تازه خبرونه

د دوحې درېیمه غونډه به د م.م د مرستیالې پر مشرۍ جوړه شي

د کارلو د څرګندونو له مخې؛ د دې اوونۍ په غونډو کې به د افغانستان د خلکو، ګاونډیانو، سیمې او نړیوالې ټولنې پر ګڼو ننګونو خبرې وشي. د دې فرصت به هم وي، چې د ټولو افغانانو د ګټو لپاره له عملي چارواکو سره د اصولي تعامل لپاره لارې چارې ولټول شي.

Published

on

(Last Updated On: )

په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د راتلونکې غونډې مشري به د د دې ټولنې د سیاسي او سولې په چارو کې د مرستیالې روزمري ډی کارلو پر غاړه وي.

د ملګرو ملتونو د خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې، چې ټاکل شوې د چنګاښ پر لسمه او یوولسمه / د جون پر درشمه او د جولای پر لومړۍ جوړه شي؛ د افغانستان په اړه د نړیوالو اړیکو او تعاملاتو د همغږۍ پر څرنګوالي منظمې خبرې وشي.

دا غونډه به د ۲۰۲۳ کال د مې او د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ له خبرو وروسته جوړه شي.

د دوحې خبرې اترې د سیمې او نړۍ د هېوادونو د ځانګړيو استازو او د افغانستان په اړه د اسلامي امارت تر منځ د مستقیمو خبرو اترو زمینه برابروي، چې په کې شاوخوا ۳۰ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو ته د ګډون بلنه ورکړ شوې ده.

د دوحې په غونډه کې به له افغانستان سره د ښکېلتیا او تعامل پر خپلواکه ارزونه، چې د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې امنیت شورا ته وړاندې شوې؛ خبرې وشي.

ټاکل شوې، چې د چنګاښ پر دولسمه / د جولای پر دوه‌یمه په دوحه کې ډی کارلو او ځانګړې استازي د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د مدافعانو په ګډون د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره وګوري.

د دوحې په خبرو کې به د عمومي منشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشره روزا اوتونبایوا هم ګډون وکړي.

ډی کارلو له غونډې مخکې وویل: د دوحې خبرې اترې د دې بهیر یوه برخه ده. هر څه په یو وخت کې ندي. د دې بهیر ووستۍ موخه له ځان او ګاونډیانو سره د افغانستان سوله ده، چې په نړیواله ټولنه کې په بشپړه توګه مدغم وي او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خپل نړیوال مکلفیتونه پوره کوي.

د کارلو د څرګندونو له مخې؛ د دې اوونۍ په غونډو کې به د افغانستان د خلکو، ګاونډیانو، سیمې او نړیوالې ټولنې پر ګڼو ننګونو خبرې وشي. د دې فرصت به هم وي، چې د ټولو افغانانو د ګټو لپاره له عملي چارواکو سره د اصولي تعامل لپاره لارې چارې ولټول شي.

اسلامي امارت د سې شنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې په دې غونډه کې به د اسلامي امارت د پلاوي مشري ذبیح الله مجاهد کوي.

اړوند خبرونه:

د دوحې په غونډه کې به د اسلامي امارت د مرکچي پلاوي مشري ذبیح الله مجاهد کوي

سازمان ملل: افغانستان جز هفت کشور جهان است که هیچ زنی در کابینه‌اش حضور ندارد

Trending

Exit mobile version