو او هټۍ پرانیستې دي او خلک ګرځي.
خو حقیقت دا دی چې دې ښار کې ژوند بدل شوی. اوس کابل د طالبانو د اعلامیو پر بنسټ اداره کېږي، او طالب وسلوال یې لارو کوڅو کې ښکاري.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې وړاندې خپلو وسلوالو ته وویل، له خلکو سره باید نرم چلن وکړي، ځکه افغانان ډېر زیات کړېدلي دي.
خلک خپله هم پوهېږي چې د طالبانو دویمه واکمنۍ کې باید څه وکړي او څه ونکړي.
پر کابل د دې ډلې حیرانوونکې ولکې سره سم ځینو نارینه و ږیره وساتله، مېرمنو تور ټکري پر سر کړل او اوږده کمیسونه یې واغوستل.
اوسمهال کابل کې وضعیت داسې دی چې د هېڅه په اړه اټکل نشي کېدلی، او یو ډول د ناکرارۍ فضا حاکمه ده.
خوبونه مې نیمګړي پاتې شول
پر موبایل او کمپیوټر مې هره شېبه د افغانانو او نورو خلکو سلګونه پیغامونه راځي. ډېری افغانان رانه نن سبا مشوره غواړي. راته لیکي، "اوس موږ باید څه وکړو؟".
په کابل کې مېشت بې شمېره کسان له دې ښاره د وتلو په چاره کې مرسته غواړي. دوی ملامت هم نه دي. مریم رجایي د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې د ښخینه څارنوالانو روزونکي وه.
د اګست پر پنځلسمه، یعنی د طالبانو د راتګ پر ورځ هم کابل کې په یوه ورکشاپ کې بوخته وه.
خپلو زدکوونکو ته یې د ورپېښ خطر په اړه وویل. هغوی ټینګار درلود چې باید مېرمنې خپلو دندو ته دوام ورکړي.
خو داسې ونشول. مریم له هماغې ورځې راهیسې له خپلو دوو ماشومانو او کورنۍ سره یو ځای په تېښته ده. کله یو کور کې پناه اخلي او کله بل ځای.
درې کلنه لور یې نیلوفر د کوټې په کونج کې خپلو لوبتوکو سره بوخت ده. سره له اوسه وایي، غواړي انجینره شي.
ډېری خلک لا هم د طالبانو پر دې خبره نه پوهېږي چې وایي، ښځو او نجونو ته به د اسلام په چوکاټ کې حقوق ورکول کېږي.
د مریم په څېر ګڼو مېرمنو ته په ښکاره ویل شوي چې نور دې خپلو دندو ته نه ورخي.
مریم راته وایي، "دا زما حق دی چې زدکړې وکړم، ښه دنده ولرم او په لوړه کچه د ټولنې په چارو کې ونډه ولرم".
نوموړې د پوهنتون امتحان لپاره د خپلو کتابونو ترڅنګ ناسته ده او په ژغوني غږ راته وایي، "ټول خوبونه مې په اوبو لاهو شول".
قراردادیان پرېښودل شوي
په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې شل کلن ماموریت دې هېواد کې نوي فکرونه او پېژندګلوۍ وزېږولې. خو اوس وضعیت داسې شوی چې د ځینو کسانو ژوند په جدي توګه په خطر کې دی.
حمید دیارلس کاله کابل کې د بریتانیا سفارت کې اشپز پاتې شوی دی. دی راته وایي: "ډېرې ښې خاطرې لرم. ډول ډول خواړه به مو پخول. ټول ډېر خوشحاله وو".
اوس دی راته مخامخ پر یو ټغر ناسته دی او پنځه ماشومان یې هم ترېنه چاپېره دي. مخې ته یې د عکسونو او کاغذونو امبار پروت دی. ځینې یې هغه ستاینلیکونه دي چې ده ته د ښه کار له کبله ورکړل شوي وو.
خو حمید او شاوخوا شپېتو نورو کسانو د یوه شخصي شرکت له لارې کابل کې د بریتانیا سفارت کې دنده موندلې وه.
سرچیني وایي، د سفارت ټوله هغه عمله چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت خپل ګومارلې وه، له کابله ایستل شوې.
خو د حمید په څېر هغه کسان چې قراردادیان وو، د طالبانو راتګ سره ټول کابل کې پرېښودل شوي دي.
