Connect with us

تازه خبرونه

انتونی: امریکا د تل لپاره د افغانستان د امنیت ضمانت نه شي کولی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-06-29-18h05m39s254

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي چې هیواد یې نه شي کولي تر ابده د افغانستان د امنیت ضمانت وکړي.

د هغه په وینا د واشنګټن په همکارۍ په افغانستان کې د سیالو ډلو تر منځ کورنۍ جګړه پای ته ورسیده او په سوله ایزه توګه واک و لیږدیده.

د هغه په وینا امریکا له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي، خو امریکا د تل لپاره د افغانستان د امنیت ضمانت نه شي کولی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال انتونی بلینکنویلي چې افغانان باید د خپل هیواد رهبري او د امنیت د ټینګښت چارې په خپل لاس کې واخلي:

زمونږ په نظر منطق دا دی چې مونږ نه شو کولی او نه باید د تل لپاره د افغانستان د امنیت ضامن پاتې شو. افغانان باید زمونږ د ملاتړ په خوا کې د خپل هیواد د امنیت د ټينګښت لپاره خپلې وړتیاوې په کار واچوي.

دغه امریکايي چارواکی وايي چې د امریکا له مداخلې پرته په افغانستان کې په سوله ایزه توګه د قدرت دلیږد او اوسني حکومت رامنځته کیدل ممکن نه وو.

د قدرت د لیږد او اوسني حکومت په هکله مو لکه څنګه چې وویل، دا کار زمونږ په نه شتون کې امکان نه درلود. دا زمونږ د بهرنیو چارو د وزیر د هڅو پایله وه او دا د امریکا د رهبرۍ ستر مثال دی. مونږ د رقیبو سیاسي جریانونو سره کار وکړ تر څو د کورنۍ جګړې څخه په شا شي او په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د سوله ایز قدرت لیږد تجربه کړي.

ښاغلی بلینکن وايي چې د امریکا ولسمشر په ډاګه کړې چې د وران کال پایه به په افغانستان کې لس امریکايي سرتیري پاتې شي او له هغه وروسته به دا شمیر یوازې په کابل کې د سفارت د ساتونکو تر بریده را کم شي.

 

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!