Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د بهرنيو ځواكونو تلفات به د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه له خنډ سره مخ نكړي- جاکوبسن

خپور شوی

د

د افغانستان او پاكستان د پولو د پېچلتيا له لامله پدې سيمو كې د وسله والو مخالفينو فعاليت زيات دى. په كابل كې د آيساف ځواكونو وياند كريسټين جاکوبسن وايي: د دغو پولو پېچلتيا د ائتلافي ځواكونو په وړاندې ستر خنډونه جوړوي. د نوموړي په وينا: په ميدان وردگ ولايت كې د دې ځواكونو د يوې جينوك ډوله چورلكې د راغورځيدو له لامله به د بهرنيو ځواكونو تلفات د ترهگرۍ پر وړاندې مبارزه له خنډ سره مخ نكړي. د آريانا راډيو– ټلويزيون د خبريالې فريده سوما د رپوټ: د افغانستان سرحدونو ته د پرتو سيمو جغرافيايي پېچلتيا د وسله والو مخالفينو د فعاليت او استوگنې لامل دى. په كابل كې د آيساف ځواكونو وياند كريسټين جاکوبسن وايي: وسله وال مخالفين لدغو جغرافيايي پېچلتياوو په گټه اخيستنه پدې سيمو كې آزاد تگ و راتگ كوي. د آيساف ځواكونو وياند وايي: د دغو سرحدي سيمو پېچلتيا زمونږ د عملياتو په وړاندې ستر خنډونه جوړكړي. بايد دغه ستونزه د افغانستان- پاكستان او آيساف ځواكونه تر څېړنو لاندې ونيسي او پاملرنه ورته وكړي. مونږ ته ډېره ستونزمنه ده، چې دغه سيمې تر كنټرول لاندې ولرو. جاکوبسن زياتوي، چې: تېره اوونۍ د دغو ځواكونو لپاره خواشينوونكې اوونۍ وه؛ ځكه، چې په يوه ورځ يې په يوه پېښه كې يو زيات شمېرسرتېرو ژوند له لاسه وركړ، چې په تېرو لس كلونو كې يې سارى نه درلود. په همدې حال كې نوموړى وايي: په هغه ډول، چې وسله والو مخالفينو د جگړې وړاندوينه كړې وه تراوسه نده پيل شوې. د ايسف ځواكونو وياند وايي: د جگړې فصل لا تراوسه په هغه ډول، چې وسله والو مخالفينو يې وړاندوينه كړې وه، ندى پيل شوى. ائتلافيځواكونه ارام ندى ناست او له ماتې څخه ډېر واټن لري. دا پدې معنا، چې لا تراوسه يوه سخته جگړه په مخ كې ده. د آيساف ځواكونو ملكي وياند دومينيك ميډلي وايي، چې ډېر ژر به د هغو سيمو نومونه اعلام كړي، چې د امنيتي مسووليتونو د ليږد بهير پكې پيليږي. د نوموړي په وينا: د امنيتي مسووليتونو د ليږد د بهير پړاو به له اتلس يا شپاړس مياشتو وخت ونيسي.
Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

سیمه ییز خبرونه

هند د سوپرسونیک توغندي بریالۍ ازموینه وکړه

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د هند حکومت په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې د دې توغندي ازموینه بریالۍ وه  او دا د دولتي دفاعي څېړنې او پراختیا ټولنې او صنعتي ونډوالو لخوا د هند د وسلوالو ځواکونو لپاره ډیزاین شوی دی، چې تر ۱۵۰۰ کیلومټرو پوري د خپلې خولۍ د لېږدولو وړتیا لري.

Published

on

هندي رسنیو د یکشنبې پر ورځ ( د لړم اووه‌ویشتمه) څرګنده کړې، چې هیواد یې  د هایپرسونیک توغندي بریالۍ ازموینه وکړه.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د هند حکومت په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې د دې توغندي ازموینه بریالۍ وه  او دا د دولتي دفاعي څېړنې او پراختیا ټولنې او صنعتي ونډوالو لخوا د هند د وسلوالو ځواکونو لپاره ډیزاین شوی دی، چې تر ۱۵۰۰ کیلومټرو پوري د خپلې خولۍ د لېږدولو وړتیا لري.

د هند د حکومت د خبرپاڼې له مخې، د دغه هېواد پوځ د اوډیشا په سواحلو کې د عبدالکلام په ټاپو کې د اوږد واټن هایپرسونیک توغندی ازموینه کړې ده.

د رویټرز په وینا، د دې راکټ بریالۍ ازموینه دا په ډاګه کوي؛ هند د پوځي پرمختګ په برخه کې یو مهم پړاو ته رسیدلی او اوس د هغو هېوادونو په کوچنۍ ډله کې دی، چې دا ډول پرمختللې ټکنالوژي لري.