حمید راته وایي: "موږ خپلو کارونو کې ډېره خواري کوله. ان د کورونا بندیزونو پر مهال مو هم کار کاوه. که اوس دوی (بریتانیا) موږ له دې ځایه ونه باسي نو دا به لویه جفا وي".
د ګڼو هېوادونو په څېر بریتانیا هم ژمنه کړې چې له اړمنو کسانو سره به مرسته کوي. ځینو کسانو ته ویل شوي چې دریم هېواد ته دې لاړ شي. خو دا چاره اسانه نه ده او له خطرونو ډکه ده.
طالبانو سره بنډار
یوه ډله خلک په بیړه له کابله تښتېدلي دي. خو یوه بله ډله خلک په خندا دې ښار ته را روان دي. د افغانستان له ګڼو ولایتونو طالب وسلوال دا پلازمېنې ته راغلي او مېشت شوي دي.
د کابل هوایي ډګر ته پر لاره د روزګان ولایت د طالبانو یوې ډلې د چایو بلنه راکړه.
۲۵ کله طالب رفیع الله خپله خوشحالي نشي پټولی او راته وایي، له ډېرو کلونو راهیسې کابل ته نه و راغلی.
ما ورنه پوښتنه وکړه چې د ده په عمر ډېر ځوان افغانان فکر کوي چې نور دې هېواد کې راتلونکی نه لري.
رفیع الله راته وویل: "موږ ټول افغانان یو. هېواد اوس د سولې او هوساینې خوا ته روان دی".
د کابل له ځینو سیمو داسې رپوټونه هم ترلاسه شوي چې طالب وسلوال کور په کور ګرځي او د خلکو دروازې ور ټکوي.
دوی له خلکو تیلیفونونه، موټرونه او هر هغه څه غواړي چې د پخواني حکومت ملکیت وو. که پر چا یې شک وشي چې شخصي موټر یې د فساد په پیسو اخیستی، هغه هم ورنه وړي.
د کابل لویدیځ دشت برچي په څېر سیمو کې خلک بیا داسې ګنګوسې کوي چې ګواکې طالبان پر کورونو ګرځي او نارینه له ځانه سره بیایي.
د همدې سیمې یوه مېرمن چې د کابل مرکز کې دنده لري راته وایي: "موږ سخت وېرېږو. طالبانو ته وایو چې بل څوک نه لرو چې ګټه وټه راته وکړي. مجبورې یو چې خپلو دندو ته لاړې شو".
ایا دا حقیقت دی؟
د کابل په زړه کې د بانکونو مخې ته د خلکو کتارونه د سړک بل سر ته رسېږي. د ډېریو بانکونو څانګې دا مهال تړلې شوې دي. په ګڼو بانکونو کې هېڅ پیسې نشته.
په همدې کتار کې ولاړ یو کس راته وایي: "له یوې اوونۍ راهیسې هره ورځ راځم چې پیسې را وباسم. دا وضعیت د شاتګ پیل دی".
خو له لېرې پرتو سیمو او ولسوالیو بیا بل ډول خبرونه، یعنی د خوشحالۍ خبرونه هم راځي. هلته خلک خوښ دي چې نور یې په اسمان کې امریکایي الوتکې نشته او جګړه ختمه شوې ده.
خو میلیونونه افغانان لا هم وږي دي او له سختو کړاوونو سره مخ دي. د دوی لپاره ژوند هېڅ نه دی بدل شوی.
کابل هوایي ډګر ته نږدې یوه خپلواک خبریال راته وویل: "ایا دا تاریخ دی؟ ایا دا حقیقت دی؟ هېڅ مې پر خپلو سترګو باور نه راځي چې څه ګورم".
د احمد په نامه دې خبریال شل کاله وړاندې د بهرنیانو له راتلو سره سم کابل کې دنده پیل کړه. دی راته وایي:
"د طالبانو ویاند هڅه کوي چې د رسنیو چارې منظمې کړي. خو هر څوک وسله لري. هر څوک فکر کوي چې پاچا دی. نه پوهېږم تر کله به دا خطر پر سر واخیستلی شم، خو غواړم چې د دې تاریخ برخ و اوسم".
