سوداگري

د افغانستان په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د برښنایي سکنرونو لګولو طرحه و منل شوه

Published

on

(Last Updated On: )

د سې شنبې پر ورځ (د سلواغې پر اووه‌لسمه ) د ارګ په مرمرین ماڼۍ کې د ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ د اقتصادي کمیسیون اووه‌نیزه غونډه جوړه شوه.

د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې لیکلي: د اقتصادي کمیسیون په نوبتي غونډه کې، چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ جوړه شوې؛ له هراړخیز بحث وروسته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د برښنایي سکنرونو د نصبولو طرحه ومنل شوه.

د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د عامه – خصوصي مشارکت له لارې پر دې پروژه شاوخوا ۸ میلیارډ افغانۍ پانګونه کوي.

د یادې پروژې له هر اړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه وشوه، چې د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت د پالیسۍ جوړونکی دی او د پروژو سروې، ډیزاین او څارنه د همدې وزارت له‌خوا ترسره کېږي او د پلي کېدا مسوولیت یې د اړوند وزارتونو او څانګو پر غاړه دی.

ویل کیږي، چې په دې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت پر اقتصادي طرحه او یوشمېر نورو موضوعاتو هم بحث وشو.

 

Trending

Exit mobile version