تازه خبرونه

د افغانستان اسلامي امارت پلاوی قطر ته روان شو

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې پر ورځ د چنګاښ نهمه د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي پر مشرۍ قطر ته روان شو.

ټاکل شوې، چې د دوحې درېیمه غونډه سبا او بله ورځ د ملګرو ملتونو پر کوربتوب د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

په دې غونډه کې به د افغانستان په چارو کې د هېوادونو ځانګړي استازي ګډون ولري او په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي دفتر د بهرنیو چارو، صنایعو او سوداګرۍ، کورنیو چارو وزارتونو له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت او د افغانستان بانک استازي به د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد پر مشرۍ ګډون وکړي.

Trending

Exit mobile version