Connect with us

تازه خبرونه

د سولې د خبرو اترو د دوه یم پړاو پیلیزه ناسته تر سره شوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: مرغومی ۱۸, ۱۳۹۹)

د سولې د خپلمنځي خبرو جمهوریت پلوي او طالب ډلو د چارشنبې پر شپه ناوخته تائید کړه، چې د افغانانو ترمنځ د خبرو د دوه یم پړاو پیلیزه ناسته په رسمي بڼه پیل او تر سره شوې ده.

 په یوه ټویټ کې د جمهوريت ډلې څرګنده کړې؛ د افغانانو ترمنځ د خبرو دوه یم پړاو پیلیزه ناسته د چارشنبې پر ورځ (د مرغومي  ۱۷) پیل شوه. ټاکل شوې ده، چې د دواړو لوریو کرګه ګۍ د شنبې پر ورځ د اجنډا د اړوند برخو خپل کار پیل کړي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي ویاند محمد نعیم هم تائید کړې، چې له درې اوونیو دمې وروسته په دوحه کې د خپلمنځي خبرو پیلیزه ناسته پیل شوه او د شنبې پر ورځ( د مرغومي ۲۰) به د اجنډا په اړه خبرې کار پیل شي.

په دې توګه د یوې ورځي تخنیکي ځنډ له کبله د افغانستان د خپلمنځي خبرو جمهوریت پلوی پلاوی د سې شنبې پر ورځ له کابل څخه دوحې ته سفر وکړ.

د تېر کال د سپټمبر پر ۱۲ په دوحه کې د سولې خبرو اترو د پیل راپور ورکړ شو، چې له درې میاشتو خبرو او بحثونو وروسته دواړو لوریو د سولې خبرو اترو د اجندا په اړه د اړوند غوښتنو نوملړ تبادله  کړ او پرېکړه وشوه، چې د خبرو دوه یم پړاو به د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د جنورۍ پر پېنځمه پیل شي.

تېره میاشت په دې اړه سرچینو څرګنده کړې وه، چې د حکومتي ډلې لخوا طالبانو ته اجنډا ۲۸ ماده ییزه مسوده ورکړ شوې وه او طالبانو د ۲۱ مادې د جمهوريت پلاوي ته وسپارلې او درې اوونیزې مشورې پرې تر سره شوې.

د یادونې ده، چې د جمهوريت او امارت دواړو ډلو د سولې خپلمنځي خبرو لومړي پړاو د سپټمبر پر ۱۲ پیل کړی و.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!