تازه خبرونه
د اختر ورځې په ټول هېواد کې ډاډمنې تېرې شوې – کورنیو چارو وزارت
عبدالمتین قانع زیاته کړې، چې دغه بریا د ډاډمن او اغېزمن امنیتي پلان، د امنیتي ځواکونو د څلوېښت ساعتونو هڅو او د افغانستان د دیني عالمانو د همکارۍ پایله ده.
کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د لوی اختر ورځې په بشپړ امن او له هر ډول امنیتي ننګونو او ستونزو څخه په پاک چاپېریال کې تېرې شوې.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن ( چارشنبه د غبرګولي دېرشمه) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ پولیس له نورو امنیتي بنسټونو سره د همغږۍ او همکارۍ له مخې بریالي شول، چې په ټول هېواد کې امنیت خوندي او خلکو ته د اختر په مذهبي مراسمو کې د ګډون زمینه برابره کړي.
عبدالمتین قانع زیاته کړې، چې دغه بریا د ډاډمن او اغېزمن امنیتي پلان، د امنیتي ځواکونو د څلوېښت ساعتونو هڅو او د افغانستان د دیني عالمانو د همکارۍ پایله ده.
کورنیو چارو وزارت د امنیتي ځواکونو هڅې او د خلکو له همکارۍ ستاینه وکړه.
ورته خبرونه:
پاکستان د اختر او محرم په ورځو کې پېښور ته د افغانانو پر راتګ بندیز ولګاوه
د نظام په ساتنه او تینګښت کې د خلکو همکاري ډېره مهمه ده – رییس الوزراء