سوداگري
د افغانستان صادرات له یو میلیارډ ډالرو واوښتل
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې په روان لمریز کال کې د یو میلیارډ و سل میلیون ډالرو پر ارزښت کورني تولیدات صادر شوي دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولینو ویلي، چې په دې صادراتو کې جلغوزي، انګور، انځر، تلک یا شو کاڼي ډبرې، غالۍ او د درملو بوټي شامل دي.
د دوی په خبره، ډېري محصولات او تولیدات پاکستان او هند ته صادرشوي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وایي: مونږ په روان میلا دي کال کې د صادراتو کچه یو میلیارډ او سل میلیون ډالرو ته رسیدلي. که په هېواد کې پانګونه وشي دا کچه نوره هم لوړېدای شي.
د خصوصي سکتور ځینې غړي په دې باور دي، چې که د افغانستان اسلامي امارت له خصوصي سکتور ملاتړ وکړي؛ نو افغان پانګوال کولی شي، چې د هېواد د صادراتو او وراداتو بیلانس برابر کړي.
د خصوصي سکتور غړي بازمحمد غیرت ویلي؛ که مونږ وغواړو، چې دا هېواد له واردوونکي څخه پر صادروونکي هېواد بدل کړو؛ نو مونږ د دې وړتیا لرو او صادرات مو له میلیارډ ډالرو لوړدي. دغه راز اوس امنیت بد ندی؛ نو سوداګریزې ستونزې اوارې شوې دي.
د اقتصادي چارو کارپوهان بیا په روان کال کې د یو میلیارډ ډالرو پر ارزښت د صادراتو تر سره کیدو ته د شک په سترګه ګوري؛ خو وایي که د سکتوري وزارتونو لخوا د صادارتو د پراختیا لپاره کار وشي په هېواد کې د صادراتو لوړظرفیت شتون لري.
اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وایي: مونږ د صادراتو لپاره لوی ظرفیت لرو. که پرې کار وشي مونږ د ځان بسیایني حد ته رسیدای شو؛ خو په روان کال کې ډېر باورې نه یم، چې دومره صادرات دې شوې وي.
د یو میلیارډ ډالرو صادراتو خبرونه ډېر د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسوولینو له ادرسه هم په ټولنیزو شبکو کې تر سترګو کیږي؛ خو دغه وزارت تر دې دمه له رسنیو سره په دې اړه څه ندي ویلي.
سوداگري
د افغانستان ټرانزیټي سوداګري د پاکستان له لارې ټیټې تاریخي کچې ته رسېدلې
د راپور له مخې: د افغانستان د ټرانزیټي توکو ارزښت، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا مخکې شاوخوا ۵ میلیارډ ډالر و؛ په وروستي مالي کال کې ۳۶۷ میلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.
د پاکستان«ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د پاکستان له لارې د افغانستان ټرانزیټي سوداګري په وروستیو کلونو کې خپلې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.
د راپور له مخې: د افغانستان د ټرانزیټي توکو ارزښت، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا مخکې شاوخوا ۵ میلیارډ ډالر و؛ په وروستي مالي کال کې ۳۶۷ میلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.
ډان لیکلي، که څه هم پاکستان د ۲۰۲۵ز.کال په اوکټوبر میاشت کې د امنیتي اندېښنو له کبله د ډیورند کرښې ځینې لارې وتړلې او دې چارې د ټرانزیټ د کمېدو بهیر چټک کړ؛ خو د سوداګرۍ د راکمېدا لړۍ له دې وړاندې پیل شوې وه.
د راپور له مخې؛ افغانستان هڅه کړې، چې د پاکستان پر بندرونو خپله تکیه کمه کړي او د ایران له لارې د سوداګرۍ پر پراخولو او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا بدیلې لارې ومومي.
راپور زیاتوي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته په لومړیو کې د پاکستان له لارې ټرانزیټ زیات شو او په ۲۰۲۳ مالي کال کې له ۱۰۲ زره کانټینرونو واوښت؛ خو وروسته یې پرلهپسې د کمېدا لوری خپل کړ.
ډان همداراز ویلي؛ معکوس ټرانزیټ، چې د پاکستان له لارې یې درېیمو هېوادونو؛ پر ځانګړي توګه هند ته د افغانستان د صادراتو زمینه برابروله، نږدې درېدلی دی. د دغه ټرانزیټ ارزښت په ۲۰۲۵ مالي کال کې له ۴۵۴ میلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۶ مالي کال کې یوازې ۷ میلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.
ورځپاڼې د نړیوال بانک د څرګندونو له مخې لیکلي، چې ایران اوس د افغانستان د وارداتو تر ټولو ستره سرچینه ده او د دغه هېواد مستقیمې او ټرانزیټي لارې د افغانستان د ټولو وارداتو نږدې نیمايي برخه جوړوي؛ خو نړیوال بانک خبرداری ورکړی، چې بدیلو لارو ته د سوداګرۍ اوښتل د وارداتو لګښتونه لوړ کړي، د صادراتو عواید یې راکم کړي او د بیو د لوړېدا فشارونه یې زیات کړي دي.