اوس مهال په ځینو هېوادونو لکه هند کې له غږ د چټکو وسلو د ترلاسه کولو لپاره نړیوالې هڅې روانې دي او هڅه کوي، چې د چین، روسیې او امریکا په څېر هېوادونو ته نږدې شي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

عباس عراقچي په م.م کې د ایران له سفیر سره د ایلان ماسک لیدل رد کړل

هغه د شنبې پر ماښام (د لړم شپږویشتمه ) په يوه پروګرام کې ویلي، چې له ایلان ماسک سره هیڅ یوه ایراني چارواکي لیدلي ندي او دا موضوع یې د امریکایانو خبر جوړول یادکړي دي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ملګرو ملتونو کې د دې هېواد له سفیر سره د ایلان ماسک د لیدلو په اړه د امریکايي رسنیو راپورونه رد کړل.

هغه د شنبې پر ماښام (د لړم شپږویشتمه ) په يوه پروګرام کې ویلي، چې له ایلان ماسک سره هیڅ یوه ایراني چارواکي لیدلي ندي او دا موضوع یې د امریکایانو خبر جوړول یادکړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران اسلامی جمهوریت له استازی سعید ایرواني سره د ایلان ماسک د کتنې خبر لومړی نیویارک ټایمز خپور کړ او څرګنده یې کړه، چې دواړو لوریو د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ کمولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

عراقچي زیاته کړې: یقیناً د اسلامي جمهوریت هیڅ یو سفارت او دفتر به له همغږۍ پرته دا ډول غونډې ترسره نکړي.

څو ساعته مخکې د ایران دولتي خبري سرچینې ایرنا لیکلي وه، چې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نه یوازې دا ناست رد کړې، بلکې د امریکایي رسنیو د دې پوښښ په اړه یې حیرانتیا هم څرګنده کړې ده.

دا تردیدونه په ملګرو ملتونو کې د ایران له سفیر امیر سعید ایرواني سره د ایلان ماسک د کتنې د خبرونو له پراخ پوښښ وروسته خپاره شوي دي.

د دې ناستې خبر لومړی د پنجشنبې پر ورځ (د لړم پر څلیریشتمه ) نیویارک ټایمز د ځینو ایراني چارواکو پر حواله خپور کړ، چې د دواړو لوریو د خبرو تمرکز د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د کمولو پر څرنګوالي و.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

ما له ټرمپ سره درې ځله خبرې کړي – نتانیاهو

د نتانیاهو د خبرپاڼې له مخې؛ دغه خبرې اترې ښې او ډېرې اړینې وې او د ایران د ګواښونو او خطرونو په اړه وغږېدو او پرې همغږي شو، چې په کې اسرائیلو ته د سولې او پرمختګ ستر فرصتونه لیدل کیږي.

Published

on

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې پر ورځ ( د لړم شلمه ) ویلي، چې له امریکا د ځواکنو اړیکو او یوالي د پیاوړتیا لپاره مې په تېرو څو ورځو کې د امریکا له غوره شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره درې ځله ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د نتانیاهو د خبرپاڼې له مخې؛ دغه خبرې اترې ښې او ډېرې اړینې وې او د ایران د ګواښونو او خطرونو په اړه وغږېدو او پرې همغږي شو، چې په کې اسرائیلو ته د سولې او پرمختګ ستر فرصتونه لیدل کیږي.

نتانیاهو نن د اسرائیلو د کابینې په اوونیزه غونډه کې ادعا وکړه، چې لوړپوړیو امنیتي او سیاسي چارواکو په روانه جګړه کې د یو شمېر لوړو خطر لرونکیو پوځي عملیاتو مخالفت کړی دی. په دغو عملیاتو کې د حزب الله د عمومي منشي حسن نصرالله وژل او د رفح پر ښار برید شامل ول.

د اسرائیلو لومړي وزیر زیاته کړې: په کابینه کې داسې کسان هم ول، چې زما له پلان سره یې د نصرالله د نیولو او د نورو عملیاتو د ترسره کولو مخالفت کاوه. دوی په خپل مخالفت کې د امریکا د ملاتړ د نشتوالي یادونه وکړه ... خو ما ونه منله او ماموریت مې روان وساته.

نتانیاهو همدا راز کورني او بهرني عناصر تورن کړل، چې د یرغمل شویو د خلاصون لپاره د خبرو اترو په اړه دروغ وايي.

هغه ومنله، چې د اګست په وروستیو کې د رفح ښار له یوه تونل څخه د ۶ یرغمل شویو کسانو له وژلو وروسته حماس یوازې خپل دریځ پیاوړی کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!