Connect with us

لوبی

د افغانستان کرکټ الف لوبډلې عمان ته د ۴۴ منډو پر توپیر ماتې ورکړه

په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د تلې درویشتمه ) په عمان کې ترسره شوه؛ د افغانستان الف لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو پر سوځېدو ۲۱۱ منډې جوړې کړې.

خپور شوی

د

د افغانستان کرکټ الف لوبډلې د درې اړخیز لوبلړ په دوه‌یمه لوبه کې عمان ته د ۴۴ منډو پر توپیرماتې ورکړه.

په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د تلې درویشتمه ) په عمان کې ترسره شوه؛ د افغانستان الف لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو پر سوځېدو ۲۱۱ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې کوربه لوبډلې د ۷ لوبغاړو پر سوځېدو  ۱۶۷ منډې جوړې کړې، چې هدف ته په رسېدو کې پاتې راغله.

په دې لوبه کې دروېش رسولي ۱۰۹ او کریم جنت ۶۰ منډې وکړې.

دا د کرکټ الف لوبډلې په دې لوبلړ کې دوه‌یمه بریا ده.

افغانستان پرون په خپله لومړۍ لوبه کې هانګ کانګ ته د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړې وه.

لوبی

د افغانستان کرکټ الف لوبډلې د هانګ کانګ لوبډلې ته ماتې ورکړه

په دې لوبه کې، چې نن (یکشنبه د تلې دوه‌ویشتمه) ترسره شوه؛ د افغانستان الف کرکټ لوبډلې پچه وګټله او توپ‌اچونه یې أیل کوه او هانګ کانګ په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو ۱۱۱ منډې جوړې کړې.

Published

on

د افغانستان کرکټ الف لوبډلې په عمان کې د درې اړخیز لوبړ په لومړۍ لوبه کې هانګ کانګ ته د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې، چې نن (یکشنبه د تلې دوه‌ویشتمه) ترسره شوه؛ د افغانستان الف کرکټ لوبډلې پچه وګټله او توپ‌اچونه یې أیل کوه او هانګ کانګ په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو ۱۱۱ منډې جوړې کړې.

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې په ۱۳.۵ اورونو کې د درې لوبغاړو پر سوځیدو ټاکلی هدف پوره کړ.

کریم جینټ پر ۲۷ توپونو ۴۷ منډې جوړې کړې؛ له دې مخکې یې په توپ‌وهنه کې درې ویکټې اخیستې وې او په لوبه کې ښه وځلېد.

زبید اکبري پر ۲۸ توپونو ۳۷ منډې جوړې کړې دي.

Continue Reading

لوبی

برازیل فوټسال لوبډلې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام خپل کړ

فوټسال نړیوال جام د وږي پر څلیریشتمه پیل شو او د بېلابېلو هېوادونو لوبډلو په ۶ ګروپونو کې سیالۍ وکړې؛ برازیل او ارجنټاین د دغو سیالیو وروستي پړاو ته لار پیدا کړه.

Published

on

د برازیل فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام په وروستي پړاو کې ارجنټاین ته پر ماتې ورکولو سره خپله اتلولي وګټله.

فوټسال نړیوال جام د وږي پر څلیریشتمه پیل شو او د بېلابېلو هېوادونو لوبډلو په ۶ ګروپونو کې سیالۍ وکړې؛ برازیل او ارجنټاین د دغو سیالیو وروستي پړاو ته لار پیدا کړه.

دا لوبه پرون (یکشنبه د تلې پېنځلسمه) د کابل پر وخت د ماښام پر ۷:۳۰ د ازبکستان د تاشکند ښار په هومو آرینا لوبغالي کې ترسره شوه، چې په کې برازیل ۲ - ۱ پر توپیر لوبه وګټله او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.

د برازیل لوبغاړي فراو او رافا سانتوس ګولونه ووهل او د دې لوبې په بهیر کې د ارجنټاین د ملي لوبډلې یوازینی ګول ماټیو روسا تر سره کړ.

د برازیل لوبډلې ورساتونکی ویلیان د دې سیالۍ غوره ساتونکی وپېژندل شو.

برازیل تر دې دمه د اړوند نړیوال جام شپږ اتلولۍ ګټلي دي.

اوکرایین په دې سیالیو کې فرانسې ته ۷ - ۱پر توپیر ماتې ورکړه او په دې سیالیو کې یې دریم ځای خپل کړ.