د راپور له مخې، د ډیورند کرښې په اوږدو کې د سوداګرۍ کمېدا د لېږد رالېږد، ګمرکونو، زېرمتونونو او نورو اړوند سکټورونو زرګونه کاري فرصتونه هم اغېزمن کړي دي.
سوداگري
ایران، افغانستان او تاجکستان د ټرانزیټي آسانتیاوو او سیمهییز نښلون سند لاسلیک کړ
د ایران سفارت په دوشنبه ښار کې ویلي، دغه سند د افغانستان، ایران او تاجکستان ټرانسپورټي چارواکو د مشهد د درېاړخیزه غونډې پر مهال لاسلیک کړی دی.
ایران، افغانستان او تاجکستان د یوه ګډ هوکړهلیک له لاسلیکولو سره د ټرانزیټي همکاریو، د توکو د نړیوال لېږد رالېږد او د درېواړو هېوادونو ترمنځ د سیمهییز نښلون پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د ایران سفارت په دوشنبه ښار کې ویلي، دغه سند د افغانستان، ایران او تاجکستان ټرانسپورټي چارواکو د مشهد د درېاړخیزه غونډې پر مهال لاسلیک کړی دی.
د راپور له مخې، دغه غونډه د سیمهییزو همکاریو د پراختیا، د توکو د نړیوال ټرانزیټ د ودې، د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د نړیوال ټرانسپورټ په برخه کې د همغږۍ له لارې د رغنده تعاملاتو د پراختیا پر موخه جوړه شوې وه.
دغه هوکړهلیک د ایران د سړکونو او سړکیز ټرانسپورټ د ادارې رییس او د ترانسپورټ وزارت مرستیال رضا اکبري، د تاجکستان د ټرانسپورټ وزارت مرستیال شایسته سعیدمرادزاده او د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د حقوقي چارو او هوکړهلیکونو عمومي رییس یارمحمد رمضان لاسلیک کړی دی.
تمه ده، چې د دې هوکړې پلي کېدل به د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا، د توکو د ټرانزیټ آسانتیا او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا زمینه برابره کړي.
سوداگري
ایران، افغانستان او تاجکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا وغږېدل
د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت ویلي، دغه غونډه د چنګاښ پر درویشتمه او څلیریشتمه / د جولای پر څوارلسمه او پېنځلسمه د خراسان رضوي ولایت په مرکز مشهد ښار کې د درې واړو هېوادونو د چارواکو پر ګډون جوړه شوې وه.
ایران، افغانستان او تاجکستان په یوه درېاړخیزه غونډه کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي او سړکیز لېږد رالېږد د همکاریو د پراختیا لارې چارې وڅېړلې.
د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت ویلي، دغه غونډه د چنګاښ پر درویشتمه او څلیریشتمه / د جولای پر څوارلسمه او پېنځلسمه د خراسان رضوي ولایت په مرکز مشهد ښار کې د درې واړو هېوادونو د چارواکو پر ګډون جوړه شوې وه.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې د توکو د سړکیز لېږد رالېږد په برخه کې د درېاړخیزو همکاریو پیاوړتیا، د ټرانزیټي دهلېزونو فعالول، د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالی او د سیمهییزو همکاریو پراختیا د بحث اړین ټکي وه.
د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت ټینګار کړی، چې دغه نوښت کولی شي نړیواله سوداګري آسانه او په سیمه کې له پرلهپسې پرمختګ ملاتړ وکړي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د مشهد غونډه له ګډو ظرفیتونو څخه د غوره ګټې اخیستنې، د سیمهییزو اړیکو د پیاوړتیا، په نړیوالو ټرانسپورټي دهلېزونو کې د سیمې د ونډې د زیاتوالي او د ټرانزیټي بنسټیزو پروژو د پراختیا لپاره اړین ګام بلل کېږي.
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان له افغانستان سره پر سولهییزو او باثباته اړیکو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoرباب فاطمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې ځانګړې استازې ونومول شوه
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد ایران د سویل په تازه بریدونو کې له ۳۰ ډېر ملکي وګړي ووژل شول
-
International Sports4 days agoارجنټاین په زړهراکښونکې لوبه کې انګلستان مات او پایلوبې ته ووت
-
تازه خبرونه5 days agoد کابل- ډیلي هوايي دهلېز فعال دی
-
تازه خبرونه4 days agoپه کندهار کې د امنيې، عبور او مرور شُرطې ځواکونو ته یو ورځنی سمینار ورکړ شو
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي امارت له رهبرۍ سره اختلاف نهلرم – جمعهخان فاتح
-
سوداگري4 days agoایران، افغانستان او تاجکستان د ټرانزیټي آسانتیاوو او سیمهییز نښلون سند لاسلیک کړ
