Connect with us

تازه خبرونه

د بلخ پخوانی والي د ولایت مقام ته تلی او خپل کار یې پیل کړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

یو شمېرسرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې ښاغلی عطامحمد نور د ولایت مقام ته تلی او خپل کار یې پیل کړی او غواړي د بلخ والي په توګه حپل کار روان وساتي.

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور د شنبې پر ورځ(د مرغومي ۹)  په ډېر ویاړ یوې خبري ناستې ته، چې په کې د نور ملاتړي او د جمعیت یو شمېرغړیو برخه اخیستې وه؛ په ډاګه کړه، چې  له تفاهم پرته ما څوک له دندې ګوښه کولی نشي او نه زه د چا پر لاسلیک والي پاتې شوی یم.

زه د خپلو متحدینو په ملاتړ والي وم او والي به یم؛ زما ګوښه کول یوه مفته خبره ده. زه رسمي والي یم او په بلخ کې زما ټول صلاحیتونه پخپل ځای دي. که تفاهم ته راسره څوک ورسیدل بیا؛ نو بسم الله هر څوک ، چې راځي را دې شي؛ خو په دې شرط، چې د بلخ ارزښتونه هم ورسره خوندي شي.

نوموړي له حکومت سره د خپلو ناندرو د پیلولو علت ته نغوته کړې اوڅرګندوي؛ په کابل او د هېواد په نورو سیمو کې چاودنو او ناامنیو اړ کړم، چې پر کشفي، امنیتي او دفاعي ارګانونو نیوکې وکړم؛ همدا نیوکې زما او ارګ د اختلاف لومړنی لامل دی.

بله خبره، چې نور پرې خپل ټینګار وړاند کړ هغه په حکومت کې د جمعیت د حق غوښتنه ده.

ښاغلی نور وایي، داکتر عبدالله عبدالله په ملي وحدت حکومت کې د جمعیت استازی و؛ خو په کې ناکام شوی او دا مونږ نشو منلی، چې حکومت به له جمعیت سره شويو ژمنو ته وفادار پاتې شي او کړې  ژمنې دې پلې کړي.

د بلخ پخواني والي دا هم په ډاګه کړې، چې زه له حکومت سره د ولایت پر سر ستونزه نلرم؛ ما د جمعیت او خپلو نورو متحدینو د حق غوښتنه راپورته کړې ده.

((نور)) په دې اړه زیاتوي، لوی کندهار ته زمونږ سفر عادي نه و؛ ټول سرداران د یوې سترې غونډې پرېکړې ته په تمه ول؛ خو حکومت د دې سترې ناستې د جوړیدو مخه ونیوله.

د عطامحمد نور په وینا؛ دا ائتلاف د جګړې ائتلاف نه و، بلکې د وړو قومونو د غړیتوب او د هېوادنیو ستونزو د حل یوه پراخه ناسته وه.

هغه د غونډې ګډونوالو ته د جمعیت د رهبرۍ او په ټاکنو کې د جمعیت د ونډې په اړه څرګنده کړه، چې که زه وم جمعیت ته به د مشرتابه له مشورې سره سم لوری ورکړم؛ خو عبدالله او غني غواړي د دغې برنامې او په ټاکنو کې د برخې اخیستنې په اړه ماته خنډونه رامنځته کړي.

هغه په بلخ کې له داعش سره مبارزه خپل حق وګاڼه او په ډاګه یې کړه؛ زه څنګه ومنم، چې داعش راشي او د بلخ پېغلې خپلو سرتېرو ته په نکاح کړي، کونډې مو خپلې کړي او بچي مو دوه ټوټې کړي.

ده په بشپړ ډاډ د بلخ خلکو او چارواکو ته د ملاتړ ډاډ وکړ، چې نور دې په بلخ کې په بشپړ ډاډ چارې تر سره کوي او له هغو کسانو یې مننه وکړه، چې پرته له وېرې ورسره ودریدل.

دغه راز یې له هغو رسنیو هم مننه وکړه، چې د ده غږ یې بیا راپورته کړ.

د بلخ پخوانی والي وايي، ما خپل مرستیال ته یو لړ صلاحیتونه ورکړي؛ ورځنی کار به کوي او زه به له دې وروسته نه یوازې پخپل لاسلیک چارې تر سره کوم، بلکې له خلکو سره به د سترو هوکړو لپاره کار هم کوم او د ملي وحدت حکومت تر وروستۍ ورځې به والي پاتې یم.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په ډاګه کړې، چې د عطامحمد نور د استعفا په اړه د حکومت پرېکړه بدله شوې نه ده او ډېر ژر به نوی والي د بلخ خلکو ته وروپېژندل شي.

حکومت د ښاغلي نور څرګندیدنه د ولایت په کاري مقام کې د هغه شخصي پرېکړه بولي.  

د یادونې وړ ده، چې د عطامحمد نور استعفا دوه اوونې وړندې د ولسمشر غني له لوري منظور شوې؛ خو جمعیت د نور استعفا نه ده منلې.

قتیل زوی

تازه خبرونه

شهاب الدین دلاور او ورسره مل پلاوي د مس عینک کان له اړوند سیمو لیدنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۰, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي او ور سره مل پلاوي د چارشنبې پر ورځ د غویی نولسمه د مس عینک کان له بېلابېلو سیمو او د عینک سیمې له لرغونو آثارو لیدنه وکړه.

