تازه خبرونه
د افغانستان د شوکاڼي صادرات بیا پیل شول
د افغانستان د صنعتکارانو ټولني غړيو ويلي، چې په دې وروستیو کې نه یوازې د سیمې یو شمبر هېوادونو ته زرګونه ټنه شوکاڼی یا تالک ډبرې صادرې شوي، بلکې هسپانیا او بریټانیا ته هم پېنځه سوه ټنه صادرات لرو.
د خصوصي سکتور غړي وايي که د اسلامي امارت لخوا د هېواد په کاني سکتور کې د پانګونې آسانتیاوې رامنځته شي؛ خصوصي سکتور چمتو دی، چې په دې برخه کې زیاته پانګونه وکړي.
د صنعتکارانو ټولنې مشرعبد الجبار ساپی وایي: په دې وروستیو کې د افغانستان د شوړکاڼو صادارت، پاکستان، ترکیې، هندوستان، چین،هسپانیې او بریټانیا ته پیل شوي او هیله لرو، چې صادرات مو نور هم پراخ شي.
د کانونو او صنایعو خونې غړي وايي، چې په افغانستان کې د کانونو د ناقانونه کېندنې او استخراج مخنیوي شوی؛ خو که د کان کېندنې لپاره نوې او آسانه پالیسۍ جوړې شي، په دې سکتور کې به ډېره پانګه جذب شي.
نوموړي ویلي: په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره په ډېرو برخو کې د کانونو پر ناقانونه استخراج او قاچاق بندیز رامنځ ته شوی؛ خو باید قانوني کارونو ته يي هڅې چټکې شي.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم له اسلامي امارته غواړي، چې د کانونو په برخه کې د خصوصي سکتور د پانګونې د جذب بهیر پراخه کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وایي: د هېوادنیو کانونو استخراج کولی شي په هېواد کې تر یوه بریده اقتصاډي ثبات رامنځته کړي. هیله ده، چې اسلامي امارت دې سکتور ته خپله پاملرنه پراخه کړي؛ ځکه دا سکتور په هېواد کې د کار په رامنځته کولو کې ډېر اړین دی.
د امریکا د پراختیايي اداري لخوا د شوې سروې له مخې په افغانستان کې د درې ټریلیون ډالرو پر ارزښت کانونه شته، چې استحراج به یې د افغانستان اقتصادي بحران پای ته ورسوي او افغانستان به د صنعتي هېوادونو د سیالۍ ډګر ته ودروي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