Connect with us

تازه خبرونه

د افغانانو د خپلمنځي خبرو مخې ته پراته ټول خنډونه لرې شوي- د پخلاینې شورا

خپور شوی

د

(Last Updated On: وږی ۱۲, ۱۳۹۹)

د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند ویلي؛ د بندیانو د خوشې کیدو د بهیر له بشپړیدو سره سم به د سولې مرکچي پلاوی دوحې ته ځي، چې له طالبانو سره خپلمنځي خبرې پیل شي.

ښاغلي خوځون په ډاګه کړې؛ د افغانانو د خپلمنځي خبرو مخې ته پراته ټول خنډونه لرې شوي او د بندیانو د تبادلې پروسه به ډېر ژر پای ته ورسیږي. د بندیانو د خوشې کیدو د بهیر له بشپړیدو وروسته به د خپلمنځی خبرو اترو لړۍ پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت تېره ورځ ناوخته طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر بیا پیل کړې دی.

د یو شمېر سرچینو په وینا، له ۳۲۰ سخت دریځو طالب بندیانو څخه د سې شنبې پر ورځ ۱۵۳ او د دوشنبې پر ورځ ۴۷ کسیزې ډلې خوشې شوې او یوه اته ګسیزه ډله نن هم په کندهار ولایت کې خوشې شوې ده.

دا هغه سخت دریځ طالب بندیان دي، چې په تېره میاشت کې یې ولسمشر اشرف غني د خوشې کولو بهیر د سختو جرمونو له کبله ودراوه.

دغې سرچینې دا هم ویلي، چې پاتې طالب بندیان به هم له خپلمنځی خبرو مخکې خوشې شي.

په همدې حال کې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په چارچنار ماڼۍ کې د سولې خبرو اترو له پلاوي سره وکتلي دي.

په دې ناسته کې د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او د سولې د خبرو اترو د پلاوي مشر معصوم ستانکزی هم ګډون درلود.

د سولې مذاکره کوونکي پلاوي مشر محمدمعصوم ستانکزي د غونډې برخوالو ته څرګنده کړه، چې سوله د افغانستان د خلکو لویه هیله او غوښتنه ده او د سولې مشورتي لویې جرګې د ملي ګټو او آزادې ټولنې پر بنسټ د دې لپاره حدود ټاکلي.

هغه زیاته کړې، زمونږ د متحد پلاوي هڅه به د خلکو بنسټیزې هیلې ته، چې تلپاتې سوله ده؛ رسېدل وي.

ولسمشر غني مرکچي پلاوي ته څرګنده کړې: د ملي پلاوي په توګه د افغانستان د دولت او خلکو ټینګ ملاتړ له ځانه سره لرئ.

ولسمشر اشرف غني ویلي: خوښ یم، چې د حکومت د پرلپسې هڅو په پایله کې د سولې دغه حساس پړاوو ته رسېږو او تاسې د واحد او منسجم پلاوي په توګه د افغانستان د خلکو او دولت په استازیتوب له طالبانو سره د سولې خبرې پیلوئ.

ولسمشر هغوی ته دا ډاډ هم ورکړ، چې د ملي پلاوي په توګه د افغانستان د دولت او خلکو ټینګ ملاتړ له ځانه سره لرئ او ستاسو په تنوع، وحدت او همغږۍ کې افغانان خپل ځواک او وس ویني.

هغه زیاته کړې، زمونږ ملي وثیقه، چې اساسي قانون دی؛ مونږ ټولو ته یې حدود مشخص کړي دي.

اشرف غني د ملي پخلاینې عالي شورا له مشر داکتر عبدالله عبدالله څخه په مننه، چې د سولې مشورتي لویه جرګه یې په بریالیتوب رهبري کړه وویل: د یادې جرګې پرېکړې، چې لارنقشه او د پلاوي د واکونو حدود یې ټاکلي سیاسي، تاریخي او ملي ارزښت لري. واضح شرطونه یې ایښي او ستاسو لوری یې ټاکلی دی.

نوموړي دغه راز ویلي؛ د ملي، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په وجود کې زمونږ مطلوبه موخه پرمختللی، آزاد، متحد، خپلواک او سوله ییز افغانستان دی.

هغه دا هم په ډاګه کړې، چې زمونږ د پلاوي اساسي موخه په اساسي توګه د تاوتریخوالي پای ته رسول دي؛ ځکه خلک تلپاتې سوله او د نوې ټولنې د ارزښتونو ساتنه غواړي.

نوموړي ویلي، د طالب زندانیانو آزادول سولې ته د دولت د ژمنتیا څرګند ثبوت دی.

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر داکتر عبدالله عبدالله د سولې مذاکره کوونکي پلاوي ته څرګنده کړې، چې تاسې د افغانستان د حکومت او خلکو له ټینګ ملاتړه برخمن یاست او د مذاکراتو په بهیر کې به د ملي واکمنۍ، ملي ارزښتونو او ملي ګټو د ساتنې، د جمهوریت، د ښځو د حقونو، بیان آزادۍ او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټینګ ملاتړ لپاره د قربانیانو د کورنیو په ګډون د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب کوئ.

عبدالله عبدالله زیاته کړې، ستاسو جوړښت د افغانستان ملي تنوع تمثیلوي؛ واحد پلاوی او واحد غږ زمونږ د عظیم ملت استازیتوب کوي. د افغانستان حکومت د سولې په بهیر کې خپل ټینګ عزم ښودلی؛ ځکه د طالب بندیانو آزادول آسانه پرېکړه نه وه او سولې ته د رسېدو لپاره تاسې د افغانستان د خلکو د هیلو استازیتوب کوئ.

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر دا هم ویلي؛ تاسې سخته دنده لرئ او باعزته او تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره مونږ ټول متحد یو.

هغه زیاته کړې، د افغانستان حکومت سولې ته سخت ژمن دی او طالبان هم باید په دې برخه کې خپله ژمنتیا وښیي.

د دغې غونډې په پای کې ولسمشر اشرف غني څرګنده کړه؛ د افغانستان د خلکو هیله داده، چې د سولې په مذاکراتو کې د تاوتریخوالي پر کموالي او دایمي اوربند توافق وشي، چې ژر تر ژره تلپاتې او باعزته سولې ته، چې زمونږ د ټولو هېوادوالو هیله ده ورسېږو.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!