افغانستان هم د لومړي ځل لپاره په دې جام کې ګډون کړی و او په ګروپي پړاو کې یې انګولا ته یې ۶- ۴ پر توپیر ماتې ورکړه. دوی د غوره ځلېدنې تر څنګ د ارجنټاین پر وړاندې ۲ - ۱ ماتې وخوړه او د اوکراین پر وړاندې ۴- ۱ یې وکولی شول، چې د دې جام غوره شپاړس لوبډلو ته لار پیدا کړي. دغه راز پاراګوای په اضافي وخت کې ۳- ۱ ماتې ورکړه او له پاتې سیالیو ووت؛ خو د دې سیالیو د تر ټولو د ځوانې لوبډلې لقب یې خپل کړ.

د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام غوره لوبغاړی د برازیل دیګو وپېژندل شو. هغه په ​​دې سیالیو کې ښه وځلېده او له همدې کبله یې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

د یادونې ده، چې د فوټسال نړيوال جام ټولې سيالۍ په ټول هېواد کې په مستقيم او قانوني بڼه له آريانا ټلويزيون څخه خپرې شوې.

Continue Reading

لوبی

برازیل، اوکراین، ارجنټاین او فرانسه د فوټسال نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ورسېدل

نیمه پایلوبه به د اوکټوبر پر دوه‌یمه د چارشنبې پر ورځ ( د تلې یوولسمه / د اوکتوبر دوه‌یمه ) په تاشکند کې د برازیل او اوکراین تر منځ پیل شي.

Published

on

برازیل، اوکراین، ارجنټاین او فرانسه په ازبکستان کې د سږکال فوټسال نړیوال جام ته بریالي پړاوونه ووهل او د سیالیو له لارې بریالۍ او مخکښې پاتې شوې.

نیمه پایلوبه به د اوکټوبر پر دوه‌یمه د چارشنبې پر ورځ ( د تلې یوولسمه / د اوکتوبر دوه‌یمه ) په تاشکند کې د برازیل او اوکراین تر منځ پیل شي.

د پنجشنبې پر ورځ به ارجنټاین له فرانسې سره مخامخ شي.

د درېیم مقام لوبه به د اوکتوبر پر پېنځلسمه / د اوکتوبر شپږمه په تاشکند کې ترسره شي.

فاینل به له غرمې وروسته ترسره شي.

تر دې دمه د سیالیو ترټولو بریالۍ لوبډله برازیل دی، چې مارسل ترټولو غوره ګول‌وهونکی دی.

په ۴۸ لوبو کې ۳۴۱ ګولونه وهل شوي دي. د برازیل مارسل ۱۰ زړه‌راکښونکي ګولونه وهلي، چې لومړی مقام یې خپل کړی دی.

ارجنټایني آلن برانډي د خپلو ۷ ګولونو پر مټ دوه‌یم ځای لري.

د ایران سالار آغاپور پر ۶ ګولونو د هغه پسې دی او د ارجنټاین کیون اریټا او ماټیاس روزا، د برازیل پیټو، د قزاقستان ارنولډ ناب او د وینزویلا کیون بریسینو په ګډون څو لوبغاړي په ۵ ګولونو سره برابر دي.

فرانسیس لوکوکا، عبدالصمد محمد او رافیل رینود له پاراګوای څخه د فرانسې پر ماتې خوړلو د ۲۰۲۴ فیفا فوټسال نړیوال جام ازبکستان دوه‌یم غوره پړاو ته د رسیدو په اړه بحث وکړ.

په هرصورت د فرانسې لپاره نیمه پای لوبې ته لار موندل یو خوب دی. په دې نړیواله سیالۍ کې د لومړي ځل لپاره حاضریدل؛ د لوبډلې غړي عبدالصمد محمد د پاراګوای له ماتولو وروسته رامنځته کړه. هغه ویلي: ډاډه نه‌یم، چې له دې ډېر خوب ولرو.

لوبملګري فرانسیس لوکوکا زیاته کړې: دا په بشپړ ډول حیرانتیا ده. که چا ماته ویلي وای، چې دا به پېښ شي، ما به ... باور نه کاوه.

روزونکي رافیل رینوډ ویلي: دا د باور وړ نه‌ده؛ کله، چې مونږ تر دې ځایه راورسېدو. زمونږ موخه دا وه، چې ګروپي پړاو ته ورسیږو، خو مونږ اوس سیال یوو؛ نو اوس، چې ورورسېدو، له ځان سره مو وویل، چې هرڅه ممکن دي. مونږ باور لرو، چې کولی شو په دې سیالیو کې ډېر مخکې ولاړ شو.

د یادونې ده، چې آریانا راډیو ټلویزیون (ATN ) د دې سیاليو د خپراوي ځانګړی او قانوني حق تر لاسه کړی او هېوادوال کولی شي دا زړه‌راکښونکې لوبې له نږې وګوري.  

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!