Connect with us

بی بی سی پښتو

انټرنېټي طبابت؛ ‘هم یې دنده راکړه، هم یې له ژور خپګان وژغورلم’

خپور شوی

د

Dr Anum Ahmed talking to a patient
Dr Anum Ahmed
ډاکټر انوم احمد ناروغان درملوي.

ټولنیز خنډونه او ستوغ کاري ساعتونه د دې لامل کېږي چې پاکستان کې ډېرې ښځینه ډاکترانې تر واده وروسته روغتونونو کې کار پرېږدي، خو اوس چې د کورونا وېروس وبا روغتیايي کارکوونکو ته اړتیا ډېره کړې، داسې ګڼې ښځینه ډاکترانې بېرته له انلاین لارې د روغتیايي خدماتو ډګر او کاري ځواک ته راګرځېدلې دي.

له لرې درملنه یا د (ټیلي مېډیسن) خدمات له کلونو راهیسې نړۍ کې کارېږي، خو د کوویډ اوسنۍ وبا دې ټیکنالوجۍ ته تقاضا په بې ساري ډول لوړه کړې ده.

پاکستان کې د سارا سعید خرم په نوم ډاکتره وايي "یوه میندواره ډاکتره چې د کوویډ-۱۹ ناورغانو درمنله یې کوله، له زیږون ۲۴ ساعته وروسته بېرته کار ته راوګرځېده. غوښتل یې خدمت وکړي. دا هر څه انلاین پلټفارمونو ممکن کړل."

اغلې خرم د "صحت کهاني" په نوم د ډیجیټل روغتیايي خدماتو مرستیاله بسنټګره ده چې ناروغان د ویډیو له لارې ښځینه ډاکترانو سره تړي.

هغه وايي "پاکستان کې د طبي زدکړو ۷۰ سلنه محصلانې نجونې دي. خو مېرمنې بیا د ټولو فعالو ډاکترانو ۲۳ سلنه برخه جوړوي."

سخت کاري چاپېریال او ټولنیز خنډونه هغه عوامل دي دا واټن یې ډېر کړی دی.

له لرې درملنې (ټېلي مېډیسن) اوس دا ستونزه تر یوه ځایه حل او ښځینه ډاکترانو ته له خپله کوره د کار زمینه برابره کړې ده.

ډاکتره سارا خرم وايي "موږ سره یوه کال کې د {ښځینه} ډاکترانو شمېر له ۱۵۰۰ - ۵۰۰۰ ته لوړ شوی دی".

یو غوراوی

Dr Anum Ahmed
Dr Anum Ahmed

ډاکتره انوم احمد تازه انلاین پلټفارم کې ګومارل شوې.

هغې په ۲۰۱۶ کال له فراغت وروسته د روغتون په بېړنۍ څانکه او د جدي پاملرنې وارډ کې سخته دنده پر مخ وړه.

خو دا هر څه د ۲۰۲۰ کال مارچ کې تر هغې وروسته بدل شول چې لور یې پېدا شوه.

ډاکترې انوم بي بي سي ته وویل تر مور کېدو وروسته یې ډېر وخت له خپلې ماشومې سره تېرېده او تر یوه ځایه له زېږون وروسته روحي خپګان سره مخامخ وه.

هغې خپلې ګڼې همکارانې لېدلې د مړونو د فشار پایله کې یې روغتونونو کې دندې پرېښې وې.

ځینو ته خو آن له کوره هم د کار اجازه نه ورکول کېده.

د انوم خاوند که څه هم د نوموړې ملاتړ کاوه خو پخپله هغې ته دا ستونزمنه وه چې هم مورنی مسئولیت پر ځای او هم اونۍ کې له ۳۶ تر ۴۸ ساعته رسمي کار وکړي.

نوموړې وايي ما یو غوراوی درلود او خپل ماشوم مې انتخاب کړ، ځکه تر کار راته دا ډېر مهم و.

دا پاکستانۍ ډاکتره وايي "موږ ډاکتران میندو ته مشوره ورکوو چې ماشومانو ته لږ تر لږه ۶ میاشتې خپلې شیدې ورکړي، خو د زېږون رخصت مو بیا یوازې ۳ میاشتې وي."

انلاین کار

A group of female doctors who finished their refresher course
edoctors
د ډاکټرو هغه ډله چې خپل کورس یې بشپړ کړی دی.

هغې لومړي سر کې پتیېلې وه چې درې کاله دمه وکړي، خو د وبا راتګ سره پوه شوه چې له دندې لرې نشي پاتېدای.

