Connect with us

تازه خبرونه

حکومتي پلاوی د عبدالله په مشرۍ د مسکو په ناسته کې ګډون کوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: کب ۲۷, ۱۳۹۹)

د ملي پخلاینې عالي شورا د مشرتابه عبدالله عبدالله په مشرۍ یو ۱۶ کسیز پلاوی به د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي.

د ملي پخلاینې عالي شورا څرګنده کړې؛ ټاکل شوې، چې دغه پلاوی سبا له کابل څخه مسکو ته ولاړ شي.

د مسکو ناسته د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د استازیو، د طالبانو د لس کسیز پلاوي، د حکومت او افغان سیاستوالو ۱۶ کسیز پلاوي په حضور کې د پنجشنبې پر ورځ د مارچ پر ۱۸ د افغانستان پر سوله جوړیږي.

د افغان حکومت سیاسي څېرې لکه د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ولسمشرۍ پخوانی لومړی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم، د پخواني ولسمشر حامد کرزي مرستیال محمد کريم خليلي، د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار، د ملي پخلاینې عالي شورا مرستیال بابر فرهمند،  د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري،  د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی، د خپلمنځي خبرو د پلاوي غړی متین بیګ، د خپلمنځي خبرو د پلاوي غړی ښاغلي احمد نادر نادري، د خپلمنځی خبرو د پلاوي غړې حبیبه سرابي، د مشرانوجرګې لومړی مرستیال محمد عالم ایزدیار، د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال عبدالله خانجاني، د حزب اسلامي غړی عبدالستار خواصي او د حزب اسلامي غړی غيرت بهير ؛ هغه ۱۶ کسیز پلاوی دی، چې د ملي پخلاینې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ به سبا ماسکو ته سفر کوي.

د ملي پخلاینې عالي شورا سلاکار مجیب الرحمن رحیمي ویلي؛ د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ حکومتي پلاوی به د افغانستان د سولې په اړه د مسکو په ناسته کې برخه واخلي او د اسلامي جمهوریت د دریځ استازیتوب به وکړي.

ځینو کارپوهانو ویلي، چې د مسکو ناسته د افغانستان د سولې لپاره برخلیک ټاکوونکې ده، چې ښایي د افغانستان د راتلوونکي دولت بنسټ دغلته کېښودل شي.

د افغانستان د کابینې پحوانی غړی علی احمد عثماني ویلي: په دې ناسته کې به په لومړي ځل بنسټیزې او اړینې اجنډاوې وړاندې شي؛ ځکه، چې د افغانستان د سولې په اړه پرېکړه کوونکي په دې ناسته کې ګډون کوي.

د افغانستان د ملي کنګرې ګوند مشر لطیف پدرام ویلي: البته د انتقالي حکومت په اړه دوه مسلې دي؛  څوک به د انتقالي حکومت مشري کوي، خو دا پرېکړه په یوه عامه غونډه کې نه، بلکې د تړلو دروازو تر شا رامنځته کیږي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلمیار ویلي: ټاکل شوې ، چې د مسکو له ناستې وروسته د ملګرو ملتونو تر مدیریت لاندې په ترکیه کې پراخه ناسته تر سره شي.        

د افغانستان طالبانو هم اعلان کړی، چې د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لس کسیز پلاوی به په دې ناسته کې ګډون وکړي.

د یادونې ده، چې د مسکو له غونډې وروسته د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د مارچ پر ۲۷ په انقره کې د افغانستان د راتلونکي په اړه لویه غونډه جوړیږي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!