Connect with us

تازه خبرونه

د ا.ا.ا د کابینې یو شمېر نور وزیران او مرستیالان هم اعلام شول

خپور شوی

د

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  مرستیال او د ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد نن په یوه خبري ناسته کې د کابینې یو شمېر پاتې وزارتونو او مرستیالۍ ته د نويو څانګوالو د ټاکنې نوملړ وړاندې کړ.

مجاهد نن (سې شنبه د وږي ۳۰ / د سپتمبر ۲۱) څرګنده کړې؛ د کابینې مشرتابه پرېکړه کړې، چې د وزارتونو چارواکي به د خدماتو وړاندې کولو لپاره سمدستي خپل فعالیتونه پیل کړي او له همدې کبله د د هغوی د لوړې مراسم لغوه شوي دي.

هغه دا هم ویلي، چې د تخصص معیار به د نورو ادارو لپاره هم په پام کې ونیول شي.

د اسلامي امارت د کابینې د نویو غړیو نوملړ په لاندې ډول دی:

– د پنجشیر ولایت اوسیدونکی د هېواد ملي سوداګر حاجی نورالدین عزیزي د سوداګرۍ وزارت د سرپرست په توګه.

– د بغلان ولایت اوسیدونکی ملي سوداګر حاجی محمد بشیر د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په توګه.

 -د سرپل ولایت اوسیدونکی ملي سوداګر حاجی محمد عظیم سلطان زاده د سوداګرۍ وزارت د دوه یم مرستیال په توګه.

– ډاکتر قلندر عباد د روغتیا وزارت د سرپرست په توګه.

– ډاکټر عبدالباری عمر د روغتیا وزارت د مرستیال په توګه.

– داکټر محمد حسن غیاثي د روغتیا وزارت د دوه یم مرستیال په توګه

–  صدر ملا محمد ابراهیم د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په توګه.

– ملا عبدالقیوم ذاکر د دفاع وزارت د مرستیال په توګه.

– انجنیر نظر محمد مطمین د اولمپیک ملي کمېټي د سرپرست په توګه. 

– انجنیرمجیب الرحمن عمر د برښنا او انرژي  وزارت د مرستیال په توګه.

– حاجی غلام غوث د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د مرستیال په توګه.

– ډاکټتر محمد فقیر د مرکزي احصائې د ادارې د سرپرست په توګه.

– ګل زرین کوچی د سرحدونو وزارت د دوه یم مرستیال په توګه.

– قومندان ارسلا خروټی د کډوالو چارو وزارت د مرستیال په توګه.

 – دوکټور لطف الله خیرخواه د لوړو زدکړو وزارت د مسلکی مرستیال په توګه.

– انجنیر نجیب الله د اټومي انرژۍ د مشر په توګه.

– حاجي ګل محمد د سرحداتو وزارت د مرستیال په توګه.

د اقتصادي ستونزو په اړه مجاهد څرګنده کړې؛ مونږ له ټولو ډیپلوماټیکو لارو هڅه کړې، چې کنګل شوي اسعار او زیرمې مو خپلې شي.

د ښځو د کار او زد کړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې مجاهد ویلي، چې د نجونو د متوسطه ښوونځیو د بیا پرانستلو او دغه راز د ښځو د کار غوښتنو ته پر لاسرسی کار روان دی.

له بلې خوا په هېواد کې د رسنیو د وضعیت په اړه اندېښنو ته داسې ځواب ورکوي: رسنۍ د افغان ټولنې یوه مهمه برخه ده او دوی د رسنیو د ستونزو د پوره حل په لټه کې دي.

هغه زیاته کړې: په ولایتونو کې ننګونې شته  او د حل لپاره یې پوره کار روان دی.

د نړیوالو سوداګریزو الوتنو د پیل په اړه  مجاهد ویلي، چې د کابل هوایي ډګر مرکزي رادار خراب و او د جوړولو کار یې څه نا څه بشپړ شوی، چې له دې وروسته به نړیوالې سوداګریزې الوتنې بیا پیل شي.

د داعش مجاهدینو د فعالیتونو په اړه یې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي؛ داعش د هېواد په کومه برخه کې فزیکي شتون نلري.

هغه وایي: داعش په عراق او سوریه کې دی، دلته شتون نلري.

نوموړي د ننګرهار د وروستيو چاودنو په اړه ولس ته ډاډ ورکړی، چې د داعش د سرپورته کولو د مخنیوي هڅې نورې هم چټکې شوې دي.

مجاهد زیاته کړې: داعش؛ ځکه ګواښ ندی، چې فکر يې په افغان ولس کې منل شوی ندی، څوک يې ملاتړ نکوي او په تېرو وختونو کې مونږ د داعش پر ضد اغېزناکه مبارزه کړې او پر له منځه وړلو یې هم پوهیږو.

