نړۍ

د اسرائیلو د جګړې د کابینې وزیر ګوښه شو

Published

on

(Last Updated On: )

د اسرائیلو د حکومت د جګړې د کابینې منځلاري څېرې بني ګانټز د یکشنبې پر ورځ ( د غبرګولي شلمه) د دغه هېواد د ستراتیژیکو او مهمو مسایلو په اړه د حکومت د سیاسي چلند په غبرګون کې خپله استعفا اعلان کړه.

ګانټز په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: نتانیاهو مونږ د رښتینې بریا پر لور له تګه راګرځوي.

ګانتز د دفاع پخواني وزیر او د نتانیاهو سیاسي سیال تېره میاشت د اسرائیلو له لومړي وزیر څخه وغوښتل، چې د جون تر اتمې پورې د جګړې له پای ته رسیدو وروسته د غزې د ادارې لپاره یو نوی پلان وړاندې کړي؛ خو نتانیاهو د هغه مهال‌وېش له پامه وغورځاوه.

تمه وه، چې ګانتز د شنبې پر ورځ استعفا وکړي؛ خو دا د حماس له بنده د څلور اسرائیلیانو د خوشې کیدو خبر وځنډوله.

ګانتز د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې ستراتیژیکې او پرېکنده پرېکړې د نتانیاهو په حکومت کې د سیاسي مسلو او محاسبو تر اغېز لاندې دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د شنبې پر ورځ له ګانټز څخه وغوښتل، چې د اسرائیلو په اوسني حکومت کې پاتې شي.

هغه ویلي: زه له بني ګانټز څخه غوښتنه کوم، چې حکومت خوشې نکړي.

د ګانټز له وتلو سره به نتانیاهو د منځلارې ډلې ملاتړ له لاسه ورکړي او د سخت دریځو شخصیتونو دریځ، چې د غزې بشپړ اشغال او په لبنان کې له حزب الله سره جګړه غواړي؛ په کابینه کې پیاوړي شي.

که څه هم نتانیاهو او د هغه متحد ګوندونه د اسرائیلو په پارلمان کې له ۱۲۰ څوکیو څخه ۶۴ لري؛ خو اړتیا ده، چې د سخت دریځو ملتپالو ګوندونو پر سیاسي ملاتړ تکیه وکړي. د دغو سیاستوالو څرګندونې څو ځلې ان په واشنګټن کې د سختو ناکراریو لامل شوې دي.

اوس‌مهال نتانیاهو د اسرائیلو د لویدیځو متحدینو او په غزه کې د یرغمل شویو کورنیو له پراخو غوښتنلیکونو سره مخ دی، چې جګړه پای ته ورسوي او بندیان بېرته راستانه کړي.

د جګړې له پیله اته میاشتې تېرې شوي؛ خو اسرائیل اوس هم خپلو ټاکل شویو اهدافو ته ندی رسېدلی، ځکه د حماس ډېري لوړپوړي مشران ازاد دي او له سل ډېر یرغمل له حماس سره دي.

امریکا د اسرائیلو له لومړي وزیر څخه څو ځلي غوښتي، چې د غزې په اړه له جګړې وروسته یو کلک پلان جوړ کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن، چې تېره اوونۍ یې په غزه کې د سولې وړاندیز وکړ ویلي؛ نتانیاهو د جګړې له اوږدولو څخه ګټه پورته کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حماس د روغتیا وزارت وايي؛ اسرائیلي ځواکونو د څلور یرغملو د ژغورنې په عملیاتو کې ۲۷۴ فلسطینیان وژلي دي.

Trending

Exit mobile version