افغان پلازمېنه کې دا یوه نوې تاریخي شېبه ده، د ماضي یو تاریخي څپرکی په اوښتو دی. دې ښار کې له لوحو هغه عکسونه لېرې کېږي چې ناویو پکې سپین کمیسونه اغوستي او شونډې یې سرې کړې دي.
پر دېوالونو د زړورو خبریالانو، ډاکټرانو او فعالانو پر رسمامي شويو انځورونه هم اوس رنګ تپل کېږي. د ملا برادر او خلیلزاد هغه عکس هم لېرې کړل شوی چې د دوحې تړون د لاسلیکولو پر مهال اخیستل شوی و.
د شاعرانو پر دې خاوره اوس داسې وضعیت راغلی چې څوک د خبرو لپاره توري هم نشي موندلی.
یوه پخواني ملګري مسعود خلیلي راته تېره شپه پیغام کې ولیکل: "تېره شپه د تقدیر لیکونکي په غوږ کې راته وویل، زموږ د تقدیر کتاب له موسکا او اوښکو ډک دی".
بی بی سی پښتو
بې پولې خبریالان: افغانستان کې رسنۍ تاو تریخوالي او جبري سانسور سره مخ دي
د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي افغانستان کې د طالبانو بيا واکمنېدو له مهاله راهيسې تر اوسه د خبریالانو د نیول کېدو ۵۰ پېښې ثبت شوې دي.
دغه اداره وايي خبريالانو سره تاوتريخوالى شوى، ګواښل شوي او ورته ويل شوي چې کوم خبر باید خپور کړي او کوم باید خپور نه کړي.
دغې ادارې په خپل رپوټ کې دا د خبر یالانو په چارو کې د طالبانو استخباراتي ادارې بربنډه لاس وهنه او د رسنیزو قوانینو خلاف کړنه بللې ده.
بې پولې خبریالان وايي، تېرو دوو میاشتو کې د خبریالانو نیولو او ځورونې پېښې لا ډېرې وې.
پخپلسري ډول د اریانا نیوز خبریال اسلم حجاب او د سیاسي خپرونو چلوونکی وارث حسرت د سلواغې پر ۱۱ مه نیول شوي وو او د ۴۸ ساعتونو لپاره بندیان وو.
دا د خبریالانو نیولو وروستۍ پېښه وه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په دې هکله ویلي و، طالبان باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د اریانا نیوز شخصي ټلویزیون د دوو 'نیول شویو ' خبریالانو په هکله ولس ته ووايي چې ولې یې نیولي دي.
بل لور د بې پولې خبریالانو رپوټ کې ویل شوي، د طالبانو استخباراتو ۵۳ ریاست دې پېښو کې مخامخ ښکېل دی، دوی خبریالانو ته د خبرونو او ان خپرونو لپاره د مېلمنو په انتخاب کې لاسوهنه کوي.
د بې پولې خبریالانو ټولنه کې د ایران او افغانستان څانګې مشر رضا معیني وايي، د خبریالانو ګواښل او ځورول د منلو وړ نه دي او هغوی باید د نیول کېدو له ډاره پرته خپلو چارو ته دوام ورکړي.
د خبریالانونړیوال فدراسیون هم تېره ورځ د طالبانو له لوري د خبریالانو نیول او ځورونه غندلې او په وینا یې دغه ډله باید پخپله وینا کې د بیان ازادۍ درناوی وکړي.
طالبانو په دې هکله تر اوسه غبرګون نه دی څرګند کړی، خو مخکې یې ویلي، خبریالان کولای شي خپلو چارو ته دوام ورکړي، خو اسلامي اصولو ته باید پاملرنه وشي.
د ښځینه فعالانو نیول کېدو پېښې
دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړيوالې ادارې امنيستي انټرنېشنل هم پر طالبانو غږ کړى چې په سملاسي ډول دې د هغو ښځو او نجونو پر وړاندې له تاوتريخوالي لاس واخلي چې د خپلو حقونو لپاره په سوله ييز ډول احتجاج کوي.
په دا وروستیو کې شپږ ښځې په کابل کې وسله والو کسانو له ځان سره بیولې دي.
د یوې نیول شوې نجلۍ تمنا پریاني خور شګوفه وايي، ''له طالبانو غواړم، چې لطفاً زما خویندې پرېږدئ، تاسې ولې د نړیوالو غوښتنو ته ځواب نه وایاست؟ ''
د بښنې نړیوال سازمان هم په ورته مهال له طالبانو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.
