سیمه ییز خبرونه
د ایران ولسمشریزې ټاکنې رسماً پیل شوې
د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د څوارلسمې دورې د ترسره کېدو بهیر نن (جمعه د چنګاښ اتمه) د سهار پر ۸ بجو پیل شو، چې ۶۱ میلیونه ۴۵۲ زره ۳۲۱ کسان به په هېواد کې دننه او بهر ګډون وکړي.
ایسنا خبری اژانس راپور ورکړی، چې په نیوزیلینډ کې د ایران سفارت په ګډون د دوه نورو ښارونو ایرانیانو ته هم د رای اچونې له پیل سره سم د ولسمشریزو ټاکنو د رایو صندوقونه کېښودل شوي دي.
په بهر کې ایراني وګړي هم کولی شي د باور وړ پاسپورټ سره د خپلې خوښې نوماند ته رای ورکړي.
له دې مخکې په بهر کې د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو مسوول علیرضا محمودي ویلي وه، چې د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړی پړاو به په نیوزیلینډ کې ترسره شي.
د ایران د ولسمشرۍ په څوارلسم پړاو ټاکنو کې د دغه هېواد د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره مسعود میزکیان، مصطفی پور محمدي، سعید جلیلي او محمد باقر قالیباف سیالي کوي.
ویل کیږي، چې په مزارشریف ښار کې هم د ایران قونسلګرۍ د خپل هېواد وګړو ته د ایران د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د رای اچونې لپاره د رایو صندوقونه ایښي دي.