تازه خبرونه

د دوحې په ناسته کې به د افغانستان پر داخلي مسایلو خبرې ونشي – ذبیح الله مجاهد

ټاکل شوې، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې درېیمه نړیواله غونډه به د چنګاښ پر لسمه او یوولسمه / د جون دېرشمه او بله ورځ د جولای لومړۍ د ملګرو ملتونو پر کوربتوب ترسره شي.

Published

on

(Last Updated On: )

د اسلامي امارت ویاند ویلي، چې د ښځو حقونه د هېواد کورنۍ مسله ده او د دوحې په درېیمه ناسته کې به یې په اړه خبرې ونشي.

د شنبې پر ورځ نوموړي له سفر مخکې په یوه خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ، چې د دې غونډې د ګډون لپاره د اسلامي امارت شرطونه منل شوي او د دوی پلاوی به پر همغږۍ او تعامل د خبرو لپاره دوحې ته سفر وکړي.

هغه زیاته کړې؛ د دوحې په درېیمه ناسته کې به اسلامي امارت پر اقتصادي مسایلو، بندیزونو او لاسته راوړنو له هغو اړخونو سره خبرې وکړي، چې تر دې دمه یې له تعامل ډډه کړې ده.

ذبیح الله مجاهد وایي: د هېواد د ملي ګټو په چوکاټ کې له ټولو هېوادونو څخه غواړو، چې په دې سختو شرايطو کې افغان ولس يوازې نه پرېږدي، بلکې د هغو مسايلو په اړه، چې د افغانانو حق دى، خپل مکلفيتونه ادا کړي او په دې برخه کې د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي پیاوړتیا او د خنډونو په له منځه وړلو کې ونډه واخلي.

دغه راز د اسلامي امارت ویاند له افغانانو سره تړلي مسایل؛ د نجونو او ښځو د تعلیمي او کاري محدودیتونو په ګډون داخلي مسایل به په دې غونډه کې مطرح نشي.

مجاهد همداراز د دوحې په غونډه کې ګډون کوونکیو هېوادونو ته بلنه ورکړه، چې له اسلامي امارت سره مثبتې خبرې وکړي.

ټاکل شوې، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې درېیمه نړیواله غونډه به د چنګاښ پر لسمه او یوولسمه / د جون دېرشمه او بله ورځ د جولای لومړۍ د ملګرو ملتونو پر کوربتوب ترسره شي.

په دې غونډه کې به د افغانستان په چارو کې د هېوادونو ځانګړي استازي ګډون ولري او په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي دفتر د بهرنیو چارو، صنایعو او سوداګرۍ، کورنیو چارو وزارتونو له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت او د افغانستان بانک استازي به د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد پر مشرۍ ګډون وکړي.

اړوند خبرونه:

د دوحې په جوړېدونکې ناسته کې د اسلامي امارت استازي ګډون کوي

 

اسلامي امارت د دوحې په ناسته کې پر معنا داره ګډون ټینګار لري – متقي

Trending

Exit mobile version