ساینس او ټیکنالوژي
ایلان ماسک مریخ ته له انسان پرته د لومړي الوت نېټه اعلان کړه
دغه راز وایي: مونږ غواړو ټولو هغو ته، چې مریخ ته د تګ او سفر هیله لري؛ اجازه ورکړو، چې سفر وکړي. دا پدې معنا ده، چې تاسې یا ستاسې کورنۍ یا ملګري – هرڅوک، چې د دې لوی جرات خوب ویني؛ پر زرګونه سپوږمکۍ او ستورمزلي به مریخ ته ولاړ شي او دا به یو عالي لید وي!
د سپیس ایکس رییس ایلان ماسک د یکشنبې پر ورځ لیکلي، چې په راتلونکیو دوه کلونو کې به مریخ ته له انسان پرته شاوخوا پېنځه سفرونه ترسره کړي.
ماسک ویلي، چې که دا ماموریت سرې سیارې ته بریالی او خوندي ترسره شي؛ نو لومړی انسان لرونکی الوت به ۲۰۲۸ ز. کال کې پیل او ترسره شي.
هغه زیاته کړې؛ که مونږ له ننګونو سره مخ شو، نو انسان لرونکی ماموریت به مو دوه کاله نور هم وځنډول شي.
دغه راز وایي: مونږ غواړو ټولو هغو ته، چې مریخ ته د تګ او سفر هیله لري؛ اجازه ورکړو، چې سفر وکړي. دا پدې معنا ده، چې تاسې یا ستاسې کورنۍ یا ملګري – هرڅوک، چې د دې لوی جرات خوب ویني؛ پر زرګونه سپوږمکۍ او ستورمزلي به مریخ ته ولاړ شي او دا به یو عالي لید وي!
دا باید په یاد ولرئ، چې د ماسک فضایي مهالوېش ډېري وختونه له پامه غورځیږي. په ۲۰۱۶ کې هغه وویل، چې ایکس سپیس په پام کې لري، چې مریخ ته "په ۲۰۱۸ کې" توغندی وتوغوي او بیا په ۲۰۲۲ کې هغه وویل، چې سټارشپ کولی شي په دې کال کې لرې سیارې ته خپل لومړی الوت وکړي.
پر مریخ د خېټې اچونې لپاره د اوږدې مودې خوب په اړه بېلابېلې څرګندونې کیږي؛ د سپیس ایکس وروستۍ نیوکې ته په ځواب کې فډرالي هوايي چلند ادارې سټارشپ ته د الوتنې اجازه ورکوي؛ خو دا ډېر وخت ته اړتیا لري.
د یکشنبې پر ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ایلان ماسک ویل، چې هغه غواړي د انسان وجود څو سیارو ته وغځوي.
هغه وایي مخکې له دې، چې په ځمکه کې یو څه پېښ شي؛ باید مخه یې ونیول شي. لکه اټومي جګړه، سوپر ویروس یا د نفوس سقوط، چې تمدن کمزوری کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېري ممکن د سټارشپ پیلوټ برنامې په ګړندۍ توګه د ماسک له ناهیلۍ سره خواخوږي ولري. نور ټینګار کوي، چې دا ډول مقررات د عامه خوندیتوب تضمین کولو، د صنعتي معیارونو ساتلو، د ناوریني پېښو خطر کمولو او د ایکوسیسټم ساتلو لپاره اړین دي.
ساینس او ټیکنالوژي
په میټا کې د راشیاټوډی او د روسیې د نورو دولتي شبکو پر هڅو بندیز ولګول شو
دا د روسیې د دولتي رسنیو پر وړاندې د نړۍ د ترټولو سترې ټولنیزې شبکې ترټولو اغېزمن عمل دی. میټا له دې مخکې په خپلو اړوند پاڼو کې د روسیې دولتي رسنیو اعلانونه بند کړي او د دوی د پوسټونو لیدنه یې را کمه کړې وه.
میټا، د فیسبوک او انسټاګرام مورني شرکت اعلان کړی، چې په خپلو پاڼو کې یې پر راشیاټوډی یا روسیهسیودنیه او نورو دولتي شبکو بندیز لګولی؛ ځکه، چې دا رسنۍ آنلاین نفوذي عملیات ترسره کوي.
دا د روسیې د دولتي رسنیو پر وړاندې د نړۍ د ترټولو سترې ټولنیزې شبکې ترټولو اغېزمن عمل دی. میټا له دې مخکې په خپلو اړوند پاڼو کې د روسیې دولتي رسنیو اعلانونه بند کړي او د دوی د پوسټونو لیدنه یې را کمه کړې وه.
میټا په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ دوی له پوره ارزونې وروسته دې پایلې ته رسېدلي، چې د روسیې د دولتي رسنیو پروړاندې خپلې هڅې چټکې کړي.