لوګر ولایت ته په دې سفر کې د کانونو او پټرولیم وزارت له چارسمبالي شهاب الدین دلاور سره د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارسمبالي ملا خیرالله خیرخواه، په کابل کې د چین هېواد سفیر ژاو شینک، د MCC شرکت چارواکو، والي ضیاءالرحمن مدنی او د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال ملتیا کوله.

د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې اړه یوه ناسته هم تر سره شوه، چې په کې د MCC شرکت چارواکو د مس عینک کان د سړک جوړولو، د لرغونو آثارو ساتنې د پلان د وروستي کېدو او د عملي کار د پیل په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د یاد شرکت چارواکو ویلي، چې د مس عینک کان د پروژې له عملي پیل سره به په سیمه کې لرغونو آثارو ته زیان ونه رسیږي.

دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارسمبالي هم د دغې سيمې د لرغونو آثارو او د هغو د ساتنې په اړه خبرې وکړې او د پروژې د کار د ګړندي کولو لپاره يې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال هم د مس عینک کان د برښنا او اوبو رسولو په برخه کې د دې وزارت له همکاریو ډاډ څرګند کړ.

ویل کیږي، چې د لوګر مس عینک کان تړون له یوې چینايي کمپنۍ سره ۱۶ کاله پخوا لاسلیګ شوی دی؛ خو د دغه کان استخراج اوس هم ندی پیل شوی.

Continue Reading

تازه خبرونه

سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پیل شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۰, ۱۴۰۳)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارسمبالي نور محمد ثاقب ويلي، چې له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد بهیر پیل شوی دی.

د نورمحمد ثاقب د څرګندونو له مخې؛ تېره شپه (چارشنبه د غویي نولسمه) شاوخوا ۲۳۰ حاجیان په لومړۍ الوتنه کې مدینې منورې ته ولېږدول شول.

نوموړي د افغان حاجيانو د لومړي کاروان د لېږد په مراسمو کې ويلي، چې سږ کال يې حج کوونکیو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د نورو کلونو په پرتله د کاري کمیټې کارکوونکي سعودي عربستان ته مخکې لېږلي دي.

دغه راز د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په دې مراسمو کې حاجیانو ته په خطاب کې ویلي: ګرانو حاجیانو! تاسې په سعودي عربستان کې د افغانانو استازي یاست؛ نو دغه استازیتوب په ښه توګه ترسره کړئ.

عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په هلو ځلو تېرو کلونو ته ورته سږ کال هم د حج ټول فعالیتونه په منظم ډول ترسره شوي دي.

له دې مخکې د حج او اوقافو وزارت اعلان کړی و، چې سږ کال سعودي عربستان افغان حاجیانو ته ۳۰ زره سهمیه ورکړې ده.

ویل کیږي، چې آریانا افغان او کام ایر شرکتونو ته سږکال هم د افغان حاجیانو د لېږد او راستنولو مسوولیت سپارل شوی دی.

 

Continue Reading

تازه خبرونه

تېر کال پر زړه د سوريو ۷۰۰ ماشومانو درملنه وشو – سره میاشت

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۰, ۱۴۰۳)

د افغانستان په سویل لویديځ کې سره میاشت ادارې ويلي؛ تېر کال يې پر زړه سوريو ٧٠٠ ماشومانو درملنه کړې او په پام کې ده، چې سږ کال د ١٥ زره اړوند ماشومانو درملنه وکړي.

سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیواله ورځ د بشریت ژوندي ساتلو تر سرلیک لاندې ولمانځل شوه. په دې مراسمو کې د رییس الوزار سیاسي مرستیال له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې افغانستان هېر نه کړي، ځکه دا هېواد له اقتصادي ستونزو، زلزلو، طبیعي پېښو او کډوالو جبري شړلو سره مخ دی او اسلامي امارت نشي کولی دا ستونزې په یوازې سر حل کړي.

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ويلي؛ نړیواله ټولنه باید افغانستان له بشري اړخه هېر نکړي؛ ځکه، چې بشري همکارۍ ته اړتیا لري.

هغه وایي؛ بانکي بنديزونو او د مرستو کمېدو د افغانستان اقتصادي وضعيت پېچلى کړى او د اسلامي امارت فعاليتونه يې محدود کړي دي، نو باید د افغانستان شتمنۍ ازادې شي.

د مولوي عبدالکبیر د څرګندونو له مخې؛ د مرستو کمښت او د بانکي بندیزونو دوام د اسلامي امارت پر فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.

د اسلامي امارت دغه چارواکي زیاته کړې، چې اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل احترام له مخې دوه اړخیزې اړیکې غواړي.

په افغانستان کې د سره صليب کمیټه هم د افغانستان له خلکو سره د دې بنسټ د فعاليتونو او همکاريو پر دوام ټينګار کوي.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې رییسه کترینا ریتز ویلي: د سره صليب نړيواله کمیټه او افغاني سرې مياشتې ټولنه په ګډه کار کوي او غواړي، چې له زيانمنو شويو ټولنو سره مرستې وکړي، د دوی اساسي اړتياوې پوره او هغوی ته بنسټیز خدمتونه وړاندې کړي.

افغانني سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې د مرستندویه بنسټونو پر وړاندې کومه ستونزه نشته او دوی کولی شي مرستې د هېواد لرې پرتو سیمو ته ورسوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!