له خپلې خور یې چې هغه هم ډاکتره ده، روغتیايي برخه کې د انلاین کار په اړه واروېدل. څنګه چې یې لور ۶ میاشتنۍ شوه، نو له کوره یې د ناروغانو درمنله پیل کړه.

له لرې درملنه لکه څنګه چې عامو خلکو ته نوې ده، دا هم ورسره نابلده وه.

هغه وايي: "په فیزیکي ډول ناروغ نشم لمس کولی، نبض یې نشم کتی."

ډاکتره انوم احمد تر ډېره د کوویډ-۱۹ هغه ناروغان ګوري چې د شکر ستونزه هم لري.

Dr Anum Ahmed with her daughter and her pet
Dr Anum Ahmed
ډاکټر انوم احمد له خپلې لور او مرغه سره.

هغې په دې وروستیو کې یو ناروغ لیدلی و چې د اکسیجن کچه یې په کمېدو وه. کورنۍ ته یې ورته ویلي و چې عاجل یې روغتون ته ورسوي، خو هغوی یې سپارښتنه ونه منله. وايي هغه ناروغ پر هماغه شپه مړ شو.

نوموړې وايي: " بیا یې مور کورونا ونیوه، زوی یې راته زنګ وکړ چې هره مشوره راکړې منم یې."

دا ډاکتره زیاتوي د روغتیايي سپارښتنو عملي کېدو یې د دې ناروغې مور ژوند وژغوره.

د اغلې انوم په وینا د ناورغانو د کتلو پېسو کې انلاین پلټفارم ته فیصدي ورکوي او دې ته بیا هم د میاشتې شاوخوا ۲ ډالر پاتې کېږي.

پراخېدونکی کاروبار

Long hospital shifts and cultural barriers are pushing many female doctors out of their jobs
Dr Anum Ahmed
روغتون کې اوږد وخت کار او کلتوري خنډونه ډاکټرې له دندې منع کوي.

پاکستان کې د انلاین روغتیايي خدماتو کاروبار په پراخېدو دی.

دمګړی دغه هېواد کې د(DocHers), (Ehad), (Dawai), (Marham), (Shifa4U), (Doctor-On-Line), (Ring a Doctor) او (Sehat Yab) په څېر ګڼ مشورتي پلټفارمونه انلاین روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

د edoctor په نوم یو پلټفارم بیا چې یوازې ښځینه ګوماري، د هغو ډاکترانو ګومارنې ته مخه کړې چې په خټه پاکستانۍ دي، خو بهر اوسېږي.

بنسټګر یې عبدالله بټ وايي "۳۵ زره پاکستانۍ ښځینه ډاکترانې په کور دننه او بهر له کاري ځواک بهر پاتې دي."

دوی کې ډاکتره ریحانه دین محمد هم وه.

هغه پاکستان کې تر کار وروسته منځني ختیځ ته ولاړه او په سعودي عربستان او بحرین کې یې هم کار کړی.

دغو درېو هېوادنو کې د هغې ۱۳ کلنه کاري تجربه تر هغې وروسته پای وموند چې د تیلو له یوه عماني انجنیر سره یې واده وشو.

خو د کورونا وبا پر مهال یې د پاکستان سند ایالت کې په انلاین ډول د هغو ناورغانو د څار دنده واخیسته، چې په کور کې یې درملنه کېده.

د جګړې سیمو کې ناروغانو ته رسېدنه

Rehana says she couldn't get a nanny she trusted to look after her children
Rehana Din Mohammed
ریجانه وايي، د بچیانو ساتنې لپاره باور وړ پالندوی نه شي موندلی.

د لرې واټن دغو روغتیايي خدماتو ته اوس له پاکستان بهر ناروغان هم لاسرسی لري.

عبدالله بټ چې وار له مخه یې ۲۵ مختلفو ځایونو کې ۱۰۰۰ روغتیايي متخصصان ګومارلي، وايي: "موږ ډاکتران د جګړې سیمه کې کار ته هڅوو او دا چاره له عاطفي اړخه د هغوي د تسکین لامل ګرځي."

ریحانه چې په عربي ژبه روانې خبرې کوي، په دې وروستیو کې جګړه ځپلي یمن کې د ښځو او ماشومانو درملنه کوي.

یمن کې روغتیايي مرکزونه ډېر وسایل نه لري او چارې یې هم تر ډېره یوازې نرسان پر مخ وړي.

خو ناروغان له دغو مرکزونو په انلاین او وړیا ډول ډاکترانو سره تماس کې کېږي.

