Connect with us

تازه خبرونه

حکومت دې د عطامحمد نور په اړه قانون پلی کړي- سید حامد ګیلاني

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کابل کې د جهادي ګوندونو شورا غړیو د یوې غونډې په ترڅ کې د جمعیت او حکومت تر منځ ناندرې د اندېښنې وړ وبللې او د دې شورا د رهبرۍ غړي سید حامد ګیلاني  ټينګار وکړ، چې دواړه خواوې باید د ملي ګټو او قانون خلاف کار ونه وکړي او حکومت باید د عطامحمد نور په اړه قانون پلی کړي.

په بلخ ولایت کې د دوشنبې په ورځ ولایتي غونډه د عطا محمد نور له ګډون پرته تر سره شوې ده؛ خو نور ته نږدې کسان وايي، چې هغه د شخصي بوخیتاوو له کبله په دې غونډه کې ګډون ونه کړ.

د بلخ ولایتي شورا رییس افضل حدید وایي، د کاري بوختیاوو له کبله ولایتي ناستې ته حاضر نشو او ویلي یې دي، چې  د جمعیت د غوښتنو تر منلو به د خبرو دروازې ونه تړل شي.

د جمعیت اسلامي د رهبرۍ غړی عبدالستار مراد وایي؛ تر هغې، چې حکومت له جمعیت سره ګډې هوکړې ته نه وي رسیدلی، عطامحمد نور به خپله ولایتي دنده روانه ساتي.

که څه هم حکومت د عطا محمد نور دنده پای ته رسیدلې ګڼي؛ خو نور بیا ولایت ته ځي او خپل کارونه د والي په توګه پر مخ بیايي او خبرداری ورکوي، چې هیڅوک یې له دندې نه شي ګوښه کولی.

دلته په کابل کې بیا حکومتي سرچینې وايي، چې د بلخ نوی والي انجنیر داوود به ډېر ژر په رسمي توګه په بلخ کې دنده پیل کړي.

خبریال: باعث حیات

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!