تازه خبرونه
داکتر عبدالله د دوستم او خلیلي په ملاتړ ټاکنیزې هڅې پیل کړې
د ثبات او همپالنې د ډلې مشر عبدالله عبدالله ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړ او د دغو ټاکنو ګټلو ته یې هیله مندي ښکاره کړه.
هغه ویلي، چې ولسمشریزو ټاکنو ته د جمعیت اسلامي له اړخه دریدلی دی
دغې ټاکنیزې دلې د خپلو ملاتړیو( خنرال دوستم او کریم خلیلي) په مرسته او همکارۍ د یکشنبې پر ورځ( د مرغوني ۳۰) ولسمشریزو ټاکنو ته له نوملیکنې مخکې په یوه ناسته کې څرګند شول.
د دغې ناستې په بهیر کې د سولې عالي شورا رییس کریم خلیلي څرګنده کړه، چې له اوسني روان بحران څخه د هېواد ژورلو لپاره به ګډ کار وکړي.
هغه زیاتوي، اوسني شرایط ( ډېر حساس او نازک) دي او د نوماندانو شعارونه باید دا هېواد نور بحران له بحرانه وژغوري.
عنایت الله بابر فرهمند یې لومړی مرستیال شو او اسدالله سعادتي یې د ولسمشریزو ټاکنو دوه یم مرستیال دی.
عبدالله عبدالله د خپل ټاکنیز تیم(ثبات او همپالبنې) د اعلام تر څنګ څرګنده کړې، چې زمونږ ټاکنیز تیم دوه د ولسمشریزو ټاکنو او دوه د اجرائیه ریاست مرستیالان لري.
هغه وایي، چې په افغانستان کې قومي تنوع باید زمونږ د ځواک نښه وي؛ نه په مونږ کې د نفاق سرچینه.
له نوماندۍ او نوملیکنې مخکې عبدالله عبدالله ویلي وه، چې موقت حکومت د خلکو په خیر ندی او له لاسته راوړنو باید سترګې پټې نشي.
عبدالله عبدالله د ۲۰۱۴ په ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني سیال و ، چې په پایله کې یې دواړه د ملي وحدت حکومت په جوړښت کې یوځای شول او د ۱۳۹۸ ل کال په ټاکنو کې به هم له خپل پخواني سیال او نورو ټاکنیزو ډلو سره په ولسمشریزو ټاکنو کې سیالي وکړي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
نړۍ23 hours ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