تازه خبرونه
د دوحې په غونډه کې به د اسلامي امارت د مرکچي پلاوي مشري ذبیح الله مجاهد کوي
ذبیح الله مجاهد هیات امارت اسلامی را در نشست دوحه رهبری خواهد کرد
د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په اړه په دوحه کې د اسلامي امارت د پلاوي مشري به د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد کوي.
دا پرېکړه د دې وزارت د چارسمبالي امیرخان متقي پر مشرۍ د دوحې په راتلونکې غونډه کې د ګډون لپاره د همغږۍ له غونډې وروسته اعلان شوه.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد، د افغانستان بانک مرستیال نور احمد اغا، د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالحق همکار او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سلاکارانو ګډون درلود.
په دې ناسته کې ګډونوالو د دوحې غونډې ته د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي پر غړیو، د افغانستان د مالي او بانکي سیسټم محدودیتونو، د خصوصي سکټور د ودې پر وړاندې د ننګونو او د نشهیي توکو پر وړاندې د حکومت د اقداماتو په اړه خبرې وشوې.
ټاکل شوې د راتلونکې یکشنبې پر ورځ د افغانستان په اړه په دوحه کې د ملګرو ملتونو پر مشرۍ درېیمه غونډه جوړه شي.