Connect with us

تازه خبرونه

حکومت د یوناما ماموریت د غزیدو له پرېکړې هرکلی وکړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: وږی ۲۶, ۱۳۹۹)

د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له هغې پرېکړې تود هرکلی کړی، چې په دې هېواد کې یې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغزاوه.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه څرګندونه کې راغلي، چې یوناما د سولې خبرو لپاره د نړیوالې مرستې په ترلاسه کولو او د جمهوري نظام د ساتنې او پیاوړتیا لپاره د حکومت، د ټولو افغانانو او په ځانګړي توګه د ښځو او لږه کیو د اساسي حقونو په ترلاسه کولو کې پوره هڅې تر سره کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي: د افغانستان اسلامي جمهوریت حکومت او خلک ژمن دي، چې د دوامداره، هر اړخیز اوربند او هر اړخیز سیاسي هوکړه لیک لپاره خپل کار روان وساتي.

د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي؛ حکومت له یوناما سره په ګډه کار کوي، چې خپل ماموریت په بریالیتوب سره بشپړ او افغانان له ټولنیز- سیاسي پرمختګ ګټه پورته کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې عادله راز د څرګندونو له مخې په ډاګه شوې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د رایو په اکثریت د یو بل کال لپاره وغزاوه.

میرمن عادله راز ویلي، چې: د یوناما د ماموریت غزول د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ملاتړ څرګند پیغام لري او د نوي افغانستان تر څنګ د نړیوالې ټولنې دریدل او ملاتړ په ډاګه کوي.

دغه راز د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دوحه کې د افغانانو د خپلمنځی خبرو له پیل هرکلی کړی او په خبرو اترو کې له ښکېلو اړخونو یې غوښتي، چې د تاوتریخوالي کمولو په ګډون د باور جوړونې هڅې تر سره کړي.

د دې سازمان غړیو پرېکړه کړې، چې یوناما او د ملګرو ملتونوعمومي منشي ځانګړي استازي به د افغانستان له خپلواکۍ سره په مطابقت کې د نړیوالې ټولنې ناجنګي هڅې همغږې او رهبري کوي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!