Connect with us

تازه خبرونه

د زمري ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ له ۹۷ کلیزې سره برابره ده

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-08-18-09h22m59s15

۹۷ کاله وړاندې د ۱۹۱۹ میلادي په همدې ورځ افغانستان له انګلستان څخه خپله خپلواکي تر لاسه کړه، چې هغه مهال ځوان پاچا امان الله خان د پلار له شهادت وروسته په کابل کې حاکم شوی و.

امان الله خان د خپل سلطنت په لومړیو کې د افغانستان خپلواکي اعلام کړه. مخکې له دې د افغانستان بهرنی سیاست د انګلستان تر رهبرۍ لاندې اداره کیده او هغه هېواد  له همدې کبله افغانستان ته هره میاشت باج ورکاوه.

امان الله خان د خپلې واکمنۍ پرمهال د اصلاحاتو داسې بهیرپیل کړ، چې په کې د بشر حقونه خوندي او د ښځو د زدکړې پر آزادې ټینګار وشو.

افغان حکومت او خلک دغه ورځ په شاندارو مراسمو کې نمانځي؛ خو له تېرو څو کلونو راپه دیخوا د دغې ورځې حکومتي مراسم دننه په ارګ کې تر سره کیږي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن  د خپواکۍ څلي ته د ګلو ګیډۍ کیښوده او په پام کې ده، چې د د دغې ورځې په اړه  هم ځانګړې وینا وکړي.

دغه ورځ په ولایاتو کې هم رسمي نمانځل کیږي؛ خو سږکال یې  په ننګر هار ولایت کې د ځانګړيو مراسمو تیاری  نیول شوی، ځکه، چې امان الله خان او د کورنۍ نور غړي یې د جلال آباد په امیر شهید بڼ کې ښخ شوي دي.

په ننګرهار کې د خپلواکۍ د ۹۷ کلیزې په ویاړ خلکو خپله ټول ښار پرملي بیرغونو پوښلی او هرې لوري ته لکه د اختر خوشحالۍ نمانځل کیږي. ښار تړل شوی او په شېرزي لوبغاړي کې یوازې د افغان تولیداتو یو ستر نندارتون جوړ شوی، چې سلګونه کسان یې لیدو ورځي.   

په بلخ كې هم د خپلواكې كليزه په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه . د ولايتي شورا يو شمېر غړیو او د دې مراسمو ګډونوالو پر حكومت نيوكه وكړه، چې د دې ورځې نمانځلو ته پاملرنه نه كوي.

دوى وايي، دا ورځ بايد په ځانګړیو مراسمو ونمانځل شي.

د هېواد د خپلواكې نهه اويايمه كليزه په كندز كې هم د ځانګړیو مراسمو په ترڅ كې ونمانځل شوه. د مراسمو وينا والو د دغه ولايت پر اوسني وضعيت اندېښنه وښوده او د حكومت له مشرانو يې وغوښتل، چې خپلمنځی اختلاف يوې خواته كړي او د امنيتي ځواكونو په پياوړتيا كې هڅه وكړي.

 شاه امان الله خان د ١٨٩٢م کال په جون میاشت کې پیدا شوی او د۱۹۶۰م کال د اپریل  په ۲۵ د سرطان په ناروغۍ په روم کې ومړ. دی  له ١٩١٩ م کال څخه تر ١٩٢٩ م کال پورې د افغانستان پا چا و. 

شاه امان الله خان د افغانستان د مطبوعاتو د پلار محمود طرزي له لور ثریا سره واده کړی و، چې د خپل وخت لومړنۍ ښځینه وزیره هم وه.

د یادونې وړ ده، چې امان الله خان په لومړي ځل افغان ټولنه د اساسي قانون لرونکې کړه او د دیموکراسۍ زړي یې ښخ کړل. 

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!