Connect with us

تازه خبرونه

حکومت اساسي قانون مات کړی او خلک جنګوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې یو شمېر غړي پر حکومت نیوکه کوي، چې له یوې خوا واحده رهبري نلري او له بلې خوا سیاسي ډلې او حکومت د سیاسي ګټو وټو د ترلاسه کولو لپاره زیانمنې هڅې ترسره کوي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي؛ حکومت اساسي قانون مات کړی، د خلکو غوښتنې بابیزه ګڼي او سیمه ییزو او قومي مسایلو ته لمن وهي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون وایي؛ د حکومت اوسنی سیاست پر قومي او سیمه ییزو ګټو راڅرخي، چې نه یوازې یې اساسي قانون مات کړی، بلکې د افغانستان خلک هم جنګوي.

نوموړی زیاتوي؛ د ولسمشر د لومړي مرستیال د تبعید او د زرګونه خلکو د وژنې مسوولیت هم د حکومت پر غاړه دی.

په ولسي جرګه کې د غزني استازی چمن شاه اعتمادي د ګوندونو سیاسي ګټو وټو ته په نغوته کې وایي: حکومت د خلکو د غوښتنو پرځای پر داسې موضوعاتو راڅرخي، چې ستونزې حلولی نشي. په حکومت کې دننه ګټې وټې خلک زیانمن کړي او ملي پیدایښت ته مو زیان رسوي.  

د ولسي جرګې د هرات استازی صالح محمد سلجوقي وایي: سیاسي اختلافات به په افغانستان کې تېر تاریخ تکرار کړي. که قومي اختلاف وغزول شي؛ ملي وحدت به مو زیانمن کړي، چې دا کار به د راتلونکي لپاره ښه زیری ونلري.  

د ولسي جرګې رييس وايي؛ هېواد په قومي او سیاسي تربګینو کې ښکېل دی او حکومت مکلف دی، چې دغو کړکیچونو او ستونزو ته د حل لار ومومي.

د ولسي جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي وایي؛ مونږ قومي او سیاسي اختلافونه تجربه کړي، چې له ناورین پرته یې بله پایله نده لرلې. حکومت باید له مطرح بهیر سره همکاري وکړي، چې ستونزې حل او د افغانستان ژغورنې لپاره ګډ کار ترسره شي.  

د ولسي جرګې غړي پدې اند دي، چې حکومت له پیله د خلکو غوښتنې بابیزه ګڼلي؛ خلک پر حکومت باور نلري او ورځ تر بلې یې تر منځ واټن پراخیږي.

خبریال: رفیع صدیقي

 

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!