تازه خبرونه
د امریکا له وتلو وروسته د افغان ځواکونو وېره ناسمه ده – خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سې شنبې پر ورځ د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو کمیټې ته له هغې وړاندویېنې پرده پورته کړه، چې وایي: د امریکا او ائتلافي ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان حکومتي ځواکونه د جګړې له ډګره ووځي او طالبان به کابل ونیسي.
زلمي خلیلزاد زیاته کړې، چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته طالبان جګړې او د جګړې له لارې واک ته د رسېدو لپاره هېڅ دلیل نلري او طالبان یوه داسې سیاسي هوکړه غواړي، چې له مخې یې هغوی ته په نړیواله کچه مشروعیت ورکړ شي او د امریکا او ملګرو ملتونو لخوا پرې لګول شوي بندیزونه لري شي.
خلیلزاد ویلي، چې که طالبان د جګړې له لارې واک ته د رسېدو لار غوره کړي؛ نو مخه به یې ونیول شي.
نوموړی په دې اړه وایي: طالبان د راتلونکې په اړه د پرېکړې لپاره دوه بنسټیز غوراوي لري؛ د خبرو له لارې سولې ته رسېدل او د سیاسي تحریک په توګه راڅرګندېدل، چې په دې توګه د ټولنې برخه کېدلی شي او نړیواله ټولنه به هم ترې ملاتړ وکړي.
ای پي راپور ورکړی، چې د ټکزاس جمهوریت غوښتونکي مک کاول ټینګار کړی، چې د صفر فرصت هم له شونتیا لرې ندی. دا شونې ده، چې طالبان به د ۲۰۲۰ زېږدیز کال په فبروري کې د ټرمپ له ادارې سره د دوی د مشرانو پر ژمنو ټینګار وکړي، چې په کې د سولې دوامداره خبرې او له القاعدې سره له هر راز همکارۍ او ملاتړ ډډه کول دي.
مک کاول ویلي: ښکاري دا، چې طالبان به د دې هېواد د واک خپلولو هڅه وکړي او او هر څه به بدل شي.
هغه وایي: دوی( طالبانو) د بایډن له اعلان او د ځواکونو له وتلو مخکې بریدونه پیل او ګړندي کړي؛ نوې ساحې او اډې یې نیولي دي. په هېواد کې له پوځي شتون پرته امریکا دوی ته د القاعده په څیر له نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو د ژورو کولو زمینه برابروي. دا هغه څه دي، چې غواړي یوځل بیا پر مونږ او متحدینو له دې هېواده بهرني بریدونه پیل شي.
خلیلزاد د امریکایي ځواکونو د وتل بهیر ښه او ډاډمن یاد کړی او زیاتوي؛ مونږ تمه لرو، چې همداسې دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې هغه ویلي؛ له ګاونډ هېوادونو مو هوکړه ترلاسه کړي، چې د ګواښونو د مخنیوي لپاره به د تروریزم ضد امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه په لرې واټن کې ځای په ځای کړي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