تازه خبرونه
امریکا د طالب زندانیانو د خوشې کولو واک نلري- اشرف غني
ولسمشر غني ويلي، چې امریکا د ۵۰۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کولو واک نلري او په دې اړه له طالبانو سره هم کومه ژمنه هم نشته.
دا په داسې حال کې ده، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي ډلې مرستیال ملاعبدالغني برادر تېره ورځ د دوحې په ناسته کې ویلي وه، چې له امریکا سره د لاسلیک شوې هوکړې له مخې به د افغانانو د خپلمنځي خبرو مخکې پېنځه زره طالب زندانیان خوشې کیږي.
ولسمشر اشرف غني د ولسمشر په توګه په خپل پېنځه کلن پېر کې ډېر لږ د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره حاضر شوی؛ خو له طالبانو سره د خبرو د تودیدو په درشل کې پخپله نن د کب پر ۱۱ د طالبانو او امریکایانو د هوکړه لیک د لاسلیک په اړه یو خبري کنفرانس ته راڅرګند شو او په ډاګه یې کړه؛ د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ هیڅ داسې ژمنه نده شوې، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو له پیل مخکې پېنځه زره طالب زندانیان خوشې شي.
ولسمشر ویلي، چې مونږ له امریکا سره د طالب بندیانو د خوشې کولو کومه هوکړه نلرو… امریکا آساني رامنځته کوي او آسانې د پرېکړې معنا نلري.
ولسمشر غني زیاته کړې، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره کوم شرط نشته او د زندانیانو پر خوشې کولو به بیا د سولې په خپلمنځي خبرو کې راوڅرخو.
نوموړي دا ټینګار هم وړاندې کړ، چې په تېرو لس ورځو کې له بېلا بېلو سیاسي او مدني پاړکیو سره یې له سلا مشورو وروسته اته کسیز مرکچې پلاوي جوړ کړی، چې ټول غړي یې په ښکاره لوړ پوړي حکومتي کسان دي.
د ولسمشر د خبرو له مخې؛ له طالبانو سره د خبرو دغه لوړپوړی پلاوی د پرېکړې واک نلري، خو د خبرو پر مسوده به یې ملي شورا او یا هم لویه جرګه وروستۍ پرېکړه کوي.
هغه دا هم ویلي؛ په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ قومندان میلر ډاډ ورکړی، چې طالبان به روان اورکم روان وساتي او اوربند ته به لار اواره کړي.
نوموړي په بشپړ ټینګار څرګنده کړې، چې پخپل ټول توان به د جمهوریت، اساسي قانون، د ښځو د حقونو او بیان د آزادۍ د خوندي کولو لپاره هڅې او مبارزه کوي.
ټاکل شوې، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې د روان زېږدیز کال د مارچ لسمه / د کب ۲۰ پیل شي؛ خو تر دې دمه د خبرې کوونکي پلاوي پر ټاکلو سیاسي اجماع رامنځته شوې نده. دا په داسې حال کې، چې ارګ یې له جوړښت او میکانیزمه پوره ډاډ څرګند کړی دی.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