میټا ویلي، چې روسي شبکې اوس د بهرنۍ لاسوهنو او نفوذي کړنو له کبله زمونږ په ټولو نړیوالو اپلیکیشنونو کې له هڅو ترسره کولو بې برخې شوې دي.
میټا وايي: دا بندیز به په راتلونکیو څو ورځو کې پلي شي؛ پر فیسبوک سربېره انسټاګرام، واټساپ او ټریډز به هم دا کار وکړي.
دا کړنه په داسې حال کې پلې کېږي، چې امريکا په دې وروستيو کې د راشياټوډی دوه کارکوونکي په پيسو مينځلو کې پر لاس لرلو تورن کړل. په دې دوسیه کې دا کارکوونکي تورن شوي، چې د امریکا په ټاکنو کې یې د نفوذي موخې لپاره یوه امریکايي کمپنۍ استخدام کړې ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټووني بلینکن د جمعې پر ورځ څرګنده کړه، چې هېوادونه باید د روسیې له دولتي شبکې سره د پټو بهرنیو نفوذي عملیاتو په څېر چلند وکړي.
راشياټوډی دغه تورونه رد کړي او وايي، چې امريکا يې د ژورناليسټيکي بنسټ په توګه د هڅو مخه نيولې ده.
ساینس او ټیکنالوژي
د ټیلیګرام اجرائیوي رییس په پاریس کې پولیسو نیولی
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ پولیسو هغه د نیولو د حکم پر بنسټ، چې مخکې صادر شوی و نیولی دی.
د فرانسې پولیسو د شنبې پر ورځ ( د وږي درېیمه ) د ټیلیګرام بنسټوال پاول ډوروف پاریس ته نږدې په یوه هوايي ډګر کې نیولی دی.
یوه فرانسوي چارواکي د نوم نهښودلو پر شرط رویټرز ته ویلي، چې دغه ۳۹ کلن میلیارډر پرون ماښام د فرانسې د پلازمېنې په شمال کې د لوبورژه په هوايي ډګر کې نیول شوی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ پولیسو هغه د نیولو د حکم پر بنسټ، چې مخکې صادر شوی و نیولی دی.
په راپور کې راغلي؛ ډوروف په ټیلیګرام شبکه کې د پیغام رسونې د جرمي کارونې د نه مخنیوي په خاطر شکمن ګڼل شوی.
تمه ده، چې هغه به د یکشنبې پر ورځ محکمې ته حاضر شي.
ټیلیګرام تر اوسه د دغه پلیټ فارم د اجرائیوي رییس د نیول کېدو په اړه څه ندي ویلي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت هم په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
ساینس او ټیکنالوژي
په بیجینګ کې د جي کلاس برقي مرسډیز بینز موټر مخکتنه وشوه
چین د خپلو برښنایي موټرو د تګلارې د ودې لپاره د بیجینګ په مارکیټ کې برښنایي مرسډیز بینز ته د مخکتنې زمینه برابره کړه.
د مرسیډیز ټکنالوجۍ لوی مسوول مارکوس شافر ویلي، چې دا شرکت له چاپېریال سره سم محصولات وړاندې کوي.
هغه د جي کلاس برښنایي موټرو د مخکتنې لپاره چینایي بازار غوره وګڼلو.
شافر ویلي: چین زمونږ ترټولو لوی او خورا مهم بازار دی او دوهیم دا، چې مرسیډیز پرېکړه کړې، چې په راتلونکیو کلونو کې به بشپړ برښنایي شي. دا یې یوه ننداریزه بڼه ده، چې پېرودونکیو ته د تیلي موټرو ترڅنګ جي برښنایي موټرو ته لاسرسی رامنځته کوي. مونږ ډېر خوښ یوو، چې دا پر برښنایي بڼه وړاندې کوو.
د مرسيډيز شرکت د ټکنالوژۍ ریيس ويلي؛ مرسيډيز بينز غواړي، چې د اړینو څېړنو او پرمختيايي هڅو د ترسره کولو لپاره په چين کې خپله پانګونه زياته کړي.
-
لوبی5 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې جنوبي افریقا ته تاریخي ماتې ورکړه
-
لوبی2 days ago
د افغانستان کرکټ لوبډلې یو ځل بیا سویلي افریقا ته ماتې ورکړه
-
لوبی5 days ago
په فوټسال نړیوال جام کې افغانستان ارجنټاین ته لوبه بایلوله
-
تازه خبرونه4 days ago
سږ کال په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري – روزا اتنبایوا
-
نړۍ1 day ago
په بیروت کې د هوایي برید له کبله د حزب الله د یوه لوړ پوړي قومندان په ګډون ۱۴ کسان ووژل شول
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شول
-
تحول5 days ago
تحول: له افغانستان سره د تعامل لپاره د منځنۍ آسیا هېوادونو غوښتنه
-
نړۍ8 hours ago
اسرائیلو په لویدیځه غاړه کې د الجزیرې دفتر بند کړ