تازه خبرونه
د افغانستان بانک چارسمبالی د IFSB په غونډه کې د ګډون لپاره جیبوټي ته ولاړ
د اسلامي مالي خدماتو بورډ یا (IFSB) یوه نړیواله اداره ده، چې د اسلامي مالي خدماتو سکټور د ثبات او پیاوړتیا لپاره معیارونه رامنځته کوي او خپروي. د افغانستان بانک، د اسلامي هېوادونو مرکزي بانکونه، اسلامي بانکونه او یو شمېر نړیوال بنسټونه د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ غړي دي.
د افغانستان بانک ويلي، چې د دې بانک چارسمبالی هدایت الله بدري د یوه پلاوي پر مشرۍ جیبوټي ته تللی، چې د اسلامي مالي خدماتو بورډ (IFSB) په دوهویشتمه کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي، چې د روان کال د جولای پر لومړۍ او دوهیمه به جوړه شي.
د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري ویلي؛ په دې غونډه کې به مالي بورډ د کړنو او راپور په اړه د بحث ترڅنګ د اسلامي بانکدارۍ اړوند معيارونو، مالي شرکتونو او بانکونو پر ښه مديريت، اسلامي بانکدارۍ ډيجيټل کېدو اغېزې او اسلامي بانکدارۍ ودې بحث او خبرې کیږي.
اقتصاد پوهان دا ډول غونډې د افغانستان بانک د فعالیت د ښهوالي او د بانکي خدمتونو د منظموالي لپاره اړینې ګڼي.
د اسلامي مالي خدماتو بورډ یا (IFSB) یوه نړیواله اداره ده، چې د اسلامي مالي خدماتو سکټور د ثبات او پیاوړتیا لپاره معیارونه رامنځته کوي او خپروي. د افغانستان بانک، د اسلامي هېوادونو مرکزي بانکونه، اسلامي بانکونه او یو شمېر نړیوال بنسټونه د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ غړي دي.
اړوند خبرونه:
په کابل کې د افغانستان بانک د عالی شورا دوه ورځنۍ ناسته جوړیږي
د افغانۍ ارزښت او په بانکونو کې د پیسو کچه مخ پر ښه کېدو ده – د افغانستان بانک