تازه خبرونه

د روان کال په لو مړۍ ربعه کې د ۳۰۴ میلیون ډالرو پر ارزښت صادرات شوي

د خصوصي سکټور غړيو ويلي؛ که څه هم د هېواد د صادراتو پر وړاندې کومه ستونزه نشته او دا بهیر په  منظم  ډول سره پرمخ روان دی، خو د صنعت اوسوداګرۍ په  برخو کې اوس هم  ځیني ستونزې شته، چې اړوند وزارت یې باید حل کړي.

Published

on

(Last Updated On: )

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د صادرات کچه درې سوه او څلورمیلیون ډالروته رسېدلې ده.

د دې وزارت د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د دې صادارتو ډېره برخه پاکستان، ایران، متحده عربي امارتو ته تر سره شوې او دا لړۍ اوس هم روانه ده.

د صنایعو او سوداګرۍ وزرات ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده ويلي: په روان کال کې عمومي راکړه وره له دوه میلیارډ او ۵۰۰ میلیون څخه زیاته تر سره شوې، چې ۳۰۴ میلیون صادارت د سیمي او ګاونډ هېوادونو مارکیټونو ته استول شوي او دا لړۍ اوس هم روانه ده.

د خصوصي سکټور غړيو ويلي؛ که څه هم د هېواد د صادراتو پر وړاندې کومه ستونزه نشته او دا بهیر په  منظم  ډول سره پرمخ روان دی، خو د صنعت اوسوداګرۍ په  برخو کې اوس هم  ځیني ستونزې شته، چې اړوند وزارت یې باید حل کړي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وایي: زمونږ د صادراتو بهیر په ښه ډول سره روان دی؛ خو اوس هم ځیني ستونزې شته. لکه د کرنيزو مخصولاتو فومیګیشن او ټرانسپورتي ستونزې ، چې حکومت يې باید اوارې کړي.

د اقتصادي چارو کار پوهانو ويلي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ګډون باید د ټولو سکټوري وزارتونو مسوولین د هېواد کرنیزو محصولاتو لپاره د منظم مارکیټ زمینه برابره کړي او د نويو مارکیټونو لپاره هم باید اقدامات تر سره شي.

د اقتصادي چارو شنونکی شمس احمدزی وایي: زمونږ د صادراتو بهیر اوس هم بشپړ منظم شوی ندی. د پراختیا لپاره یې باید لومړی سکټوري وزارتونه له ګاونډ هېوادونو او بیا د سیمي له هېوادونو سره د نويو مارکیټونو او دهلیزونو په پرانستلو کې مهم رول تر سره او ورته ډېر کار وشي.

ویل کیږي، چې د هېواد صادارتي اقلامو د پراختیا او همداراز ورته د مارکیټونو د رامنځته کولو لپاره هڅې پیل شوي او دمګړۍ د هېواد صادارت د سیمي او ګاونډ هېوادنو ترمنځ ښه روان دي.

اړوند خبرونه: 

په هرات کې درې تولیدی کارخونې ګټې اخیستنې ته چمتو شوې

نړیوالو بازارونو ته د تازه میوو د صادراتو بهیر پیل شو

Trending

Exit mobile version