Rehana gets great satisfaction in providing medical help to Yemeni women
edoctors
ریحانه یمني ښځو ته طبي مرستو برابرولو کې لوی رول لري.

ډاکتره ریحانه وايي "{یمن کې ډېر} ناروغان نالوستي او بېوزله دي. ښځې د اوبو د ککړتیا له کبله په جلدي ستونزو اخته کېږي. ماشومان د کافي خوړو د نشتوالي له کبله ډېر کمزوري دي."

ټول یمن کې له لرې د درملنې په خدماتو درې سمبال روغتیايي مرکزونه (ټېلي کلېنیکونه) فعال دي او په پام کې ده درې نور هم جوړ شي.

په پلان کې ده دغه خدمات نږدې راتلونکې کې غزې ته هم وغځول شي.

ریحانه د یمني ناروغانو د کتلو پېسې نه اخلي. هغه وايي "هیله لرم چې ماشومان مې ستر شي، بېرته روغتون کې کار ته ستنه شم. خو هغه مهال به مې هم غوښتنه دا وي چې د جګړې د سیمو خلکو سره مرسته وکړم."

د انلاین روغتیايي مشورو خدمات د ناروغانو وخت او پيسې دواړه ژغوري.

Doctors who signed up for online consultation
Sehat Kahani
هغه ډاکټرانې چې د انلاین مشورې لپاره یې نوم ثبت کړی دی.

پر دې سربیره د پاکستان د څه باندې ۲۰۰ میلیون وګړو تر نیم ډېر تکړه ډاکترانو ته لاسرسی هم نه لري.

خو دغو پلټفارمونو اوس ان د کلیوالي سیمو خلکو ته هم دا زمینه برابره کړې چې د هېواد له پیاوړو متخصصانو مشوره واخلي.

دغه کار لپاره یوازې تلیفون او انټرنېټ ته اړتیا ده.

ډاکتره سارا سعید وايي پاکستان کې له لرې د درملنه (ټیلي مېډیسن) پر خدماتو د ناروغانو باور مخ په ډېرېدو دی.

Advertisement

بی بی سی پښتو

بې پولې خبریالان: افغانستان کې رسنۍ تاو تریخوالي او جبري سانسور سره مخ دي

Published

on

Photographers and cameramen
AFP

د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي افغانستان کې د طالبانو بيا واکمنېدو له مهاله راهيسې تر اوسه د خبریالانو د نیول کېدو ۵۰ پېښې ثبت شوې دي.

دغه اداره وايي خبريالانو سره تاوتريخوالى شوى، ګواښل شوي او ورته ويل شوي چې کوم خبر باید خپور کړي او کوم باید خپور نه کړي.

دغې ادارې په خپل رپوټ کې دا د خبر یالانو په چارو کې د طالبانو استخباراتي ادارې بربنډه لاس وهنه او د رسنیزو قوانینو خلاف کړنه بللې ده.

بې پولې خبریالان وايي، تېرو دوو میاشتو کې د خبریالانو نیولو او ځورونې پېښې لا ډېرې وې.

پخپلسري ډول د اریانا نیوز خبریال اسلم حجاب او د سیاسي خپرونو چلوونکی وارث حسرت د سلواغې پر ۱۱ مه نیول شوي وو او د ۴۸ ساعتونو لپاره بندیان وو.

دا د خبریالانو نیولو وروستۍ پېښه وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په دې هکله ویلي و، طالبان باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د اریانا نیوز شخصي ټلویزیون د دوو 'نیول شویو ' خبریالانو په هکله ولس ته ووايي چې ولې یې نیولي دي.

بل لور د بې پولې خبریالانو رپوټ کې ویل شوي، د طالبانو استخباراتو ۵۳ ریاست دې پېښو کې مخامخ ښکېل دی، دوی خبریالانو ته د خبرونو او ان خپرونو لپاره د مېلمنو په انتخاب کې لاسوهنه کوي.

د بې پولې خبریالانو ټولنه کې د ایران او افغانستان څانګې مشر رضا معیني وايي، د خبریالانو ګواښل او ځورول د منلو وړ نه دي او هغوی باید د نیول کېدو له ډاره پرته خپلو چارو ته دوام ورکړي.

د خبریالانونړیوال فدراسیون هم تېره ورځ د طالبانو له لوري د خبریالانو نیول او ځورونه غندلې او په وینا یې دغه ډله باید پخپله وینا کې د بیان ازادۍ درناوی وکړي.

