تازه خبرونه
خلیلزاد په ابوظبۍ کې څلور اړخیزه ناسته کړې
د عربي متحده اماراتو رسنیو په ډاګه کړې، چې د افغانستان د سولې په اړه زلمي خلیلزاد د سعودي عربستان، ابوظبۍ او افغانستان له استازیو سره پر سوله خبرې کړي دي.
د افغانستان د سولې بهیر ورځ په ورځ نوی رنګ مومي؛ په روانه اوونۍ کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ابوظبۍ په کوربتوب د سعودي عربستان او افغانستان له استازیو سره پر سوله خبرې کړي او هوکړې ته رسیدلي، چې په افغانستان کې د ټولو په خوښه باید سوله رامنځته شي.
راپورونه وايي، چې خلیلزاد قطر ته سفر کړي او هلته یې ماښام مهال د وسلوالو طالبانو له استازیو سره هم خبرې وکړې.
د سولې عالي شورا د سولې د خبرو لپاره له یو نوی بنسټ خبر ورکوي، چې د دغه بنسټ په ګډون به په کې طالبان، حکومت او سیاسي ګوندونو استازي راټول شي.
د سولې عالي شورا غړی قاضي امین وقاد وایي؛ حکومت د سولې لپاره د یوه بل بنسټ پر جوړولو کار کوي، چې د حکومت، وسلوالو طالبانو او سیاسي ډلو او خلکو استازي به یې غړیتوب ولري او نړیوال به د څارونکیو په توګه په کې برخه اخلي.
هغه دغه راز هیله ښودلې، چې داسې یوه ورځ به راشي، چې طالبان او حکومت هم د سولې خبرې وکړي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه فرامرز تمنا، چې ولسمشریزو ټاکنو ته احتمالي کاندید هم دی وايي، چې د طالبانو له بشپړې ژمنې پرته؛ د سولې خبرې مثبتې پایلې نلري.
هغه وایي؛ داسې نه ښکاري، چې طالبان د سولې له بهیر سره راګډ شي؛ نو، ځکه نوموړی په واک کې د وسلوالو طالبانو د شریکولو لپاره د ولسمشریزو ټاکنو له ځنډولو او لنډمهالې ادارې له جوړولو سره هم مخالف دی.
له دې مخکې د سولې عالي شورا ویلي وه؛ امریکا زلمي خلیلزاد ته شپږ میاشتې وخت ورکړی، چې وسلوال طالبان په سوله او سیاسي نظام کې راګډ کړي.
داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې د سولې په بهیر کې د وسلوالو طالبانو د را ګډولو پر نیت امریکا په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو غوښتنه هم کړې ده.
خبریال: باعث حیات
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