د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په دې ګمارنو کې تر ډېره مسلکیتوب په نظر کې نیول شوی، چې له بشپړېدو سره به یې د حکومت چارې نورې هم ښې او کابینه معیاري‌ شي.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پلاوی په دوه‌یمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تلی

د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست رییس عبدالرحمن ساپی هم د دې پلاوي غړی دی.

Published

on

 

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال محمد امین جان عمري پر مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی په دوه‌یمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللی دی.

د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست رییس عبدالرحمن ساپی هم د دې پلاوي غړی دی.

ټاکل شوې، چې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو استازي، د نړیوالو ټولنو استازي، د معلوماتي ټکنالوژۍ برخې څانګوال(متخصصان) او د خصوصي سکټور استازي په دې غونډه کې ګډون وکړي.

په غونډه کې به د ډیجیټلي ټکنالوژۍ پراختیا، ډیجیټلي حکومتولي، مصنوعي ځیرکتیا، سایبري امنیت، ډیجیټلي بېخبناوو او د هېوادونو ترمنځ د ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پلاوی به په دې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د افغانستان د تجربو او لاسته راوړنو او د ډیجیټلي بدلون په برخه کې د ترسره شویو هڅو په اړه معلومات وړاندې کړي.

همدارنګه، ټاکل شوې د افغانستان پلاوی د غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو او د معلوماتي ټکنالوژۍ له اړوند ادارو سره دوه‌اړخیزې لیدنې ولري او د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

دوه‌یمه نړیواله ډیجیټلي غونډه نن(پنجشنبه) په مسکو ښار کې پیلیږي او درې ورځې به روانه وي.

#آریانانیوز #افغانستان #مسکو #ډیجیټلي‌ټکنالوژي #مخابرات #معلوماتي‌ټکنالوژي

Continue Reading

تازه خبرونه

یو افغان وګړی د انلاین ځانمرګي برید د ګواښ پر تور مجرم وپېژندل شو

د راپورونو له مخې؛ نوموړي دا ګواښ د ۲۰۲۵ز. کال په نومبر کې د خواله رسنۍ د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال کړی و او د دغې وینا ځینې برخې وروسته په ټک‌ټاک او نورو خواله رسنیو کې خپرې شوې. امریکايي چارواکو د خلکو له راپورونو وروسته هغه وپېژاند او ویې نیوه. په داسې حال کې، چې د الکوزي د کور او ګرځنده ټیلیفون له پلټنې وروسته هېڅ ډول چاودېدونکي توکي یا د بم جوړولو وسایل موندل شوي نه‌دي.

Published

on

 

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې؛ ۳۲ کلن افغان محمد داوود الکوزي د اوکټوبر پر شپږمه د ټکزاس ایالت په فورت‌ورټ فډرالي محکمه کې د ځانمرګي برید د ترسره کولو په اړه د انلاین ګواښیز پیغام د لېږلو پر تور پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

د راپورونو له مخې؛ نوموړي دا ګواښ د ۲۰۲۵ز. کال په نومبر کې د خواله رسنۍ د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال کړی و او د دغې وینا ځینې برخې وروسته په ټک‌ټاک او نورو خواله رسنیو کې خپرې شوې. امریکايي چارواکو د خلکو له راپورونو وروسته هغه وپېژاند او ویې نیوه. په داسې حال کې، چې د الکوزي د کور او ګرځنده ټیلیفون له پلټنې وروسته هېڅ ډول چاودېدونکي توکي یا د بم جوړولو وسایل موندل شوي نه‌دي.

چارواکو ویلي، داسې شواهد یې هم  موندلي نه‌دي، چې نوموړي په رښتیا د برید د ترسره کولو نیت درلود.

الکوزی اوس د پېنځه کلونو له فډرالي بند، ۲۵۰ زره ډالرو جریمې او تر درې کلونو پورې قضايي څارنې سره مخ دی. د نوموړي د سزا د اعلان نېټه تر دې دمه ټاکل شوې نه‌ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

په مسکو کې پر افغانستان او منځنۍ آسیا امنیتي غونډه جوړېږي

په دې غونډه کې به د منځنۍ آسیا او افغانستان امنیتي مسایل وڅېړل شي.

Published

on

د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې «سي‌اس‌ټي‌او» څرګنده کړې، چې د اوکټوبر پر پېنځلسمه او شپاړلسمه به په مسکو کې د دې ټولنې، د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو او د شانګهای همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو ګډه غونډه جوړه شي.

په دې غونډه کې به د منځنۍ آسیا او افغانستان امنیتي مسایل وڅېړل شي.

دغه راز د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنه د ګډ امنیت شورا غونډه به د نومبر پر لسمه او یوولسمه په مسکو کې جوړه شي، چې په کې به د ډله‌ییز امنیت د نظام پیاوړتیا او د غړیو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو پراختیا وڅېړل شي.

ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې به د ډله‌ییز امنیت نظام د پیاوړتیا او د غړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو د پراختیا لپاره هم پرېکړې وشي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!