طالبانو په دې هکله تر اوسه غبرګون نه دی څرګند کړی، خو مخکې یې ویلي، خبریالان کولای شي خپلو چارو ته دوام ورکړي، خو اسلامي اصولو ته باید پاملرنه وشي.

د ښځینه فعالانو نیول کېدو پېښې

.
Getty Images

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړيوالې ادارې امنيستي انټرنېشنل هم پر طالبانو غږ کړى چې په سملاسي ډول دې د هغو ښځو او نجونو پر وړاندې له تاوتريخوالي لاس واخلي چې د خپلو حقونو لپاره په سوله ييز ډول احتجاج کوي.

په دا وروستیو کې شپږ ښځې په کابل کې وسله والو کسانو له ځان سره بیولې دي.

د یوې نیول شوې نجلۍ تمنا پریاني خور شګوفه وايي، ''له طالبانو غواړم، چې لطفاً زما خویندې پرېږدئ، تاسې ولې د نړیوالو غوښتنو ته ځواب نه وایاست؟ ''

د بښنې نړیوال سازمان هم په ورته مهال له طالبانو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د دې سازمان یوه څېړونکي زمان سلطانی بي بي سي ته وویل:

''طالبان باید سملاسي غیر قانوني نیونې ودروي او هغه کسان چې په غیر قانوني ډول نیول شوي دي، باید له قید او شرط پرته خوشي شي. موږ دا وروستیو کې د جبري بې درکه کېدو او نیول کېدو شاهدان وو. ''

طالبان د ښځو نیولو پېښو کې لاس لرل ردوي، خو وايي، پلټنې کوي.

د طالبانو ویاند یوه مرسیتال انعام الله سمنګاني بي بي سي ته وویل:

''موږ په پرلپسې ډول له امنیتي ارګانونو سره اړیکه کې یو. تر اوسه پورې دې لړ کې له موږ سره کوم معلومات نه دي شریک شوي. ښايي امنیتي ارګانونه به هم تر اوسه کوم معلومات نه لري. موږ ته یوازې همدومره ویل شوي دي، چې زموږ هڅې روانې دي. ''

د بشري حقونو سرغړونو دا پېښې داسې مهال کېږي چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د فرانسې له خبري اژانس سره یوه تازه مرکه کې ویلي، له نړیوالې ټولنې سره یې اړیکي په ښه کېدو دي او نژدې ده، چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي.

بل لور نړیواله ټولنه وایي، تر هغو چې طالبان بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوي و نه کړي، حکومت به یې په رسمیت و نه پېژندل شي.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

اروپايي پارلمان مرستياله: بشري حقونو ته له پام پرته د طالبانو رسميت پېژندنه به شونې نه وي

Published

on

.
Getty Images

د بېلجيم پلازمېنه بروکسل کې د افغان ښځو په تړاو د اروپايي پارلمان له خوا جوړې شوې ځانګړې ناستې پر دويمه ورځ يو شمېر افغان ښځینه فعالانو وویل، چې له افغانستان سره مرستې د طالبانو د حکومت رسیمت پېژندلو له مسلې جلا دي.

يو شمېر مشهورې افغان مېرمنې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده وتلې وې د اروپا پارلمان کې د دغه هېواد د ښځو وضعيت بيا کتنې او له طالبانو څخه د نړيوالې ټولنې د غوښتنو د څرګندولو په موخه راټولې شوې وې.

په همدې حال د اروپا پارلمان يوې مرستيالې هيډي هوټالا بي بي سي ته وويل، "تر هغه چې طالبان وګړي ځوروي، ښځې چې د ټولنې نيمی برخه ده څنډې ته کړې او د نجونو د زدکړو مخنيوی کوی، د دې امکان لږ دی چې اروپايي ټولنه دې د طالبانو حکومت د رسميت پېژندلو پر لور ګام واخلي".

نوموړې زياته کړه چې د غونډې ګډونوالو هم د طالبانو په رسميت نه پېژندلو ټينګار وکړ.

د افغانستان د بشري حقونو پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، "د بشري مرستو برابرول او د طالبانو په رسميت پېژندل يو له بل سره بايد تړاو ونلري".

نوموړې چې په دې غونډه کې برخه اخيستې وه له بي بی سي سره په خبرو کې وويل، "افغانستان لپاره د بشري مرستو برابرول او د هېواد بانکي سيستم پيلول د طالبانو په رسميت پېژندلو ته اړتيا نه لري".

