Connect with us

تازه خبرونه

امنیتي بنسټونه د تاپي پروژې امنیت ته چمتوالی ښيي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

تاپي یوه ستره اقتصادي او سیاسي پروژه ده، چې امنیتي اندېښنې هم ور سره مل دي؛ خو د هېواد امنیتي بنسټونه کورنیو چارو او دفاع وزارتونه وایي، چې د دې پروژې امنیت ساتنې ته چمتوالی څرګندوي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، د تاپي پروژې ته به پوستې جوړې شي او په دې برخه کې اندېښنې ته ځای نشته ملي دفاع وزارت د سترو امنیتي پلانونو خبره کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، د تاپي پروژې د امنیت ساتنې د یوې برخې لپاره پراخو امنیتي تدابیرو ته چمتوالی نیول شوی او د ملي دفاع وزارت سره په دې اړه همغږي لرو.  

د نوموړي په وینا؛ له هراته نیولې او په ټولو هغو ولایتونو کې، چې دا نللیکه تېریږي امنیتي آسانتیاوو ته پراخ پروګرامونه جوړشوي دي.        

د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وایي، د سیمې اړوند خلکو ولسمشر غني ته ډاډ ورکړی، چې له دې پروژې بشپړ ملاتړ کوي.            

طالبانو هم ویلي، چې د تاپي پروژې په وړاندې خنډ نه ګرځي؛ ځکه دغه پروژه د دوی په حاکمیت کې مطرح شوې وه.

سیاسي کارپوه حکیم تورسن وایي، دا ښه خبره ده، چې طالبان د پروژې خنډ نه ګرزي؛ خو دا اړینه ده، چې حکومت یې امنیت خوندي کړي.             

د معلوماتو له مخې؛ د تاپي پروژې کار په ترکمنستان کې پای ته رسیدلی او تېره ورځ یې له هراته تر پاکستان او له دې لارې یې هند ته د رسیدو کار د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هندوستان د استازیو  لخوا پیل شو، چې نه یوازې به د ترانزیت له اړخه هر کال افغانستان ته څلور سوه میلیون دالر عواید په لاس ورځي، بلکې افغانانو ته پرې د کار زمینه هم برابریږي. دغه پروژه د سیمې د هېوادونو د اړیکو په ښه کیدو او غزیدو کې هم ګټوره ده.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!