د دې سازمان یوه څېړونکي زمان سلطانی بي بي سي ته وویل:
''طالبان باید سملاسي غیر قانوني نیونې ودروي او هغه کسان چې په غیر قانوني ډول نیول شوي دي، باید له قید او شرط پرته خوشي شي. موږ دا وروستیو کې د جبري بې درکه کېدو او نیول کېدو شاهدان وو. ''
طالبان د ښځو نیولو پېښو کې لاس لرل ردوي، خو وايي، پلټنې کوي.
د طالبانو ویاند یوه مرسیتال انعام الله سمنګاني بي بي سي ته وویل:
''موږ په پرلپسې ډول له امنیتي ارګانونو سره اړیکه کې یو. تر اوسه پورې دې لړ کې له موږ سره کوم معلومات نه دي شریک شوي. ښايي امنیتي ارګانونه به هم تر اوسه کوم معلومات نه لري. موږ ته یوازې همدومره ویل شوي دي، چې زموږ هڅې روانې دي. ''
د بشري حقونو سرغړونو دا پېښې داسې مهال کېږي چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د فرانسې له خبري اژانس سره یوه تازه مرکه کې ویلي، له نړیوالې ټولنې سره یې اړیکي په ښه کېدو دي او نژدې ده، چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي.
بل لور نړیواله ټولنه وایي، تر هغو چې طالبان بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوي و نه کړي، حکومت به یې په رسمیت و نه پېژندل شي.
بی بی سی پښتو
اروپايي پارلمان مرستياله: بشري حقونو ته له پام پرته د طالبانو رسميت پېژندنه به شونې نه وي
د بېلجيم پلازمېنه بروکسل کې د افغان ښځو په تړاو د اروپايي پارلمان له خوا جوړې شوې ځانګړې ناستې پر دويمه ورځ يو شمېر افغان ښځینه فعالانو وویل، چې له افغانستان سره مرستې د طالبانو د حکومت رسیمت پېژندلو له مسلې جلا دي.
يو شمېر مشهورې افغان مېرمنې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده وتلې وې د اروپا پارلمان کې د دغه هېواد د ښځو وضعيت بيا کتنې او له طالبانو څخه د نړيوالې ټولنې د غوښتنو د څرګندولو په موخه راټولې شوې وې.
په همدې حال د اروپا پارلمان يوې مرستيالې هيډي هوټالا بي بي سي ته وويل، "تر هغه چې طالبان وګړي ځوروي، ښځې چې د ټولنې نيمی برخه ده څنډې ته کړې او د نجونو د زدکړو مخنيوی کوی، د دې امکان لږ دی چې اروپايي ټولنه دې د طالبانو حکومت د رسميت پېژندلو پر لور ګام واخلي".
نوموړې زياته کړه چې د غونډې ګډونوالو هم د طالبانو په رسميت نه پېژندلو ټينګار وکړ.
د افغانستان د بشري حقونو پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، "د بشري مرستو برابرول او د طالبانو په رسميت پېژندل يو له بل سره بايد تړاو ونلري".
نوموړې چې په دې غونډه کې برخه اخيستې وه له بي بی سي سره په خبرو کې وويل، "افغانستان لپاره د بشري مرستو برابرول او د هېواد بانکي سيستم پيلول د طالبانو په رسميت پېژندلو ته اړتيا نه لري".
نوموړې زياته کړه چې "نړيوالې ټولنې ته د دوی پيغام دا و چې تر هغې چې جنسيتي توپير، د خبريالانو ځورونه، توپيري چلن دوام ولري طالبان په رسميت مه پېژنئ، دا ډله د افغانستان د خلکو استازيتوب نشي کولی".
د افغانستان د پخواني حکومت د سولې وزارت وياندې ناجيه انوري هم بي بي سي ته وويل، "نړۍ له تېرو شلو کلونو راهيسې له افغانستان سره په دې شرط مرسته کوله چې د ښځو حقونو ته درناوی ولري".
اغلې انوري وويل، "نړۍ بايد د افغانستان په اړه لا ډېر فکر وکړي او له تېرو درسونو زدکړه وکړي او وګوري چې په کوم ځای کې تېروتنه شوې".
افغان سندرغاړې اريانا سعيد هم وويل، "دا زما لپاره ارزښت لري د هغو ښځو غږ شم چې اوس اوزا نشي اوچتولی".