نوموړې زياته کړه چې "نړيوالې ټولنې ته د دوی پيغام دا و چې تر هغې چې جنسيتي توپير، د خبريالانو ځورونه، توپيري چلن دوام ولري طالبان په رسميت مه پېژنئ، دا ډله د افغانستان د خلکو استازيتوب نشي کولی".

د افغانستان د پخواني حکومت د سولې وزارت وياندې ناجيه انوري هم بي بي سي ته وويل، "نړۍ له تېرو شلو کلونو راهيسې له افغانستان سره په دې شرط مرسته کوله چې د ښځو حقونو ته درناوی ولري".

اغلې انوري وويل، "نړۍ بايد د افغانستان په اړه لا ډېر فکر وکړي او له تېرو درسونو زدکړه وکړي او وګوري چې په کوم ځای کې تېروتنه شوې".

افغان سندرغاړې اريانا سعيد هم وويل، "دا زما لپاره ارزښت لري د هغو ښځو غږ شم چې اوس اوزا نشي اوچتولی".

نوموړې وويل چې "افغان ښځې اوس د طالبانو پر وړاندې د بنديانو په څېر دي چې د زدکړې او کار اجازه نه لري".

اغلې سعيد زياته کړه، "د حل لاره دا ده چې نړيواله ټولنه د طالبانو له لارې له خلکو سره د مرستې لپاره لار ومومي".

د دې غونډو تر څنګ په ورته مهال د افغان ښځو لپاره روزنیز ورکشاپونه هم په پام کې نیول شوي وو، چې د افغانستان ملي شورا پخوانۍ ښځینه غړې به هم پکې ګډون درلود.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

افغانستان: یو شمېر دولتي پوهنتونونه پرانیستل شوي او ښځینه زدکوونکو ته د ورتګ اجازه ورکړل شوې

Published

on

افغانستان
Getty Images
ارشیف تصویر

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر دولتي پوهنتونه لومړی ځل پرانیستل شوي او نجونو ته اجازه ورکړل شوې، چې ټولګیو ته ستنې شي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د دې تر څنګ طالبان وايي، نجونې او هلکان به ځانګړي ټولګي ولري او د نصاب کتابونه به له اسلامي اصولو سره سم وي.

ملګرو ملتونو د نجونو لپاره د پوهنتونونو دروازو پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې دیبورالاینز په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ''راځي په ټول افغانستان کې پوهنتونو ته د ښځینه او نارینه زدکوونکو ستنېدو ملاتړ وکړو، په (دې) ملاتړ کې د سکالرشپونو پرواګرام او له ښځینه او نارینه استادانو سره روان ملاتړ هم شامل دی. ''

https://twitter.com/DeborahLyonsUN/status/1488793136553943045

په پام کې ده، نور پوهنتونونه به هم د روانې میاشتې وروستیو کې پرانیستل شي، خو د نجونو لپاره د متوسطه ښوونځیو دروازې لا هم تړلې دي.

د یادونې ده، چې د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو نژدې شپږ میاشتو راهیسې د طالبانو حکومت له لار ښوونې سره سم نجونو او هلکانو د ټولګیو په ځانګړیو برخو کې زدکړې ترلاسه کولې.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني تېره اونۍ په يوه ويډيويي پیغام کې اعلان وکړ چې په ګرمو سيمو کې به دولتي پوهنتونونه د سلواغې پر ۱۳ نېټه پرانيستل شي.

د ښاغلي حقاني په وينا په سړو سيمو کې به بیا پوهنتونونه د کب پر اوومه نېټه پرانيستل کېږي.

د افغانستان خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو شپږ میاشتو راهیسې نجونو هم زدکړې کولې.
EPA
د افغانستان خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو شپږ میاشتو راهیسې نجونو هم زدکړې کولې.

افغانستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې کابو ټول دولتي پوهنتونونه تړل شوي وو او داسې اندېښنې راټوکېدلې وې چې ښایي د محصلینو درسي کال ضایع شي.

طالبان وايي، تعلیمي ادارو ته د نجونو له تلو سره مخالفت نه کوي، خو دوی باید بشپړ اسلامي حجاب وکړي، د نجونو او هلکانو ټولګي ځانګړي وي او درسي کتابونه باید د اسلامي اصولو له معیار سره سم وي.

دا پوهنتونونه د لویدیځوالو او طالبانو تر منځ ناروې کې له مخامخ خبرو یوه اونۍ وروسته پرانیستل کېږي.

په ناروې غونډه کې له طالبانو غوښتل شوي وو چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!