تازه خبرونه
جنرال قمر باجوه په کابل کې له اشرف غني سره ولیدل – سرچینې
سرچینو رویټرز ته د نوم د نه ښودلو پر شرط څرګنده کړې، چې د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال قمر جاوید باجوه د دوشنبې پر ورځ / د غویی ۲۰/ په کابل کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او یو شمېر نورو مشرانو سره لیدلي دي.
د پاکستان د اردو میډیا څانګې سمدلاسه د تبصرې یا غوښتنې لپاره غوښتنې ته ځواب ونه وایه او لیدنه یې تایید کړه.
د رویټرز د څرګندونو له مخې، دا سمدستي روښانه نده، چې د غونډې په بهیر کې پر کومو خبرو بحث شوی دی.
ګاونډی پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې یو اغېزمن لوبغاړی ګڼل کیږي.
په تېرو وختونو کې اسلام آباد طالبانو ته د پناه بر ورکولو تورن شوی و؛ خو په وروستیو څو کلونو کې د واشنګټن او نورو غربي ځواکونو د فشار له مخې یې منلې، چې طالبان یې د سولې په خبرو کې برخه اخیستو ته هڅولي دي.
د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې د څرګندونو له مخې؛ باجوه د دوشنبه پر ورځ د انګلستان د دفاع وزارت له لوی درستيز جنرال نیکولایس پیټریک کارټر سره د افغانستان د سولې په اړه لیدلي دی؛ خو د غونډې د ځای په اړه راپور ورکړ شوی ندی.
ارګ او د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې د دغه سفر او لیدنې د تائید یا رد په اړه څه ندي ویلي.
په دې وروستیو اوونیو کې ډیپلوماټیکو سرچینو رویټرز ته ویلي؛ پاکستان له وسلوالو سره خبرې کوي، چې اوربند ته غاړه کېدي. د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې غځېدلې هوکړې له مخې؛ ټاکل شوې، چې بهرني ځواکونه د می په میاشت کې وتل پیل او دا بهیر د سپتمبر تر ۱۱ روان وساتي او د ترکیې د پلان شوي کنفرانس د سولې په خبرو کې برخه واخلي.
په وروستيو اوونیو کې د طالبانو او افغان ځواکونو بریدونه هم ډېر شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د یکشنبې پر شپه د کوچني اختر پرویاړ د درې ورځني اوربند اعلان کړی. که څه هم ارګ او سپیدار ماڼیو ترې هرکلی کړی؛ خو وایي، چې ستونزې پر لنډمهاله اوربند نه، بلکې پر دایمي اوربند حل کیږي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