نوموړې وويل چې "افغان ښځې اوس د طالبانو پر وړاندې د بنديانو په څېر دي چې د زدکړې او کار اجازه نه لري".
اغلې سعيد زياته کړه، "د حل لاره دا ده چې نړيواله ټولنه د طالبانو له لارې له خلکو سره د مرستې لپاره لار ومومي".
د دې غونډو تر څنګ په ورته مهال د افغان ښځو لپاره روزنیز ورکشاپونه هم په پام کې نیول شوي وو، چې د افغانستان ملي شورا پخوانۍ ښځینه غړې به هم پکې ګډون درلود.
بی بی سی پښتو
افغانستان: یو شمېر دولتي پوهنتونونه پرانیستل شوي او ښځینه زدکوونکو ته د ورتګ اجازه ورکړل شوې
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر دولتي پوهنتونه لومړی ځل پرانیستل شوي او نجونو ته اجازه ورکړل شوې، چې ټولګیو ته ستنې شي.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د دې تر څنګ طالبان وايي، نجونې او هلکان به ځانګړي ټولګي ولري او د نصاب کتابونه به له اسلامي اصولو سره سم وي.
ملګرو ملتونو د نجونو لپاره د پوهنتونونو دروازو پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې دیبورالاینز په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ''راځي په ټول افغانستان کې پوهنتونو ته د ښځینه او نارینه زدکوونکو ستنېدو ملاتړ وکړو، په (دې) ملاتړ کې د سکالرشپونو پرواګرام او له ښځینه او نارینه استادانو سره روان ملاتړ هم شامل دی. ''
https://twitter.com/DeborahLyonsUN/status/1488793136553943045
په پام کې ده، نور پوهنتونونه به هم د روانې میاشتې وروستیو کې پرانیستل شي، خو د نجونو لپاره د متوسطه ښوونځیو دروازې لا هم تړلې دي.
د یادونې ده، چې د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو نژدې شپږ میاشتو راهیسې د طالبانو حکومت له لار ښوونې سره سم نجونو او هلکانو د ټولګیو په ځانګړیو برخو کې زدکړې ترلاسه کولې.
د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني تېره اونۍ په يوه ويډيويي پیغام کې اعلان وکړ چې په ګرمو سيمو کې به دولتي پوهنتونونه د سلواغې پر ۱۳ نېټه پرانيستل شي.
د ښاغلي حقاني په وينا په سړو سيمو کې به بیا پوهنتونونه د کب پر اوومه نېټه پرانيستل کېږي.
افغانستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې کابو ټول دولتي پوهنتونونه تړل شوي وو او داسې اندېښنې راټوکېدلې وې چې ښایي د محصلینو درسي کال ضایع شي.
طالبان وايي، تعلیمي ادارو ته د نجونو له تلو سره مخالفت نه کوي، خو دوی باید بشپړ اسلامي حجاب وکړي، د نجونو او هلکانو ټولګي ځانګړي وي او درسي کتابونه باید د اسلامي اصولو له معیار سره سم وي.
دا پوهنتونونه د لویدیځوالو او طالبانو تر منځ ناروې کې له مخامخ خبرو یوه اونۍ وروسته پرانیستل کېږي.
په ناروې غونډه کې له طالبانو غوښتل شوي وو چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.
-
لوبی4 days ago
آریانا تلویزیون د ابوظبي ۱۰ اوریز کرکټ لیګ سیالۍ خپروي
-
سوداگري5 days ago
په کابل کې د کمبل جوړولو کارخونه پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
هند د سوپرسونیک توغندي بریالۍ ازموینه وکړه
-
نړۍ3 days ago
د لبنان حزب الله له اسرائیلو سره د اوربند لپاره د امریکا وړاندیز ومانه
-
تازه خبرونه4 days ago
په بُن او برلین کې د پخواني حکومت دوه ډیپلوماټان ګوښه شول
-
تازه خبرونه2 days ago
په پاکستان کې د یوې چاودنې له کبله ۱۵ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
نړۍ4 days ago
بایډن اوکراین ته پر روسیې د امریکایي توغندیو د توغولو اجازه ورکړه
-
لوبی5 days ago
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د نیپال پر وړاندې ۲ – ۰ ماتې وخوړه